شعـــــرونه

غزل: منيب احساس

منيب احساس

یو څو زلمي له کوره پټ وتل ستورو کتل
لـه خپل کلـي په چپه لاره تلل ستور کتل

سپوږمی پري تاویده ورته حیرانه ښکاریدله
له شا یي تر اخیره دوی څارل ستورو کتل

تروږمی پري هم څادر و غوړاولی دوی روان وو
د هر قسم دوښمن یي پټول ستورو کتل

دا څوک دي او د کوم قسم مخلوق دی چي
ملائکو تري وزري تاؤول ستورو کتل

دا ښائ خدای په خاصو بندګانو کي شمار کړې
د هر جنګي ډګر فاتح راتلل ستورو کتل

یوه مور وه چي د توري شپي منځه باندي ولاړه
دوی يي خدای ته باربار یادول ستورو کتل

دا چي ټوله شپه شبګیره تیروې منیب احساس
یادونه بس د چا پري واریدل ستورو کتل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x