ورزش

د ۲۰۱۹ کرېکټ نړیوال جام لوبډلمشرانو په اړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ غوايي، ۱۳۹۸ل): د راتلونکې کرېکټ نړیوال جام لپاره چې د مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه پېل کیږي او لس لوبډلې په کې ګډون کوي هرې یوې یې د پنځلس کسیزې لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

دغه لوبډلې به له هرې نورو سره په نړیوال جام کې سیالۍ ترسره کوي چې په وروستي کې به څلور لوبډلې نیمه پایلوبو ته لار مومي، چې پایلوبه به د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره کیږي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د یادو لوبډلو مشرانو په اړه یو راپور خپور کړی چې «هره لوبډله به د هغې د تجربه کار لوبډلمشر پورې ډیر تړاو لري» یې مهم سرلیک ګرځولی.

د لسو لوبډلو په یادو لسو لوبډلمشرانو کې یې یوازې درې چې (ایون مورګن د انګلستان، جیسن هولډر د ویسټ انډیز او مشرفي مرتضا د بنګلدیش) دي چې په تېر نړیوال جام کې یې هم مشري کړې خو پاتې اوه نور به په لومړي وار په دغه پړاو کې مشري کوي.

په دې راپور کې د یادو لسو لوبډلمشرانو یادونه کیږي چې تېره کارکردګي يې څرنګه ده او څنګه کولای شي په خپله لوبډله مثبت اغیز ولري؟

افغانستان – ګلبدین نائب

Afghanistan's brand new captain – Gulbadin Naib

افغانستان د نړیوال جام لپاره د روانې میاشتې په سر کې نوی لوبډلمشر وټاکه، ګلبدین نائب نه دا چې په لومړي وار نړیوال جام کې لوبیږي بلکې په لومړي وار به د افغان لوبډلې مشري هم کوي، د افغان کرېکټ په پریکړه اصغر افغان چې یو بریالی لوبډلمشر و ګوښه او پرځای یې نائب وټاکل شو، په نړیوال جام کې په لومړي وار مشري کول به د ګلبدین نائب لپاره تر ټولو ستر چلینج وي، نائب تر دې دمه په ۵۲ یو ورځنیو لوبو کې ۸۰۷ منډې جوړې کړي او ۴۰ ویکټې یې اخیستې دي.

استرالیا – آرون فینچ

Under Aaron Finch, Australia have won last eight ODIs – three against India and five against Pakistan

استرالیا لوبډله د مایکل کلارک په مشرۍ د تېر نړیوال جام اتله لوبډله ده، اوسمهال یې لوبډلمشر آرون فینچ دی، فینچ که څه هم له اوږدې مودې راهیسي ښه کارکردګي ونشوه ښودلای خو د پاکستان پر وړاندې په پنځه یو ورځنیو لوبو کې یې ۲ سلیزې او دوه نیمه سلیزې ووهلې. استرالیا لوبډلې په خپلو تېرو ۱۸ سیالیو کې په ۵۶ اوسط سره ۱۰ سیالۍ ګټلي دي.

بنګلدیش – مشرفي مرتضا

In 2015, under Mashrafe Mortaza Bangladesh qualified to the World Cup quarter-finals stage for the first time

د مشرفي مرتضا لپاره دا دویم نړیوال جام دی چې لوبډلمشري ورپه غاړه ده، نوموړی تر دې دمه د خپلې لوبډلې کامیابه لوبډلمشر دی چې په تېر نړیوال جام کې انګلستان ته په ماتې ورکولو سره یې په لومړي وار کواټر فاینل ته لار موندلې وه، مشرفي مرتضا د بنګلدیش لوبډلې بریالی لوبډلمشر دی چې په ۷۳ سیالیو کې یې لوبډلې ته ۴۰ بریاوې ورکړي دي.

انګلستان – ایون مورګن

Eoin Morgan has led England in 76 ODIs, and has won 50 of them since their 2015 World Cup exit

د انګلستان لوبډلې لپاره ایون مورګن په یو ورځنیو سیالیو غوره مشر ثابت شوی، خو په تېر نړیوال جام کې یې کارکردګي د پام وړ نه وه، خو اوسمهال د نوموړي تر لوبډلمشرۍ لاندې انګلستان لوبډله په نړیوال جدول کې لومړی مقام لري، دوی دغه نړیوال جام ته یو له غوره لوبډلو څخه داخلیږي، ایون مورګن خپلې لوبډلې ته په تېرو ۷۶ سیالیو کې ۵۰ بریاوې ورکړي دي.

هندوستان – ویرات کوهلي

Team India's backbone – Virat Kohli

هند لوبډله د ویرت کوهلي تر لوبډلمشرۍ لاندې یو له غورو څخه ده چې نړیوال جام ته داخلیږي، د نوموړي په مشرۍ هند لوبډله د بریاو ۷۳.۸۸ اوسط لري چې په ۶۸ سیالیو کې یې ۴۹ ګټلې دي، ویرات کوهلي په ۲۰۱۷م کال کې هغه مهال د لوبډلې مشري کوله چې لوبډله یې د چمپینز ټرافي پایلوبې ته رسولې وه په کومه کې چې یې له پاکستان څخه ماتې خوړلې وه.

نیوزیلنډ – کین ویلیمسن

Kane Williamson is one the seven captains to lead his team for the first time at the World Cup

کین ویلمیسن د نیوزیلنډ لوبډلې هغه مهال غړی و چې لوبډلې یې د نړیوال جام پایلوبې ته لار موندلې وه خو د استرالیا په لاس یې ماتې وخوړه، هغه مهال برینډن میکولم د نیوزیلنډ لوبډلې مشري کوله خو ویلیمسن په خپله مشرۍ او توپوهنه هېوادوال پښيمانه نکړل، د نوموړي د لوبډلمشرۍ د بریا اوسط ۵۳.۹۶ دی.

پاکستان – سرفراز احمد

Sarfaraz Ahmed led Pakistan to their maiden Champions Trophy title in 2017

سرفراز احمد د خپلې لوبډلمشرۍ پرمهال پاکستان لوبډلې ته په ۲۰۱۷م کې د چمپینز ټرافي جام وګاټه، هغه د پاکستان لوبډلې یو کامیابه لوبډلمشر دی، د استرالیا پر وړاندې په پنځه یو ورځنۍ سیالۍ کې کله چې پاکستان په پنځه صفر ماتې وخوړه شعیب ملک د لوبډلې مشر و او سرفراز احمد نه و اخیستل شوی. د سرفراز احمد په مشرۍ کې پاکستان ۳۵ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي چې په ۶۱.۷۶ اوسط سره یې ۲۱ بریاوې خپلې کړي.

سویلي افریقا – فاف ډوپلیسي

Out of the 30 ODIs in which Faf du Plessis has captained, he has lost only five

د نړۍ یو له کامیابو لوبډلمشرانو څخه دی، چې په ۲۰۱۸م کال کې یې یوازې یو سیریز کې ماتې خوړې او پنځه یې ګټلې دي، د نوموړي د بریا اوسط ۸۳.۳۳ دی چې له ۳۰ څخه یې پنځو کې ماتې خوړلې ده، فاف ډوپلیسي یو غوره توپوهونکی هم دی چې په میډل آرډر کې لوبیږي او د ۴۶.۵۴ غوره اوسط لري.

سریلنکا – دیموت کرونارتنې

Dimuth Karunaratne last played an ODI in March 2015 in the previous World Cup

سریلنکا به هم په نړیوال جام کې د ځینو مهم او تجربه کارو لوبغاړو څخه پرته لوبیږي، او لوبډلمشر یې هم داسې نوی ټاکلی چې له ۲۰۱۵م نړیوال جام څخه وروسته یې یوه نړیواله سیالۍ هم نه ده ترسره کړې. دیموت کرونارتنې څه موده وړاندې سویلي افریقا ته ټیسټ سیریز کې په ۲-۰ ماتې ورکړه، کرونارتنې یو غوره او تخنیکي توپوهونکی دی خو په تېرو ۱۷ سیالیو کې په ۱۶ اوسط ۱۹۰ منډې جوړې کړي دي.

ویسټ انډیز – جیسن هولډر

Jason Holder wants to repeat history at Lord's in July

ویسټ انډیز دوه وار په ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹م کالونو کې پرلپسې دوه نړیوال جامونه ګټلې دي، ۲۷ کلن جیسن هولډر به د روان نړیوال جام تر ټولو ځوان لوبډلمشر و چې ښه تجربه لري، ویسټ انډیز لوبډلې له ۲۰۱۴م څخه راپدیخوا کوم سیریز نه دی ګټلی خو په تېره نږدې کې یې د انګلستان سره د یو ورځنیو سیریز ۲-۲ مساوي کړ.

د یادونې ده چې افغانستان لوبډلې پرلپسې په دویم وار نړیوال جام ته لار موندلې ده او د نړیوال جام سفر به د ګلبدین نائب په مشرۍ د استرالیا پر وړاندې له سیالۍ څخه پېل کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x