افغانستان

پارلمان افتتاح شو، خو د کابل او پکتیا استازیو درک نشته

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ محمد اشرف غني له څلور کلن ځنډ وروسته د پارلمان اوولسمه دوره نیمګړې پرانیسته.

سره له دې چې د ولسي جرګې ټاکنو کې د کابل او پکتیا ولایتونو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې، خو اشرف غني یوازې د کابل استازیو نیستي یاده کړه او په وینا يې پړه يې هم د تېرو کمیشنرانو پر غاړه ده.

تر اوسه نه ده څرګنده چې د کابل او پکتیا د نوماندانو برخلیک څه دی، خو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې حکومت يې د روانې اوونۍ له رخصتۍ نه په استفادي ښايي پایلې اعلان کړي.

د کابل او پکتیا ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې دي، چې پر وړاندې يې توند غبرګونونه هم لرل، خو د وروستیو پایلو لپاره يې کمیسیون زړه نه دی کړی.

خواله رسنیو کې ځینې مدني فعالان د یادو دواړو ولایتونو نوماندان د پیسو له لارې پر زور وهلو تورنوي او زیاتوي چې د ټاکنو کمیسیون لا هم دا زور نه لري چې شفافیت پلی کړي، بلکې د پیسو په چنو کې ګنګس پاتې دي.

د دې ولایتونو نوماندان له دوی پرته د پارلمان پرانیسته مناسب کار نه بولي او زیاتوي چې د دوی په حق کې زیاتی شوی دی.

له پکتیا څخه نواب منګل هغه نوماند دی چې په لومړنیو پایلو کې بریالی اعلان شوی، هغه وايي ښايي د پکتیا یا هم کابل ځينو بریالیو نوماندانو د اداري هئت لپاره هم ځانونه نوماندان کړي وای، خو په نه اعلان سره يې دا حق تر پښو لاندې شو.

اشرف غني دا پارلمان ځوان یاد کړ او سره له دې چې څلور کاله وروسته، د بشپړو پایلو تر اعلان وروسته او شاوخوا دوه میاشتې تړلو دروازو وروسته يې پرانیست، د لاسته راوړنې دعوه وکړه.

یاده دې وي د پارلمان په دې دوره کې له غزني ولایت څخه پخواني استازي برخه‌وال دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ياسر

كله چه ياد انځور ته وكتل شي او ګډونوالو ته لژ څه دقت وشي نو دلته يوه عجيبه فضاء او ډول ډول حركات وجود لري څوک اسمان ته گوري څوك يوه لوري او بل لوري ته گوري ته به وايي چه دتیښتی لار لټوې حكمت يار صاحب خپل لاسونه موښې اومرخيل صاحب بټه ګوته تر خپلي زنی لاندی ټمبه کړیده چب طرف ته ګورې د حكمت يار صاحب شاته يوه ښځه ناسته ده چپ طرف اسمان ته ګورې او ددي د حركاتو نه دا څرګندیژی چه د اوريدلو تحمل نلري د همدي ښځی شا ته يو بل وكيل صاحب ناست… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x