
نن پر داود خان د کودتا یو څلوېښت کاله پوره شول
نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): پوره یو څلوېښت کاله وړاندې د ثور پر اوومه «۱۳۵۷ل/۷/۲» د خلق ډیموکراټيک ګوند پلویانو پر سردار محمد داود خان کودتا وکړه، چې د روان خونړي وضعیت پړه هم پر همدې پېښه ور اچول کېږي.
دا کودتا پخپله د داود خان له کودتاه پنځه کاله وروسته، وشوه؛ سردار محمد داودخان په ۱۳۵۲ل کال چنګاښ میاشت کې پر محمد ظاهرشاه کودتاه وکړه او جمهوریت يې اعلان کړ.
دا چې د داودخان او خلق ګوند تر منځ ناندرۍ پر څه راپورته شوه، د همدې کودتاه شریک شاه نواز تڼی وايي دوی د کودتاه کوم پلان نه درلود، خو داودخان وار لومړی کړ او د ګوند ځينې مشران يې ونیول.
حکومت حفیظ الله امین، ببرک کارمل، ډاکټر شاه ولي، عبدالحکیم شرعي جوزجان، سلېمان لایق، غلام دستګیر پنجشیری ، محمد حسن ضمیر او بارق شفیعي چې د خلق ډیموکراټیک ګوند غړي و، ونیول.

اصلاً د حکومت او خلق ګوند تر منځ اوبه وروسته له هغه خړې شوې چې د دې ګوند غړی میر اکبر خیبر ووژل شو.
سید محمد ګلابزوی وايي، د خیبر وژنه، که څه هم قاتل يې معلوم نه شو؛ د دې علت شوه چې ګوند لاریونونه وکړل او داودخان په قهر شو، دې وضعیت اوبه خړې کړې.
پر ارګ د ثور پر اوومه د پنجشنبې ورځ شاوخوا یوولس نیمې بجې د توپ وار وشو، تیاره ماښام لا هم د حکومت ساتونکو جګړه کوله، خو ماخستن مهال له ملي راډيو ټلویزون د زري دارو قواو قومندان جګړن اسلم وطنجار اعلان وکړ:
«د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې د سلطنت، ظلم، اسبتداد وروستنۍ بقایه او د نادرخان د کورنۍ قدرت پای ته ورسېد او ټول دولتي قدرت ولس ته لاس ته ورغی، دولتي واک په بشپړ ډول د انقلابي شورا په واک کې دی.»
له کودتاه وروسته نور محمد ترهکی د ګوند منشي او ولسمشر وټاکل شو، لنډه موده کې يې حفیظ الله امین خوله ور پټه کړه او پخپله يې د واک اعلان وکړ.
د کودتا پر کال څو میاشتې اوښتې وې، چې ببرک کارمل له شوروي نه؛ د حکومت اعلان وکړ او د روسانو پر ټانګونو سپور کابل ته ننوت. «۱۳۵۸ل/۶۰/۱۰»
ياده دې وي د روسي يرغل په پايله کې افغان ولس ته پر درنو زیانونو سربېره ۱۴۴۵۰ شوروي عسکر وژل شوي، ۴۹۹۸۰ تنه نور ټپيان او ۳۳۰ تنه ژوندي لا درکه دي.
د لیکنی عنوان لږ غوندی بې خوندی ښکاری.کودتاه د داوود پر وړاندی نه بلکه د افغان د ټولی مادی او معنوی شتمنۍ پر ضد وه.
د ثور اوومه یوه ستره فاجعه وه چي ویرانوونکی ځګونه ئې اوس هم زموږ د سیاسی- اجتماعی ایشېدلی دیګ تر څنډو را بهیږی.
د ثور کودتاه که څه هم موږ بد وځپلو خو د کمونسټی نړۍ د ستری رسوائي او حتی د هغوی د نابودۍ سبب سوه.