کابل؛ د لويې جرګې د خوندیتوب په پلمه ښار تړل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل): نن د مشورتي لویه جرګې لومړۍ ورځ ده، چې له امله يې ښار تړل شوی، د موټر په تګ راتګ بندیز دی او د ښار هوا کې هم کله کله چورلکې دورې وخوري.

کابل ښاریان د جرګې له ساحې نه ان د لسو کیلومیټرو په فاصله د لارو د بندښت ګیله کوي او نږدې ټول روغتیايي او دفتري خدمات په ټپه ولاړ دي.

خواله رسنیو کې له حکومته ګیله کېږي چې د دې جرګې په مناسبت يې خدمات هم د یوې اوونۍ لپاره ځنډولي، چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د حبیب مظلومیار په نوم یو تن لیکلي، «د خدای لپاره لارې خلاصې کړئ، دا څه حال دی؟»

د وحید پښتونزوی په نوم یو تن د کورنیو چارو وزارت د ویاند نصرت رحیمي هغه فیسبوکي پوسټ شریک کړی چې ګواکې پاسپورټ ریاست کې به خدمات نه بندېږي او خلک به له ستونزو سره نه مخ کېږي.

خو د پښتونزوی په وینا تر ریاسته تللی او په خبره يې «پیشکه» هم نه وه؛ هسې دې خلک د کورنیو چارو وزارت پر ویاند باور نه کوي.

لویه جرګه چې نږدې ساعت وړاندې پیل شوه، په مناسبت يې نږدې ټول ښار تړل شوی دی.

د کمال الدین څپاند په نوم یو تن د بدیلو خدماتو په ډول یادونه کړې چې که څوک ستونزه لري، نو د پولیسو ځانګړې شمېرې ته دې زنګ ووهي، کېدای شي امبولانس ورته ولېږي.

د جرګې پرانیسته کې یو ویډیو کلیپ وړاندې کړل شو، چې د جګړې څو صحنې پکې عکاسي شوې وې، خو د شنونکو په باور دا ډول یو اړخیز کليپ د سولې پر ځای د جګړې روحیه غښتلې کوي.

لیکوال او د چارو څارونکي ډاکټر وحید الله مصلح لیکلي: «ته وا لکه 17 کاله مخکې د نسبي امن له وخته بيا تر دې دمه دلته نه پر ورا بمونه غورځېدلي، نه جنازې بمبارد شوي، نه د بګرام او ګوانتانامو زندانونه او نورې استخباراتي او شخصي بنديخانې په ډېرى بې ګناه بنديانو ډکې وې، نه په شپنيو عملياتو کې د کورونو حريمونه ماتېدل، مېرمنې بې ستره، سړي قتل او په تورو شپو ورکېدل، بس خيروخيريت دى… دا د جګړې تصوير به همداسې يو اړخيز وي، د جګړې او سولې پرزېنټېشن به همداسې وي؟
د دې لپاره چې د سولې اراده غښتلې او ريښتينې وښودل شي په کار ده چې د سولې پر چاپېريال خبرې وشي، ګډ ټکي او نرم ادبيات وکارول شي، دا د جګړې مقر نه دى، دا د سولې په نوم مشورتي خېمه ده.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انجینر بختور منګل
میلمه
انجینر بختور منګل

په خیرونو جوړ تازه.
لاری کوڅی سړکونه دفترونه هیڅ چا نه دی بند کړی.ولس په خپله له کورونو څخه د ځان امنیت په خاطر له کورونو څخه نه ووځی. او ډاریږی چه مبادا.
غویمه غوا که سخوندران په دا کوڅو او سړکونو پسی واخلی.هسی نه چه موږ تر پښو لاندی کړی،