
بغلان؛ پر لاریونوالو د پولیسو ډزو پنځو تنو ته مرګژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): بغلان کې د ولسي جرګې د ټاکنو د یو ناکام نوماند پلویانو لاریون کړی، د کابل ـ مزار لار يې تړلې او پولیسو پرې ډزې کړې چې پنځو تنو ته يې مرګژوبله اړولې ده.
دغه لاریونوال چې د ولسي جرګې ټاکنو کې د نوماند محبوب الله غفاري پلویان بلل کېږي، حکومت له دوی سره پر فساد تورنوي.
محبوب الله غفاري د بغلان ولایت په لومړنیو پایلو کې بریالی کس و، خو شاوخوا یوه میاشت وړاندې د فساد په تور نیول شوی او د بریالیو نوماندانو په وروستي لیست کې يې نوم اعلان نهشو.
د کورنیو چارو وزارت مني چې له تېرې ورځې راهیسې نه دي توانېدلي، چې د کابل ـ مزار لار پرانیزي، خو زیاتوي چې په لاریونوالو پولیسو ډزې کړې نه دي.
د کورنیو چارو وزرات سرپرست ویاند نصرت رحیمي دعوه کوي چې پر لاریونوالو مقناطیسي بم ور چاودلی دی، خو لاریونوال ټینګار کوي چې پولیسو پرې ډزې کړې دي.
د بغلان د والي ویاند محمود حقمل وايي چې د لاریونوالو له ډلې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د هغه په وینا لاریونوال له قید او شرط پرته د محبوب الله غفاري خلاصون غواړي، خو هغه په پلازمېنه کې نیول شوی دی.
د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال تله میاشت کې وشوې، له کابل پرته يې د بغلان په ګډون د څو پاتې ولایتونو پایلې پرون اعلان او سمدستې د پارلمان افتتاح وشوه.
لارویان کوونکو! د شپنیو عملیاتو ړاندو بمبارونو او د افغان ولس قتل عام باندی خبری یی که د فیل په غوږ ویده یی.