
امریکايي ځواکونه: سولې ته د تیاري تر څنګ؛ جګړه هم پر مخ وړو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډيویډ بټلر وايي اوس د سولې زمینه برابره شوې ده او دوی هم سولې ته تیار دي، خو په وینا يې جګړه هم پر مخ وړي.
بټلر مني چې د دوی روزل شوي افغان ځواکونه دا وړتیا نه لري چې په یوازې سر جګړه پر مخ یووسي، ځکه خو يې دوی هم هوايي او ځمکنۍ مرسته کوي، خو بیا هم زیاتوي چې دې جګړه کې له دواړه خواوو افغانان وژل کېږي.
هغه وايي: «څه چې مهم دي دا دي چې باید فکر پرې وشي، طالبان هم افغانان دي او امنیتي ځواکونه هم افغانان دي، سره جنګېږي؛ هره ورځ تقریباً سلګونه افغان ځوانان مري.»
بټلر زیاتوي: «موږ د امنیتي ځواکونو تر څنګ د طالبانو پر ضد جنګېږو.»
طلوعنیوز د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د معلوماتو پر بنسټ لیکي، په تېرو دریو میلادي میاشتو کې بهرنيو ځواکونو تر زرو ډېر هوايي بریدونه کړي دي.
د امریکايي ځواکونو قومندان که څه هم له خپله اړخه د جګړې پخلی کوي او د حکومت «خالد عملیات» هم تاییدوي، خو د طالبانو له لوري د «الفتح» عملیات د سولې ضد حرکت بولي.
دا په داسې حال کې دی چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تېر سفر کې پرلپسې رسنیزو مرکو کې ټینګار وکړ، چې د افغانانو له وژلو ستړي شوي دي.
د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد بیا په ځانګړې توګه د امریکایانو مننه کوي او زیاتوي چې اوس هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې شریک «عملیات» پر مخ وړي.
له منافقته ډګی پالیسی د سر وخوری.