ورزش

میسي؛ برسلونا ته د «لالیګا» لیګ اتلولي وګټله – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ غوایي، ۱۳۹۸ل): د برسلونا کلب لوبډلې د اسپانوي لیګ «لالیګا» اتلولي د لیونل میسي په مرسته د درې پاتو لوبو سربېره وګټله.

د اسپانوي کلب (۲۰۱۸/۲۰۱۹م) اتلولي د لیونل میسي لوبډلې «برسلونا» په داسې حال کې وګټله چې له دې وروسته به هم په یاد لیګ کې درې نورې لوبې کوي.

د لیوانټې لوبډلې پر وړاندې برسلونا لوبډلې په ۶۲مه دقیقه کې ګول وواهه چې یادې لوبډلې ته په یو-صفر ماتې ورکولو یې په تېرو یوولسو کالونو کې د یاد لیګ اتم جام هم وګاټه، یادې لوبډلې تېر کال هم دغه جام ګټلی و.

میسي د یادې لوبډلې په لومړۍ نیمایي کې نه و اخیستل شوی، خو د دویمې نیمایي له پېل سره سم لوبې ته ښکته شو چې په ۶۲مه دقیقه کې یې ګول وواهه او لوبډلې ته یې بریا ورکړه.

د برسلونا لوبډله په یاد لیګ کې په (۸۳) پواینټونو درلودلو سره په لومړي نمبر ده چې په مقابل کې یې «اتلاتیکو مدرید» لوبډله (۷۴) پواینټونه لري په دویم نمبر ده، خو په راتلونکو سیالیو کې اتلاتیکو مدرید لوبډلې لپاره یاد هدف بشپړول ناشوني وو چې په دې سره برسلونا اتلوله اعلان شوه.

۳۱ کلن لیونل میسي له تېرو ۱۳ (۲۰۰۴م) کالونو راهیسې د برسلونا لوبډلې سره لوبیږي، نوموړي په یاده موده کې د خپلې لوبډلې لپاره لس لالیګا لیګونه وګټل، هغه د برسلونا لومړی لوبغاړی شو چې د یوه لیګ لس جامونه په خپل نوم کوي. میسي د برسلونا لپاره «۵۹۸» ګولونه وهلې دي.

نوموړي په روان کې کال کې خپله لوبډله په اروپا اتلانو لیګ کې نیمه پایلوبې ته هم رسولې ده چې راتلونکې چهارشنبه د شپې په ۱۱:۳۰ بجې یې د لیور پول لوبډلې سره نیمه پایلوبه ترسره کیږي.

د یادونې ده چې لیونل میسي په لالیګا لیګ (۲۰۱۸/۲۰۱۹م) کال کې تر دې دمه تر ټولو زیات (۳۴) ګولونه وهلي دي او په لومړي نمبر دی، له ده وروسته د ریال مدرید لوبډلې لوبغاړی کریم بینزما او د برسلونا لوبډلې لوبغاړی لیویس سواریز په (۲۱) ګولونو سره په دویم او دریم نمبر دي.

https://youtu.be/hk1qyjtADLs

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x