خوست؛ ضربتيانو ملکي وګړی له شکنجو وروسته وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): په خوست ولايت کې د ضربتيانو په نامه عسکر چې د امريکايي عسکرو ځانګړی ملاتړ له ځانه سره لري يو تن عام افغان ځوان يې له وهلو او شکنجو وروسته وژلی دی.

راپورونه وايي چې د خوست ولايت د اسماعيل خيلو ولسوالۍ څخه د امير بادشاه په نامه يو کس چې دوه اوونۍ وړاندې ضربتيانو له ځان سره بيولی و، په چاقو ګانو يې وهلی دی، په کاڼو يې ويشتلی او وژلی يې دی.

سرچینه زياتوي چې له وژلو وروسته يې نوموړی د صحراباغ په يوه دښته کې غورځولی دی او په بدن يې د سختو شکنجو نښې نښانې ښکاري.

د خوست ولايت امنيه قومندان او ملي امنيت رييس له يادې پيښې څخه ناخبري ښيي او په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د حکومت ځينې امنيتي کسان او قومندان ځينې ولسي خلک په يوه او بله پلمه له ځان سره وړي او بيا يې په وحشت وژني.

د خوست ځايي خلکو په ياده پيښه غبرګون ښودلی دی او په حکومت يې غږ کړی دی چې د دا ډول خپلسرو کړنو څخه لاس واخلي او د ملکي وګړو له وژنو او تعذيب څخه ډډه وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د