
د غويي اتمه؛ د تېر جهاد د بریا ۲۷ کاله پوره شول
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): پوره ۲۷ کاله وړاندې پر همدې ورځ مجاهدین وتوانېدل چې د روسي ښکېلاکګرو د داخلي ملګرو ټغر ورټول او د بریا اعلان وکړي.
پخواني شوروي اتحاد د ۱۳۵۸ل کال د مرغومي پر شپږمه پر افغانستان نېغ پوځي یرغل وکړ، چې پر وړاندې يې ولس مقاومت ته اړ او له شاوخوا څوارلس کاله مبارزې وروسته يې د هغوی د ملګرو سنګرونه هم ونیول.
مجاهدین د ۱۳۷۱ لمریز کال د غويي پر اتمه د کمونیستي رژيم پر نسکورولو بریالي شول، خو خپلمنځي شخړو يې د جهاد دنیوي ثمره د ولس له لاسونو ومروړله.
د داخلي جګړو یو مطرح اړخ ګلبدین حکمتیار او د هغه ټوپکوال و، ازادي راډیو د هغه له قوله لیکلي چې دوی د ثور اوومې فاجعې عاملینو پر جګړه ور ګډ کړل.
د تېر جهاد د جهادي مشرانو د خپلمنځي شخړو، بدیو او ظلمونو پر وړاندې ملا محمد عمر مجاهد د ملګرو په ملتیا په کندهار کې د مبارزې بیرغ پورته کړ، چې په لنډ وخت کې يې تجزيې ته برابر هېواد متحد او د خپلمنځي جګړه مارو ټغر يې ورټول کړ.
دا ورځ چې وړاندې به په شانداره مراسمو نمانځل کېدله، اوس د ځینو محدودو غونډو په ډول د حکومت تر چتر لاندې نمانځل کېږي.
پرچمیانو مجاهدین واک ته ورسول نو ځکه خو خدای(ج) وشرمول. ټول غله، منافق او د پردیو جاسوسان وختل. که داسې نه وای او خدای نه وای شرمولي، نو طالبان به مینځ ته نه راتلل چې دا اشرار او مفسدین یې بیا د سپیو په کلیو هم تیر کړل. او بل دا چې دا عکس هم جعلي دی. مننه
اصلاً د نړیوالو توطئه ګرانو شوم پلان داسی ؤ چي د ثور د اتمی پېښه ( چي باید د هیلو د تحقق او د شورویانو د بدو کړنو د جبران ورځ وای)د ثور پر اوومه رامنځته سی څو په عمومی افکارو کی دا تریخ واقعیت تزریق سی چي ګواکی دوې د ثور اووه ګانی د دوو فاجعو زیږوونکې وې البته زموږ د وطن او تاریخ او فرهنګ دښمنان بیا هم د نفوذی شیطانی سیاست له لیاری وتوانېده چي د ثور اتمه مسمومه او د وولس د هیلو او آرزوګانو بدن د تسمم سره مخامخ کی.د ثور د اتمی دبدو او… نور لوستل »