لویه جرګه؛ خنډونه او نیوکې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): د لویې جرګې جوړېدو لپاره د ټاکل شوي کمیسیون مرستیال ضیاءالحق امرخېل وايي، که څه هم دا جرګه د ګڼو سیاسیونو او سیاسي ګوندونو له لوري رد کړل شوې ده، خو په وینا يې بیا يې هم پر «مشروعیت» اغېز نه پرې باسي.

هغه له ازادي راډيو سره خبرو کې ویلي، چې د جرګې لپاره تیاری نیول شوی او نږدې درې زره تنه به پکې برخه واخلي.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد عمر داودزی هم ورته څرګندونې لري او په وینا يې سبا «دوشنبه» به د جرګې لومړۍ ورځ پیل شي.

هغه دعوه کوي چې دې جرګه کې د «خلکو نظرونه» شته او په وینا يې ښې پایلې به ولري.

د دې جرګې تحریم

د ولسمشریزو ټاکنوپه ګڼو نوماندانو سربېره پرون د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ «حزب اسلامي» او د سولي د عالي شورا د مشر «کریم خلیلي» په مشرۍ «حزب وحدت» ګوند هم له مشورتي لويې جرګې سره پریکون اعلان کړ.

تر دې وړاندې لسګونو سیاسي څېرو او ګڼو سیاسي ګوندونو هم د بېلابېلو دلایلو پر اساس دا جرګه تحریم کړې ده.

د ډاکټر عبدالله عبدالله چې د حکومت نیم شریک دی، په ګډون، انورالحق احدی، حامد كرزی، رنگين دادفر سپنتا، محمدحنيف اتمر، ضرار احمد مقبل عثماني، عبدالكريم خرم، اديب فهيم، عنايت‌الله بابر فرهمند، اسدالله سعادتي، شيدا محمد ابدالي، جنرال بصير سالنگي، جنرال مرادعلي مراد، مسعوده جلال، جاويد لودين، ويس برمك، عبدالحفيظ منصور، داكتر محی‌الدين مهدي، مسعود خليلي، رحمت‌الله نبيل، لطيف پدرام، سيداحمدگيلانی، استاد عطامحمدنور، سيدمنصور نادری، احمدضيا مسعود، يونس قانوني، گلبدين حكمتيار، داكتر فرامرز تمنا، جنرال دين‌محمد جرات، جنرال عبدالرشيد دوستم، محمدكريم خليلي، حاجي محمدمحقق، صلاح الدين ربانی، امير اسماعيل خان، لالی حميدزی، همايون همايون، ظاهر قدير، سيداسحاق گيلانی، بسم‌الله محمدي، نورالحق علومی، احمدولی مسعود، امان‌الله گذر، نجيب الله مجددی، فوزيه كوفی، محمدعلم ايزديار، مصطفی ظاهر، ملا عبدالسلام ضعيف، ملا عبدالوكيل متوكل، جنرال عتيق الله بريالی، عبدالستار سعادت او محمد انور جګدلك دا لویه جرګه بې ګټې، بې وخته او ګڼو يې د اشرف غني د ټاکنیز کمپاین یوه غونډه بللې وه.

د دې تر څنګ جمعيت اسلامي افغانستان، وحدت – خليلی، وحدت – محقق، جنبش ملی، افغان ملت، حزب‌اسلامي -حکمتیار، محاذ ملي، نجات ملي، د جهاد او مقاومت د ارزښت ساتنې بهیر، ملي پیوند، ملي پیوستون، ملي وفاق، ترقی مردم افغانستان او ملي مشارکت هغه ګوندونه دي چې دا لویه جرګه يې تحریم کړې ده.

دا جرګه ولې جوړېږي؟

حکومت ظاهراً دا دې جرګې نوم «مشورتي لویه جرګه» ايښی دی او ټینګار کوي چې د سولې د پروسې اړوند به بحث وکړي، ملي نظر به را ټول کړي او بیا د دې نظریاتو پر اساس اقدام کوي.

خو شنونکي د حکومت دا استدلال «پلمه» بولي او شک څرګندوي چې جرګه د بېلابېلو دلایلو پر اساس هغسې پایلې نه‌شي راوړلی، لکه حکومت يې چې تبلیغوي.

حامد کرزي ویلي، دا جرګه باید هغه وخت جوړه شوې وای، چې امریکا زلمی خلیلزاد د جګړې د ختمولو لپاره پر ماموریت وګماره او د سولې خبرې پیل شوې.

«پر همدې اساس ځينې شک لري، زه پخپله شک لرم، چې دا جرګه چې د لارې په منځ کې را غوښتل کېږي، ایا د سولې پروسې د بهبود لپاره کېږي که د سولې د ځنډېدو لپاره؟»

اشرف غني چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم نوماند دی، سیال نوماندان يې بیا دا له حکومتي بودجې او لګښته د ټاکنیز کمپاین غونډه بولي.

هغوی په تلویزوني بحثونو کې استدلال کوي چې حکومت یوازې د خپلې خوښې کسان را ټول کړي او جرګه کې کېدونکې مشوره به هم د حکومت پر خوښه وي.

تر جرګې وړاندې طالبانو هم دا جرګه رد کړې وه، چې ثابتېږي تر خپل واک لاندې ساحې نه به يې د ګډون لپاره چاته اجازه نه وې ورکړې، که دا اندېښنه پر ځای وي، نو ځينو دولتي چارواکو د طالبانو تر واک لاندې ساحه تر اویا سلنې پورې یاده کړې ده، چې ګواکې جرګه به د اویا سلنې خاورې استازولي ونه‌شي.

د جرګې د ځنډ امکان

حامد کرزي مسکو کې له سپوتنیک خبري بنسټ سره مرکه کې هم دا جرګه د ولس په ګټه نه ده یاده کړې او له دفتره يې خپره شوې اعلامیه کې هم د دې جرګې د ځنډ وړاندیز کړی دی.

د کرزي له دفتره خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې اشرف غني ته وړاندیز کوي، «د سولې د روانو خبرو اترو پر فضا د منفي اغېز ښندلو د مخنیوي په خاطر دا جرګه وځنډوي.»

هغه پخپله مرکه کې هم ویلي و: «که د سولې، ورورۍ، اتحاد او اتفاق په خاطر وي، خامخا ګډون کوم، که څه هم نننۍ علامي ښيي چې نه ده؛ زموږ د حکومت مهم همکار اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله صاحب هم رد کړې، نورو سیاسیونو هم؛ جرګه باید د اتفاق په فضا کې وي، نه د بې اتفاقۍ.»

په ورته وخت کې؛ د ګډ حکومت مشر پرون د تېر جهاد یو مخکښ «استاد سیاف» کور ته ورغلی و او له نوموړي یې غوښتي، د مشورتي لویې جرګې مشری ومني خو لا هم د مشورتي لویې جرګې مشري ناڅرګنده پاتې ده.

تازه سپوتنیک د ماندګار ورځپاڼې په حواله وايي، چې مؤثقو سرچینو ورته د دې جرګې د ځنډ خبر ورکړی دی.

که څه هم د لویې جرګې د ځنډ علت نه دی معلوم او نه يې هم رسمي سرچینو ښکاره پخلی کړی دی، خو دا جرګه د ګڼو سیاسي ګوندونو او اشخاصو له لوري رد کړل شوې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

جوړ تازه په خیر.
لویه جرګه .او یا وړه جرګه چه سوله راوستلی شی ولس یی هر کلی کوی.خو
دوه کسیزه جرګه.یعنی پاکستان او امریکا اصلی سوله راوستلی شی خو چه سره جوړ شی.
نور د دوحی غونډه مسکو غونډه ،لویه جرګه دا هسی عبث خبری دی.
دولتی داود زی او طالیبی ستانکزی هیڅ یو یی هم د سوله واک نه لری او نه یی درلود.واک د پاکستان او امریکا په لاس کی دی.هسی بی ځایه مه سره ګرځی

انجینر بختور منګل
میلمه
انجینر بختور منګل

ښی چاری.
دولت او طالیب د جنګ ماشینونه دی.دی دجنګ ماشینونو ته تیل اچوونکی امریکا او پاکستان دی.
نو د جنګ ماشینونو بندولوکیلی هم د پاکستان او د امریکا په لاس کی ده.
لویه جرګه او وړی جرګی ،داودزی،ستانکزی،دا د جنګ ماشینونه نشی بندولی.