افغانستان

لاریونوالو درېیمه ورځ هم د کابل ـ مزار لار تړلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): بغلان کې د یو ناکام نوماند پلویانو د درېیمې ورځې لپاره هم د کابل ـ مزار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

دغه لاریونوال چې د محبوب الله غفاري په نوم د یو نوماند په ملاتړ کې را وتلي، ټينګار کوي چې که يې غږ وانه ورېدل شي، نو خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

تېره ورځ هم د پولیسو او لاریونوالو تر منځ تاوتریخوالي کې پنځو تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

د بغلان د والي ویاند وویل، لاریونو کوونکو نه یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړې، چې له کابل نه یو پلاوی د خبرو اترو لپاره راغلی دی، څو له لاریونوالو سره ستونزه حل او لار پرانېزي.

محبوب الله غفاري چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له بغلان څخه نوماند و، په لومړنیو پایلو کې بریالی اعلان شو، خو شاوخوا میاشت وړاندې د فساد په تور ونیول شو او پلویانو يې وروسته له هغه لاریون وکړ، چې د دې ولایت د بریاليو نوماندانو په وروستي لیست کې يې د هغه نوم ونه لید.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x