ورزش

نړیوالې شورا په کرېکټ نړیوال جام کې مسلمان لوبغاړو لپاره ځانګړی امنیتي پلان چمتو کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ غوایي، ۱۳۹۸ل): د یو ورځني کرېکټ نړیوال جام سیالیو پرمهال د انګلستان کرېکټ بورډ او د کرېکټ نړیوالې شورا په ګډه د مسلمان لوبغاړو امنیت ساتنې لپاره ځانګړی پلان چمتو کړی دی.

د راپورونو له مخې د مسلمان لوبغاړو لپاره به د جمعې په ورځ چې لوبغاړي د لمانځه ادا کولو لپاره مسجد ته ځي، په مسجدونو کې د خوندیتوب لپاره فوق العاده امنیتي تدابیر ونیول شي.

د جزیاتو له مخې تېره میاشت د نیوزیلنډ کرایست چرچ ښار کې د سترې حملې څخه وروسته د افغانستان هېواد سربېره د ټولو مسلمان هېوادونو لپاره د انګلستان کرېکټ بورډ، د کرېکټ نړیوالې شورا او انګلستان حکومت په ګډه ځانګړی امنیتي پلان چمتو کړی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا او د انګلستان کرېکټ بورډ څخه بېلا بېلو کرېکټ بورډونو غوښتنه کړې وه چې مسلمان لوبغاړي د جمعې لمونځ پرته له جامع مسجد څخه نه ادا کوي، د کوم لپاره چې باید ځانګړې امنیتي اسانتیاوې برابرې شي.

له یادې غوښتنې وروسته اوس د انګلستان کرېکټ بورډ ادعا کړې چې دوی د مسلمان لوبغاړو د امنیت لپاره له حکومت او امنیتي ادارو سره په اړیکه کې دي او ددوی لپاره یې فوق العاده ترتیبات نیولې دي.

امنیتي ادارو د حکومت د لارښوونې سره سم دغه پلان چمتو کړی، او مسلمان لوبغاړو ته لارښوونه شوې چې جمعې لمانځه ته د تللو څخه وړاندې هرو مرو چارواکي ته خبر ورکړي.

د یادونې ده چې تېره میاشت د نیوزیلنډ په کرایست چرچ ښار کې په یوه جامع مسجد کې د جمعې لمانځه پرمهال په یوه ترهګري پېښه کې تر پنځوسو زیات لمونځ کونکي شهید او یو شمېر نور ټپیان شول.

د کرېکټ نړیوال جام چې په انګلستان او ویلز هېوادونو کې ترسره کیږي د مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه د لس لوبډلو په ګډون پېل کیږي او د جون میاشتې تر ۱۴مې نېټې به دوام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x