ټویټر کې هم د ټویټ «رپورټ کولو» ځانګړتیا وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ غوایي، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې ټویټر اعلان کړی چې ډیر ژر به د فیسبوک په څېر په ټویټر کې هم د ټویټ رپورټ کولو (شکایت ورکولو) ځانګړتیا د کاروونکو پرمخ وړاندې شي.

د راپورونو له مخې ټویټر په خپل کړي اعلان کې ویلي دي چې په ټاکنو کې بېځایه مداخلت، او ووټ ورکونکو ته غلط معلومات رسولو په مخنیوي کې د ټویټ رپورټ کولو یا شکایت رسولو لړۍ لومړی په اروپا او هند کې پېلوي.

د ټویټر خوندیتوب ادارې ویلي دي چې پر ټويټر داسې کارونه ترسره کیږي چې ددوی د اصلي پالیسۍ خلاف دي، په دې نوې ځانګړتیا سره به د ګمراه کونکي پيغامونو او ټویټونو مخه ونیولای شي او هم به په ټاکنو کې د ګډوډۍ رامنځته کولو مخنیوی وشي.

د «Twitter Safety» له مخې په دغه ځانګړتیا سره ددوی اصلي موخه داده تر څو په ټاکنو کې څوک د ټویټر غلط استعمال او یا د کاروونکو د ګمراه کولو کوښښ ونه کړي.

ددې لپاره به د کاروونکي سره داسې اختیار یا آپشن موجود وي چې په مرسته به یې کولای شي د شوي ټويټ په اړه ټویټر کمپنۍ ته راپور ورکړي، دغه آپشن له ډیرې مودې په فیسبوک کې هم شتون لري چې په مرسته یې هغه پاڼې چې د فیسبوک پالیسۍ خلاف وي بندې شوې دي.

یاده دې وي چې په امریکا کې د تېرو ټاکنو پرمهال فیسبوک پر درغلۍ او د ټاکنو په اړه په جعلي اکاونټونو د معلوماتو خپرولو په تور جریمه شوی و چې له هغې وروسته فیسبوک اړ شي سلګونه اکاونټونه بند کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د