افغانستانخبرونه

زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل):د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» کابل ته رارسېدلی او د ګډ حکومت د مشر په ګډون یې له ګڼو افغان چارواکو سره لیدلي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې؛ له ولسمشر سره  په دې کتنه کې زلمي خلیلزاد د سولې پروسې او  په دې برخه کې د خپلو راتلونکو سفرونو او اهدافو په اړه معلومات شریک کړي.

د اعلاميې په بنسټ؛ دواړو لورو د بین الافغاني ناستو په احیاء ټینګار کړی او دا ډول ناستې یې په راتلونکې کې د ګډ حکومت او طالبانو تر منځ رسمي مذاکراتو ته د زمینې برابرولو لپاره اړینې بللې.

یاده دې وي چې؛ زلمی خلیلزاد داسې وخت کابل ته سفر کوي چې؛ تمه ده په نږدې راتلونکې کې له طالبانو سره د نوي پړاو مذاکراتو د پیلولو لپاره «دوحې» ته ولاړ شي.

د طالب سرچینو په وینا؛ په راتلونکي پړاو مذاکراتو کې به د تېر دور خبرو جزئیات څېړل کېږي او د غونډې عمومي اجنډا به له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو ایستل وي.

په ورته وخت کې؛ د ګډ حکومت مشر او زلمی خلیلزاد داسې مهال د بین الافغاني ډیالوګ په احیا ټینګار کوي چې؛ د ګډ حکومت له لوري د اوږده لست په سر اختلافاتو د قطر بین الافغاني ناسته وځنډوله چې له امله یې؛ د ګڼو نورو امریکايي چارواکو په شمول خلیلزاد هم خواشینې څرګنده کړه او ادعا یې وکړه چې؛ که اړتیا شي نوموړی به خپله مرسته ونه سپموي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x