نن ټکی اسیا

تېره میاشت کې نږدې ۱۱۵ تنو ځان‌وژنه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېره لمریزه میاشت «وري» کې شاوخوا ۱۱۵ تنو ځانونه وژلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د رواني ډیپارټمنټ مشر بشیر سروري وايي، دا د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله کمه شمېره نه ده.

دا چې ولې ځينې کسان د ځان ژولو اقدام کوي، ښاغلی سروري يې د نورو علتونو تر څنګ، جنسي ځور، رواني ګډوډي او کورنۍ ناندرۍ هم د عواملو په توګه یادوي.

نوموړي ماندګار ورځپاڼې ته ویلي، د دوی د معلوماتو له مخې ځانوژونکي هغه کسان نه دي چې اقتصادي کمزوري دې يې هم د علت په توګه یاده شي.

د هغه په خبره هغه کسان چې تېره میاشت کې يې ځانونه وژلي ډېری يې د شتمنو کورنیو کسان و، خو زیاتوي چې ځانوژنې کې رواني ناروغۍ ډېر رول لري.

د پورته عواملو تر څنګ له خواله رسنیو ناسمه ګټه، جبري ودونه او د خپل کلتور په اړه ناسم ذهنیت هم هغه څه بلل کېږي، چې ځینې ځوانان او پېغلې يې د ځان وژنې تر بریده رسولي دي.