أتمر: له محکمې څخه د واک غځولو غوښتنه نامشروع عمل دی

نن ټکی اسیا (شنبه،۶غوایی، ۱۳۹۸ل): راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر پر ولسمشرغني سخت انتقادونه کړي او د هغه دا عمل یې په کلکو ټکو غندلی چې د ستري محکمي له طریقه یې د واک غځولو هڅه کړي.

د اتمر په وینا، د آساسي قانون تشریح او تفسیر د ستري محکمي کار نه دی، له همدې امله د واک د غځولو په خاطر له محکمې څخه نظر اخیستل پخپله یو نامشروع عمل او له قانون څخه سرغړونه ده.

د ملي یووالي په حکومت کې د ملي امنیت پخوانی مشاور، حنیف اتمر، د روسیې له خبري اژانس سپوتنیک سره په مرکه کې ویلي: په هیڅ وجه د ستري محکمي پر دغه ډول حکم د حقوق پوهانو اجماع نشته. غني باید له دې ډډه وکړي چې مسایل نور هم پیچلي کړي.

اتمر زیاتوي: جالبه دا ده چې په 2009م کال کې چې کله غني نوماند و؛ پخپله یې دا کار ناوړه عمل بللی وو، د اتمر په وینا د غني هغه کلیپ اوس هم موجود دی چې ویل یې کرزی باید د جوزا په لومړۍ ورځ واک پریږدي، له هغه وروسته د کرزي واک غځول هیڅ قانوني حیثیت نلري. د اتمر په وینا باید چې اوس غني پرخپله خبره ودریږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د