افغانستان

ټاکنې؛ د کابل ولایت لومړنۍ پایلې لغوه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې له ټاکنو شاوخوا اته میاشتې تېرېږي، چې لا هم د پکتیا او کابل ولایتونو لومړنۍ پایلې نه دې اعلان شوې.

تازه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د کابل ولایت لومړنۍ پایلې يې هم لغوه اعلان کړې دي.

د دې کمیسیون غړو وړمه ورځ جلسه کې پرېکړه کړې چې د کابل ولایت رايې باید له سره وشمېرل شي او لومړنۍ پایلې يې لغوه اعلان کړې.

دوی يې علتونه د شفافیت نشتون یاد کړی دی او ټینګار يې کړی چې غواړي دقیقې او شفافې يې له سره وشمېري.

Election-Kabul-ls
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د جلسې پرېکړه

ټاکنو کمیسیون د تېر کال په جدي میاشت کې د کابل ولایت لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې پکې حاجي اجمل رحماني، الحاج عبدالقیوم خیرخواه، فدا محمد الفت صالح، احمد جاوید جیحون، داکتر رمضان بشردوست، خان آغا رضایي، الحاج امیرگل شاهین، غلام حسین ناصري، الحاج ملا محمد جان احمدي، الحاج الله گل مجاهد، الحاج سید محمد محمدي، میر امان الله گذر، حاجی خان محمد وردګ، الحاج قاضی میر افغان ساپی، اجمل گلاب، احمد ضیا عظیمي شینوزاده، توفیق وحدت، عبیدالله کلیمزی وردګ، حاجي حفیظ الله جلیلي، حاجي محمد فرهاد صدیقي، انورخان اوریاخیل، حاجي زړګی حبیبي، حبیب الرحمان سیاف، نجیب الله ناصر، وکیل فاطمه نظري، مرسل نبی‌زاده، شینکۍ کړوخېل، روبینا جلالی، فوریه ناصریار گلدره‌یي، مریم سما، سلیمه نیکبینو زهره نوروزي او جنرال نظیفه ذکي بریالي اعلان شوي وو.

تېره ورځ محمد اشرف غني له کابل او پکتیا ولایتونو له استازیو پرته پارلمان پرانیست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x