افغانستانخبرونه

خلیلزاد: متحده ایالات په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو ته بیړه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل):د افغانستان د اوږدې جګړې د سیاسي حل لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وايي؛ متحده ایالات په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسولو ته بېتابه دي.

خلیلزاد چې له طلوع تلویزون سره یې خبرې کولې وویل « متحده ایالات په افغانستان کې د مصارفو کموالي او د خپلو عسکرو په وړاندې د پرتو خطراتو کمولو ته بیړه لري، خو له دې هر څه سره، سره به متحده ایالات د افغانستان مېشن په مسئولانه ډول پای ته رسوي، عسکر به شرایطو ته په کتو له دې هیواد څخه راباسي  او هڅه به کوي د یوه سیاسي حل  له لارې له افغانستان څخه د عسکرو ایستلو ته زمینه برابره کړي».

د خلیلزاد په وینا؛ دا سمه ده چې متحده ایالات له طالبانو سره د عسکرو د ایستلو مهالوېش تائیدوي خو؛ زموږ عسکر به شرایطو ته په کتو له افغانستان څخه وزي او که چېرې شرایط برابر شي موږ به کله هم په افغانستان کې په پاتې کېدلو ټینګار ونکړو.

خلیلزاد په یاده مرکه کې د دوحې ناستې لغوه کېدل خواشیني کوونکي وبلل او په وینا یې « که څه هم یاد کنفرانس لغوه شو خو یو شمېر پرمختګونه هم وشول او هغه دا چې طالبانو په لومړي ځل ومنله څو له افغان چارواکو سره وګوري».

نوموړي په همدې برخه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «ملا برادر اخند» یو وطندوسته او په هیواد مین سړی یاد کړ او ویې ویل چې؛ نوموړي پلان درلود څو د دوحې کنفرانس ته ورغلو افغانانو ته میلمستیا وکړي.

خلیلزاد همدا راز؛ د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د افغانستان په نظام هم تبصره وکړه او د خبریال ددې پوښتنې په جواب کې چې «تر سولې وروسته به نظام اسلامي جمهوري او که اسلامي امارت وي؟» وویل؛ اسلامي خو په دواړو کې مشترک دی خو؛ که د جمهوریت او امارت تر منځ د یوه بل نظام په جوړولو کې له موږ مرسته وغوښتل شي نه یې سپموو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x