افغانستان

طالبان: لویه جرګه د سولې د سبوتاژ هڅه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): طالبانو یو ځل بیا پر سیاسي بهیرنو او ټول ولس غږ کړی چې د لويې جرګې په نوم جوړېدونکې ناسته کې دې ګډون نه کوي او په وینا يې دا د کابل ادارې له لوري د سولې د سبوتاژ هڅه ده.

طالبانو په همدې مناسبت خپره کړې اطلاعیه کې لیکلي، څوک چې په دې جرګه کې ګډون کوي هغه د سولې رښتیني دښمنان دي.

«اسلامي امارت په واقعي جرګو او له هیواد والو سره په تفاهم باور لري؛ خو دا حقیقت هم روښانه کوي چې یاده جرګه د پردیو په غوښتنه د هغو تمثیلي هڅه بولي او د هیوادوالو لخوا مقاطعه ورسره کول هیوادنی او اسلامي مسئولیت ګڼي او څوک چي ګډون پکي کوي هغه د واقعي سولي دښمنان بولي.»

طالبانو دا جرګه د سولې د سبوتاژ او له روانو خونړیو ملکي تلفاتو د خلکو د پام اړولو لپاره د کابل یو ګام بللی دی.

په وینا يې کابل اداره غواړي، د سولې مخه ډب کړي او «د څو ناخبره کسانو له احساساتو څخه سوء استفاده وکړي، د سرو او شنو کرښو په مطرح کولو سره د سولې واقعي جریانونه سبوتاژ کړي، له بي واکه ادارې سره د مذاکراتو او اوربند غږ اوچت کړي، د کابل ادارې اوبادارانو له لوري په ملکي هیواد والو له روان ظلم او وحشت څخه عامه اذهان بل لور ته واړوي او د ملت سترګو ته د خاورو شیندلو هڅه وکړي.»

د اطلاعیې له مخې طالبان هغه څوک دي چې د ولس او ارزښتونو په دفاع کې بوخت صف رهبري کوي نو «له خپل میړني ولس، بیلابیلو افغاني اړخونو او سیاسي جریانونو څخه غواړي چې د دښمن لخوا د جرګې په نوم دسیسه کې ګډون ونه کړي او د کابل کاواکه اداره نوره هم دانزوا خواته ورټیل وهي.»

طالبانو دا هم یاده کړې چې دې جرګه کې به هغه پرېکړه په پټو سترګو تاییدېږي، چې وار له مخې لیکل شوې او فیصله شوې ده او دا پرېکړه سر له اوسه د ولس له لوري مردوده ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې جرګې د جوړېدو کمیسیون ټینګار کوي چې سبا به د جرګې لومړۍ ورځ وي، خو پخواني ولسمشر حامد کرزي هم حکومت ته د جرګې د ځنډ وړاندیز کړی دی.

حامد کرزي ویلي، د دې لپاره چې دا جرګه د سولې پر روانو خبرو اترو منفي اغېز ونه کړي، ښه ده چې وځنډول شي.

دا جرګه نږدې ۵۰ تنو سیاسي څېرو او نږدې لسو سیاسي ګوندونو هم د حکومت یوه ناکامه هڅه بللې، چې د سولې له پروسې سره هیڅ ډول مرسته نه‌شي کولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Selab akhesti zag ta las achawi

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x