مشورتي جرګه که د یوې اوزې جشن

ډاکټر پارسا

په پښتو کې متل دی وایي( په یوه اوزه جشن نه جوړیږي) همدغه مفهوم په نورو شکلونو هم په متلونو کې بیان شوی دی لکه ( په یوه ګل نه پسرلی کیږي) خو اشرف غني چې په وچه سرزورۍ غواړي ټول ثابت حقائق او پاخه قواعد مات کړي دا ځل یې اراده کړې چې دغه متل هم غلط ثابت او  په یوه اوزه جشن برپا کړي.

جشن لویه جرګه ده او جرګه چې د کشرانو، کړاڅو، ښځمنو، سورخولو هلکانو او ښوی مخو ټامیانو د بنډار ځای نه دی بلکې په مخورو شخصیتونو، شملورو سپین ږیرو او د عقل، درایت ، تجربې او نفوذ په خاوندانو جوړیږي، تشکیلیږي او مشروعیت پیدا کوي. اشرف غني سوګند کړی چې همدغه جرګه به د ارګ په څو سوه ټامیانو دائروي او د فضل هادي مسلمیار په مشرۍ به د یوې اوزې جشن جوړوي.

که نیم افغانستان د طالبانو د واک او سیاسي نفوذ ساحه وبولو، نو هغوی خو هسې له دې جرګې سره بایکاټ لري، په پاتې نیم افغانستان کې  ټولو مطرحو ګوندونو، د ولمسشرۍ ۱۳ کاندیدانو، د ډاکټر عبدالله په مشرۍ نیمایي حکومت او له کرزي ورنیسه  بیرته تر کرزي پورې ټول اپوزیسیون او مطرحو شخصیتونو د مشورتي جرګې په نوم غونډه تحریم کړې ده، خو دغه جرګه بیا هم دائریږي علاوه لا دا چې اشرف غني یې د افغانستان د تاریخ یوه بې سارې جرګه بولي، ځکه په جرګه کې که بل هیڅوک نشته فضل هادي مسلمیار خوشته چې څو ورځې مخکې اشرف غني په خپل فرمان د مشرانو جرګې انتصابي غړی وټاکه او په بدل کې یې هغه د جرګې له تدویر ملاتړ وکړ.

دلته دا پوښتنه را پورته کیږي چې آیا د خلکو هره اجتماع او ګڼه ګوڼه جرګه بلل کیدای شي؟ که داسې شي بیا خو په کابل کې هر ګوند کولای شي همدومره کسان راټول او پریکړې ورباندې اعلان کړي. شک نشته چې د لویې جرګې غوندې ملي ارزښتونو سره د اشرف غني لوبې به دغه د سترو پریکړو ممبر نور هم بې ارزښته کړي.

هیوادوال باید په پوه شي او متوجه وي چې د کابل په جرمنۍ کیږدۍ کې جوړه شوې ډرامه نه جرګه ده او نه هم کومه بله د اعتبار وړ غونډه. له دې غونډې سره لکه څنګه چې طالبان او د افغانستان ملت وران دی په کابل دننه یې هم سیاسي ګوندونه او شخصیتونه په رسمیت نه پیژني. دغه غونډه یوازې او یوازې د اشرف غني شخصي سروزوري ده چې غواړي د سولې روان بهیر ورباندې اغیزمن او خپل نوم لوړ کړي. د دې جرګې د دائروونکو له جملې عمر داودزي بي بي سي ته وویل چې دغه جرګه به د بین الافغانی تفاهم لپاره سرې کرښې وټاکي.  خو کار پوهان وایي چې له تفاهم وړاندې د هر ډول سرو کرښو او شرطونو وضع کول یوازې د دې بهیر د ځنډ او خنډ په معنی دی چې د جګړې له دوام پرته بل ارمغان نه شي درلودلی.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین.
میلمه
غمی.پښتین.

جوړ تازه.
لومړی ځل لپاره په دا جرګه کی پاک خلک سره یو ځای شوی دی.پخوا به جرګی کیدی او هم وشوی،ټول غله. قاتلین،به پکی وه.لکه جرمنی کی جرګه،مسکو جرګه.اول وختو راولپندی جرګه.
اشرف غنی د انتخباتو کی دا وعده کړی وه چه سوله به راوالی.مطمین اوسی سوله راتلونکی ده.
سوله په زور نه راځی.غنی ته باید وخت ورکړ شی.غنی د سوله او د جرګی سړی دی .سوله ته نږدی شوی،اوس یوه سندره،
څانګی به ڼن صبا کی ګل شی،،،،،،،،،،،،،ما یی په سر کی سری غوټی لیدلی دینه