داودزی: «مشورتي» لویه جرګه کې به د سولې اړوند «تصمیم» نیول کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس عمر داودزی وايي، په «مشورتي لویه جرګه» کې به د سولې د څرنګوالي او د ده په خبره د سرو کرښو اړوند «تصمیم» ونیول شي.

داودزي له بي بي سي سره خبرو کې منلې، چې دا جرګه «مشورتي» ده، خو د دې تر څنګ زیاتوي چې دلته به «تصمیم» ونیول شي، ځکه ټول سوله غواړي «خو په کوم قېمت، په کوم مصلحت، چېرته، څه ډول، سوله خو په دې هم راځي، چې ټول اسلامي امارت تسلیم شي.»

عمر داودزي دا هم ويلي چې د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو دا اندېښنې هم شته چې دا غونډه به کمپایني رنګ ولري، خو د ده په خبره، ډاډمن دی چې کمپایني رنګ به نه لري.

دا جرګه چې ټاکل شوې سبا يې لومړۍ ورځ وي، ټول‌ټال پرې پنځه میلیونه ډالر لګښت کېږي، خو د دې تر څنګ لسګونو سیاسي څېرو او ګڼو سیاسي ګوندونو رد کړې ده.

محمد اشرف غني پرون هم د عبد رب الرسول سیاف کور ته ورغلی او د ځينو سرچینو په وینا ترې غوښتي يې دي چې د دې جرګې مشري وکړي، خو هغه تر اوسه ورته د هو ځواب نه دی ورکړی.

طالبانو د ولس تر څنګ پر سیاسي جریانونو هم غږ کړی چې په دې جرګه کې د نه ګډون له امله «کابل اداره» نوره هم ګوښې ته وشړي، ځکه چې په دې ډول غونډو غواړي ملي دود بې ارزښته او د سولې پروسه سبوتاژ کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

دابی مغزو متفکران لاتراوسه په دی امید شپی سباکوی چی ګوندی طالبان تسلیم سی. د طالبانو تسلیمیدل جنون هست وخیال هست و محال.

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

گوری، د پرنگیانو د لوبی معیار د ډانگ او د پړانگ پر اساس جوړه شوی لوبه ده. هغه افغانان چه ازادی او خپلواکی غواړی نو هغوی یا ډانگ او یا به پړانگ خوښوی او بل انتخاب نه لری. ولی هغه کسان چه بیا د پرنگیانو لوبی ته تسلیم شوی دی د هغوی مثال د ډمی ده چی د دریگونی choice یا انتخاب خاوندان شی. وایی، چی ناسته یم له تا سره زړه می په کندو کی ده او زار شمه له باندی څخه. یعنی د افغانیت ادعاء هم کڔی او د امریکی نوکری هم کړی او د ډالرو پرستش هم… نور لوستل »