
نن ټکی اسیا (شنبه،۷غوایی، ۱۳۹۸ل):د امریکا متحده ایالاتو د افغان سولې په برخه کې د افغانستان په ګاونډ کې د پراته هیواد «قزاقستان» هڅې ستایلې.
د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې د «مایک پمپيو» او د قزاقستان د ولسمشر د ځانګړي استازي او د ملي امنیت شورا رئیس « کریم ماسیموف» تر منځ د لیدنې خبر ورکړل شوی او زیاته شوې چې؛ دواړو چارواکو په دوه اړخیزو همکاریو، له تروریزم سره په مبارزې او د افغانستان او لویديځ چین د وضعیت په اړه بحثونه کړي.
اعلامیه وړاندې زیاتوي چې؛ پمپیو د افغان سولې په برخه کې د ازبکستان هڅې وستایلې او په لویديځ چین کې یې د مسلمانانو په وړاندې په روان تشدد خواشینې ښکاره کړه.
یاده دې وي چې؛ په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان جګړې د پای ته رسولو هڅې چټکې کړې او په طالبانو سربېره یې په دې برخه کې د افغانستان له ګاونډیانو سره د پراخو بحثونو لړۍ پیل کړې، تېره ورځ په مسکو د همدې لړۍ د یوې برخې په توګه د چین، روسیې او امریکا تر منځ ګډه ناسته ترسره شوه او د یوې اعلامیې په خپرولو سره درې واړه هیوادونو له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو هوکړه وکړه.