افغانستان

لوګر؛ ګډو ځواکونو څلور تنه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): د لوګر په ازره ولسوالۍ کې بهرنیو او دولتي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې څلور تنه ولسي وګړي وژلي دي.

ځايي سرچینې وايي امریکایانو د داخلي عسکرو په ملتیا د ازرې ولسوالۍ په امرود سیمه کې چاپه وهلې، ګڼ کورونه يې په بمونو الوزولي او څلور تنه يې وژلي دي.

د لوګر ځايي چارواکو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو طالبانو دا پېښه جنایت بللې او خواشیني يې پرې ښکاره کړې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، امریکایانو او د هغوی ملګرو په شپنو عملیاتو کې «د کورونو دروازې منفجر کړې، مالونه یې چورکړي او ۴ تنه کلیوال یې په ډیر قساوت سره شهیدان کړي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د امریکايي ځواکونو ویاند ډیویډ بټلر هم وویل، چې له دولتي عسکرو سره اوږه پر اوږه جګړه پر مخ وړي او په وینا يې د دې تر څنګ د سولې تمه هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x