افغانستانخبرونه

امریکا، چین او روسیه له افغانستان څخه دبهرنیو عسکرو په وتلو سلا شوي

داسې مهال چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د اوږدې جګړې پای ته رسولو ته تابیا نیولې او په دې برخه کې یې خپلې هڅې چټکې کړې، د افغانستان دوه مهم ګاونډیان «روسیه او چین» هم ددې هڅو په جریان کې فعال پاتې شوي او په عمومي ډول د یادو هڅو  د ملاتړ تر څنګ یې ځينې وخت د امریکا په رول نیوکې کړې او له متحده ایالاتو یې د وضاحت هیله څرګنده کړې، کابو دوې میاشتې وړاندې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» هیله څرګنده کړه چې؛ امریکا به د طالبانو سره د ترسره شویو مذاکراتو جزئیات ورسره شریک کړي چې؛ په تعقیب یې روسیې، چین او امریکا درې اړخیزه ناسته ترسره کړه.

نن او پرون د یادې ناستې دوهمه غونډه په ماسکو کې ترسره شوه او تر پای ته رسېدلو وروسته یې د ګډونوالو له لوري د یوې اعلامیې په خپرولو سره «منل شوي» نقاط نشر شول.

دغه اعلاميه چې «۸»نقاط لري په بنسټ یې؛ درې واړه هیوادونه پکې توافق ته رسېدلي چې د سولې د تامین په موخه به ټول بهرني ځواکونه په مسئولانه ډول له افغانستان څخه وزي.

په دې سربېره درې واړه هیوادونو  د افغانانو په مالکیت د سولې د یوې ټول شموله پروسې د ملاتړ تر څنګ په نورو هیوادونو هم غږ کړی څو د سولې پروسې په به برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي او له ښکېلو خواوو غوښتل شوي څو د تشدد د راکمولو په موخه کوټلي ګامونه واخلي او اوربند ته غاړه کېږدي.

همدا راز په یاده ناسته کې د بین الافغاني خبرو په اړتیا ټینګار شوي ، دقطر بین الافغاني ناستې د ترسره کېدو هیله څرګنده شوي او له طالبانو غوښتل شوي څو له حکومت سره خبرو ته کېني.

له دې سره، سره له طالبانو غوښتل شوي څو د تروریستي ډلو او ګروپونو سره اړیکې وشلوي او تر خپل حاکمیت لاندې ساحو کې داسې چاته اجازه ورنکړی چې؛ د نړیوال امنیت او یا ګاونډیانو لپاره تهدید و اوسي.

یاده دې وي چې؛ روسیه، چین او امریکا داسې مهال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سلا شوي چې د چارو د څارونکو په اند؛ د بهرنیو ځواکونو و تل له ګډ حکومت سره د متحده ایالاتو او متحدینو د مالي ملاتړ د کمولو په معنا دي او که چېرې یاد اقدام وشي ګډ حکومت به د سقوط په غاړه ودرېږي، په همدې تړاو تېره ورځ افغانستان لپاره د امريکايي مرستو او بيا رغونې د چارو «سیګار» مشر څارونکي جان سوپکو وویل «هلته ټول امنیتي پرسونل زموږ له بودیجې څخه تمویلېږي که چېرې موږ راوزو او له دې هیواد سره مالي ملاتړ کموو، د امنیتي پرسونل معاشونه به ادا نشي او حکومت به ونړېږي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hidayat shinwaray

طالبان ورونه دی پدی موضوع ځان شه پوه کړی چه د سیاست ډگر د جگړی ډگر څخه ډیر توپیر لری.
لکه څومره چه جگړه قربانی غواړی و سولی ته د رسیدو په مخی د جگړی څخه زیاته قربانی‌ ته ضرورت ده.
سوله دی باید افغان شموله شی خو د یوی سیستم په چوکات کی تر څو د سولی بهیر انحصاری نه شی او د ملک چاری دی و اهل د کار خلکو ته وسپارل شی تر څو پخوانی اشتباهگانی بیا تکرار نه شی.

جميل

الله(ج) پخپله ښه په پوهيږی چی پدی خلکو کی يی څه حکمت ايښی دی ، د دوو سلنو را پيخوا خوا يی د نړی دری ظالم مستکبره د زوره او غروره وغورځول ، هر يوه ته يی داسی څپيړه ورکړی چی تل به سربداله او ګنس وی او د پښيمانيه وايی چی دامی څه بد وکړل چی د دی خلکو سره می مسابقه وکړه . نړيوال دی پوه و اوسی او ښه پوره دی زړه ته واچوی چی و دی خلکوته په بدو کتلو کی يی سترګی وزی په تيره بيا اوسنی طلبان کرام . دا ملت ډير اوچت او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x