پروان کې د شپږ ملکي وګړو د وژنې په غبرګون لاريون روان دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): تيره شپه د پروان ولايت باګرام ولسوالۍ په خلازيو او رباط سيمو کې ځانګړو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې په نتيجه کې يې شپږ تنه ولسي وګړي وژلي او لس تنه نور ټپيان کړي دي.

سلګونو کسانو نن ماسپښين د شپږو تنو مړو جسدونه له ځان سره اخيستي دي او د کابل- شمال لويه لاره د پروان په مرکز کې بنده کړې ده.

اعتراض کوونکي وايي چې ځانګړو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې وژل شوي او ټپيان ټول ولسي وګړي دي.

دوی له حکومت څخه غوښتي چې د وژل شويو کسانو په اړه سپيناوی ورکړي او قاتلين يې محاکمه کړي.

اعتراض کوونکو ويلي دي چې ځانګړو ځواکونو څو تنه عام کليوال هم له ځان سره وړي دي چې له هيڅ وسله والې ډلې سره تړاو نه لري.

بل لور ته د امنيتي ځواکونو د همغږۍ قومندان الوزی احمدي ويلي دي چې د تيرې شپې عمليات يې له طالبانو څخه د خلازيو او رباط د سيمو د خلاصون په موخه کړي دي.

هغه ويلي دي چې په وژل شويو کې دوه ولسي کسان دي او د نورو هويت تر اوسه نه دی معلوم شوی.

خو د پروان ځايي امنيتي مسؤلين وايي چې د تيرې شپې عمليات له دوی سره په همغږۍ نه دي ترسره شوي او نه هم دوی
ته په دې اړه خبر ورکړل شوی دی.

طالبانو هم ويلي دي چې په باګرام ولسوالۍ کې تيره شپه د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچول شوي او خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې هره شپه د ولسي وګړو په کورونو چاپې او هوايي بريدونه ترسره کيږي چې له امله یې د ولسي وګړو په تلفاتو کې تر بل هر وخت زياتوالی راغلی دی.

وړمه شپه د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ په فاتح خيرکي سيمه کې د ولسي وګړو په کورونو د چاپو له امله د يو محصل او دوو ښوونکو په ګډون ۱۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د