افغانستان

کرزی: له مشورتي لويې جرګې باید «نورې استفادې» ونه‌شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، لویه جرګه زموږ عنعنوي دود دی او باید له دې ملي دود نه «نورې ګټې» وانه خیستل شي.

هغه مسکو کې د نړۍوال امنیت کنفرانس څنډه کې له سپوتنیک خبري بنسټ سره مرکه کې ویلي، د حکومت له لوري رابلل کېدونکې جرګې په اړه پخپله د حکومت چارواکي ډاکټر عبدالله عبدالله هم د رد نظر لري.

کرزي ویلي حکومت دا جرګه بې وخته جوړوي چې له دې امله يې شکونه را پیدا کړي او انګېرل کېږي چې د نورو موخو لپاره جوړېږي.

هغه زیاتوي دا جرګه باید شپږ میاشتې مخکې چې د امریکا له لوري د سولې هڅې پیلېدې، باید را بلل شوې وای، چې موږ د مشورې پر اساس په دې بهیر کې ور ګډ شوي وای.

«پر همدې اساس ځينې شک لري، زه پخپله شک لرم، چې دا جرګه چې د لارې په منځ کې را غوښتل کېږي، ایا د سولې پروسې د بهبود لپاره کېږي که د سولې د ځنډېدو لپاره؟»

حامد کرزي دا هم ويلي چې تر اوسه د قطر د بین الافغاني ناستې پر لغوه کېدو نه پوهېږي، چې ولې دا ګام واخیستل شو، خو په وینا يې لویه جرګه باید له دې ناستې وروسته را بلل شوې وای.

هغه زیاته کړه: «ښه به دا وه چې دا جرګه د دوحې د بین الافغاني مذاکراتو وروسته وای، وروسته له هغه چې خبرې شوې وای، د خبرو اترو لمنه پراخه شوې وای، پایلې يې اخیستل شوې وای، وروسته د تصمیم لپاره په جرګه کې د خلکو مخې ته اېښودل شوې وای.»

حامد کرزی وايي، اوس دا ګواښ له ځان سره لري چې د دې جرګې په وسیله د سولې پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ شي.

په وینا يې که جرګه د سولې لپاره وي، ستايي يي؛ خو که دا جرګه او د جرګې نوم د نورو موخو لپاره وي «دا ظلم دی.»

نوموړي زیاته کړه که څه هم د دې جرګې پر اجنډا او څرنګوالي نیوکه لري، خو په وینا يې د دې تر څنګ له علایمو داسې ښکاري چې د هېواد په خیر نه ده.

«که د سولې، ورورۍ، اتحاد او اتفاق په خاطر وي، خامخا ګډون کوم، که څه هم نننۍ علامي ښيي چې نه ده؛ زموږ د حکومت مهم همکار اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله صاحب هم رد کړې، نورو سیاسیونو هم؛ جرګه باید د اتفاق په فضا کې وي، نه د بې اتفاقۍ.»

حکومت د همدې جرګې په مناسبت کابل ښار کې روانه پوره اوونۍ رخصتي اعلان کړې او زیاتوي چې د خوندیتوب لپاره يې کوڅه پر کوڅه امنیتي پرسونل ګمارلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hidayat shinwaray

هر سړی تر خپل مطلبه پوری یار دی ما د افغانستان لپاره یار لیدلی نه دی. کرزی که رشتیا هم و وایی زه یی درواغ گڼم هغه دا چی د کرزی رشتیا هم درواغ دی. دی پکی خپل مطلب گوری او مطلب یی ځان مطرح کول دی او ځان مطلوبول دی. زما په اند د گډ حکومت اساس پر شخصی او خارجی مصلحتونو جوڔه شوی چی په اصل کی یوه مشروع اداره ده چی همیشه یی د پردیو په مصلحت باندی اتکاء کڔی. هر حرکت یی د پردیو پر دکتات باندی چلیڔی او سړیږی. څرنگه چه طالبان د جگړی په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close