افغانستانخبرونه

مشورتي لویه جرګه؛ دوو نورو ګوندونو هم پریکون اعلان کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د ګډ حکومت له لوري رابلل کېدونکي مشورتي لویې جرګې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او د چارواکو په وینا هر ډول تیاری ورته نیول شوی؛ ګڼ شمېر سیاسي ګوندونو له یادې جرګې سره پرېکون اعلان کړی.

د ولسمشریزو ټاکنوپه ګڼو نوماندانو سربېره نن ورځ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ «حزب اسلامي» او د سولي د عالي شورا د مشر «کریم خلیلي» په مشرۍ «حزب وحدت» ګوند هم  له مشورتي لويې جرګې سره پریکون اعلان کړ.

د کابل نیوز د راپور په اساس؛  د حزب اسلامي ګوند اجرائیه شورا ورته څرګنده کړې چې؛ که څه هم په بیا، بیا له دوی سره په دې تړاو مشورې شوې خو دوی د یادې جرګې تر هر اړخیزو ارزولو وروسته د هیواد په اوسني وضعیت کې مشورتي لویه جرګه بې ګټي بولي او ګډون پکې نه کوي.

په دې سربېره د «وحدت ګوند» یوې سرچېنې کابل نیوز تلویزون ته ویلي چې؛ ددې ګوند مشر بهر ته په سفر تللی او ګوند یې مشورتي لویه جرګه تحریموي.

یاده دې وي چې؛ ګڼ شمېر ګوندونه، سیاسي څېرې او د قومونو مشران داسې مهال مشورتي لویه جرګه تحریموي چې؛ حکومت یادې جرګې ته سترې هیلې درلودې او د یادې جرګې په مټ یې غوښتل څو له منزوي حالت څخه د ځان ایستلو  په موخه افغان سیاسیون په ځان راټول کړي خو؛ د مطلق اکثریت افغان سیاسیونو له پریکون وروسته ښکاري چې حکومت په خپل هدف کې پاتې راغلی او د مشورتي لويې جرګې رنګ پيکه شوی؛ ټولو هغو سیاسي څېرو او مشرانو چې په مشورتي لویه جرګه کې یې ګډون رد کړی په یوه خوله څرګنده کړې چې؛ یاده جرګه د حکومت مشر «اشرف غني» د کمپايني هڅو یوه برخه ده او سره له دې چې د سولې په برخه کې مثبت رول نشي ادا کولای د هیواد په اوسني وضعیت کې یې راغوښتل د سولې په روانو خبرو منفي اغېز شیندي.

په ورته وخت کې؛ د ګډ حکومت مشر نن د پخواني جهادي مشر «استاد سیاف» کور ته ورغلی وو او له نوموړي یې غوښتي وو څو د مشورتي لویې جرګې مشری ومني خو؛ لا هم د مشورتي لویې جرګې مشري ناڅرګنده پاتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x