د سولې مشورتي جرګه به د حکومت که د سولې په ګټه تمامه شي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان اوږدمهالي بحران د سوله ‌يیز حل لپاره د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې مهم پړاو ته داخلې شوي، په عين حال کې د ګډ حکومت چارواکو په داسې حال کې نن دوشنبه د سولې مشورتي جرګې د پرانيستو اعلان کړی، چې د ولسمشريزو ټاکنو دولس ټاکنيزو ټيمونو،  پخواني ولسمشر حامد کرزي او طالبانو له دغې ناستې سره پرېکون اعلان کړی او دا يې بې ګټې بللې ده.

ډاکټر عبدالله، چې د ګډ حکومت د پنځوس سلنه برخې واکمن دی، له دې جرګې سره مخالفت ښوولی،  همدارنګه د ولسمشريزو ټاکنو دولس ټاکنيزو ټيمونو هم دغه جرګه د ولسمشر اشرف غني د ټاکنيز کمپيان او واک غځولو هڅه بللې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له دغې جرګې سره پرېکون اعلان کړی او دا يې بې ګټې بللې ده.

طالبان، چې د خپرو شوو احصائيو له مخې د هېواد په پنځوس سلنه خاوره واکمن دي، دغه جرګه نمايشي بللې او خپل مخالفت يې ورسره اعلان کړی دی.

د چارو څارونکي وایي، چې يو طرفته د طالبانو او امریکا د خبرو روانه پروسه کې او بل لور ته د مسکو بين الافغاني ناستې له امله ګډ حکومت څنډې ته شوی، په داسې حال کې د سيمه‌ ييزو هېوادونو پر وړاندې يې خپل باور لا پخوا بایللی و او ټول اتکا  يې پر امریکا وه، چې اوس يې له امريکا سره هم اړيکې  سړې دي.

د کارپوهانو په وينا په دغسې يوه حالت کې، چې حکومت په کور دننه ا و بهر له سياسي انزوا سره مخ دی، د جرګې رابلل د پخواني کميونسټ ولسمشر نجيب الله د لويې جرګې په څېر بې حیثيته او د سياسي لاسته راوړنو ناکامه هڅه ده.

افغان تاريخ پوه او فيلسوف قدرت الله حداد د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د راغوښتل شوې جرګې پر مهال ليکلي وو، چې امریکايي استعمار د افغانستان ملي عنعنات سپک کړي او موخه يې د چارواکو له لوري د خپلو موخو لپاره د جرګې رابلل ياد کړي وو.

په تېرو وختونو کې به لويه جرګه د هېواد له ستونزو د وتلو په موخه رابلل کېده، خو د کميونسټ ولسمشر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال رابلل شوې  جرګې د  نجيب الله د واک غځولو پرېکړه وکړه ا و اوس هم له دې جرګې ورته تمه کېدای شي.

له لويې جرګې څه تمه کېدای شي؟

د پښتني دودونو له  مخې جرګه د مشورې نه وي، بلکې د باصلاحيته مشرانو له لوري د پرېکړې په موخه رابلل کيږي، خو د مشورتي جرګې په نوم رابلل شوې جرګه به يوازې د حکومت په ملاتړ د سولې په اړه خپل دريځ روښانه کړي او د تېر په څېر به يو ځل بيا ووايي، چې سوله بايد د افغان حکومت په مشرتابه وشي.

حکومتي چارواک دا خبرې له پخوا کوي، خو نه امریکا اهميت ورکوي او نه هم طالبانو تر اوسه د حکومت دې خبرې اهميت ورکړی دی.

بله تمه دا کيدای شي،  چې د سولې مشورتي جرګه به د ولسمشر غني د واک غځولو په موخه د سترې محکمې د پرېکړې تاييد وکړي.

د افغانستان د چارو امريکايي کارپوه بارنيټ روبين ويلي، لويه جرګه تر ډېره د چارواکو له لوري د خپلو ګټو لپاره کارول شوې او د افغانستان روان وضعيت په اړه راغوښتل کېدونکې جرګه به د خلکو باور ترلاسه نه شي کړای.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

د دی جرګی څخه په هیڅ ډول امید باید و نلرو. ځکه چی یو نمایشی جرګه ده، او نتیجه یی هم مالومه ده.
۱- د غ د حکومت غځول تر انتخاباتو پوری، او یا دراتلونکو۵ کلو پوری.
۲- دسولی خبری دحکومت په مشری.
۳- د طالبانو تسلیمیدل.
۴- اویا طالبانوته په حکومت کی ونډه ورکول.
۵- او څه نوری فیصلی چی اصلاٙٙ عملی اړخ نلری.