خلیلزاد: د سولې لپاره نړۍوالې هوکړې ته نږدې شوي یوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د مسکو درې اړخیزې غونډې وښوده چې د سولې لپاره نړۍوالې هوکړې ته نږدې شوي یوو.

خلیلزاد له انټر فکس سره خبرو کې ويلي، له روسيې او چین سره ګډې ناستې نه خوښ دی او امریکا هڅه کوي چې د سولې لپاره د نړۍ په سطحه واحد نظر رامنځته کړي.

د دې ناستې په اعلامیه کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه شوې او ضمناً یادونه شوې چې راتلونکی افغانستان باید هیچا ته خطر نه وي.

په دې اته ماده‌یيزه اعلامیه کې چې درې واړه هیوادونه توافق ته رسېدلي، راغلي؛ د سولې د تامین په موخه به ټول بهرني ځواکونه په مسئولانه ډول له افغانستان څخه وځي.

پر دې سربېره درې واړو هیوادونو د افغانانو په مالکیت د سولې د یوې ټول شموله پروسې د ملاتړ تر څنګ په نورو هیوادونو هم غږ کړی، چې د سولې پروسې په به برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي.

خلیلزاد چې د جګړې د ختمولو په ماموریت پر بل سفر بوخت دی، همدې سفر کې يې له طالبانو سره مذاکرات هم اټکل شوي دي.

د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو د دې پړاو دقیقه نېټه نه ده په ګوته شوې، خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و، ډېر تمرکز به يې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د شوې هوکړې پر جزییاتو وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

خبره نهایی کړی نوره پرپړه مه تری جوړوی افغان ولس اشعالګرو دربدر کړ.

جميل
میلمه
جميل

خليلزاده ! د افغانستان په اشغال کی د ټولی نړی هوکړه او ملاتړ درسره و خو داچی د طالبانو هوکړه نه وه درسره د پوره ناکامی سره مخ سولاست اوس هم چی څومره وځغلی او د ډيرو نورو هيوادونو هوکړی او ملاتړ هم تر لاسه کړی او رنګارنګ اعلاميی خپری کړی خو چی د اسلام او افغانانو ګټه پکښی نه وی طالبان کرام به يی و نه منی او کومه ګټه به درته و نکړی .