مشورتي لویه جرګه کې څه تېرېږي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل): شاوخوا دوه ساعته وړاندې د سولې مشورتې لویې جرګې په نوم غونډه پیل شوه، چې د حکومتي سرچینو په وینا تر دریو زرو ډېر کسان پکې برخه لري.

جرګه کې تر نورو خبرو وړاندې د احساساتو د راپارولو په مناسبت هغه ویډیو کلیپ نندارې ته وړاندې شو، چې د بېلابېلو چاودنو دردمنو خلکو پکې کرېږې وهلې، لښته په لاس د لونګۍ کس د چادرې پر سر مېرمنو پښې وهي، «دا د کوټې شورا» غږ پکې اورېدل کېږي او اشرف غني پکې د سولې یادونه کوي.

د شنونکو په باور دې کلیپ وښوده چې جرګه یو اړخیزه او ان د سولې پر روحیه برابره نه ده، د چارو څارونکی ډاکټر وحیدالله مصلح همدې کلیپ ته په اشارې لیکي: «د دې لپاره چې د سولې اراده غښتلې او ريښتينې وښودل شي په کار ده چې د سولې پر چاپېريال خبرې وشي، ګډ ټکي او نرم ادبيات وکارول شي، دا د جګړې مقر نه دى، دا د سولې په نوم مشورتي خېمه ده.»

نوموړی د کلیپ پر جوړښت هم نیوکه لري او د جګړې د یو اړخ د ځپلیو درد يې بولي: «دلته نه پر ورا بمونه غورځېدلي، نه جنازې بمبارد شوي، نه د بګرام او ګوانتانامو زندانونه او نورې استخباراتي او شخصي بنديخانې په ډېرى بې ګناه بنديانو ډکې وې، نه په شپنيو عملياتو کې د کورونو حريمونه ماتېدل، مېرمنې بې ستره، سړي قتل او په تورو شپو ورکېدل، بس خيروخيريت دى… دا د جګړې تصوير به همداسې يو اړخيز وي، د جګړې او سولې پرزېنټېشن به همداسې وي؟»

د دې جرګې ګډونوال صفت ځواک لیکلي، یو تن چې د ولس غږ يې پورته کاوه د امنیتي ځواکونو له لوري له تالاره وایستل شو.

هغه چې د جرګې ګډونوال دی اعتراف کوي چې جرګه مشورتي نه؛ بلکې حکومتي ده: «یو سړي د ولس غږ پورته کړ امنیتي ځواکونو له تالار وویست، حکومتي جرګې همداسې نمایشي وي.»

ښاغلي ځواک دا هم لیکلي چې د یو تن خبرې يې په یو بل تکتیک خاموشه کړې: «اوس به باوري شوي یاست چې جرګه د حکومتوالو لخوا اداره کیږي حتا ولسي شخص ته د خبرو وخت نه ورکول کیږي، د هغه خبرې یې د چکچکو په شور خاموشه کړې.»

تېره شپه د دې جرګې د انتظامي کمېټې غړي مخلص په یوه تلویزوني بحث کې ومنله، چې د جرګې ټول ګډونوال حکومتي چارواکي او د ځینو مدني ټولنو غړي دي.

هغه وویل، د پارلمان غړي، د سنا مجلس غړي، د ولایتي شوراګانو غړي او د ځینو مدني ټولنو غړي په دې جرګه کې برخه لري.

صفت ځواک بیا د یوې بلې سرچينې په حواله لیکلي، چې د جرګې د ټولو غړو شمېر ۶۶۹۰ تنه دی، چې ۴۲۰۰ تنه يې د مرکز او ولایاتو لوړ رتبه او ټیټ رتبه دولتي مامورين دي او شاوخوا ۱۸۰۰ نور کسان بیا غیر دولتي کسان دي، خو د ارګ د ټاکنیز ټیم فیسبوکي ملګري او پلویان دي.

د سرچینې په وینا په جرګه کې شاوخوا ۴۸۰ تنه نور د دې لپاره ګمارل شوي چې څوک غږ لوړېدو ته پرې نه ږدي او د وار تر مخه ټاکل شوې اجنډا مطابق پروسه تطبیق شي.

د اسرچینه دا هم لیکي چې هر ګډونوال ته تر ۵۰زره افغانیو پورې له کرایې پرته پیسې په پام کې نیول شوې او د جرګې لګښت هم تر ۱۲ میلیونه ډالر ډېر شوی دی.

تېره ورځ د دې جرګې د اتنظامیه کمېټې غړي او د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون هم یادونه کړې وه، چې د جرګې د ګډونوالو شمېر شاوخوا درې زره اټکل شوی و، خو د ده د کارت شمېره تر پنځه زره اوښتې او داسې کس يې هم لیدلی چې ان پر کارت يې اته زره څو شمېره لیکل شوې وه.

که څه هم طالبانو دا جرګه دوه ځلې په رسمي اعلاميو کې رد کړه او د ولس تر څنګ يې له سیاسي جریانونو هم وغوښتل چې په نه ورتګ سره د کابل اداره لا ګوښه‌توب ته ټېل وهي، خو عمر دوادزي دعوه وکړه چې د طالبانو تر لاس لاندې ساحو څخه هم خلکو برخه اخیستې ده.

محمد اشرف غني پخپلو خبرو کې پر سوله ټینګار وکړ او تاکید يې وکړ چې دی د کمپایني غونډې لپاره نه دی راغلی، هغه که څه هم لیکلی متن لوست، خو بیا يې هم د عادت له مخې ګڼې لفظي تېروتنې وکړې چې خواله رسنیو کې پرې طنزیه بحثونه ګرم شول.

نوموړي وویل: «لویه پښتو او جرګه دری کلمه ده» د دې تر څنګ يې زیاته کړه «خداوند انسان را ازاد ایجاد کرده است.»

اشرف غني زیاته کړه د دې جرګې موخه دا ده چې له طالبانو سره د خبرو اترو چوکاټ جوړ کړل شي.

هغه یو ځل بیا دعوه وکړه چې د سولې لپاره يې «ټول نړۍوال شرایط» برابر کړي دي، خو دا يې ونه ویل چې ولې تر يې یو ملي پلاوی جوړ نه کړای شو او د حکومت د ننه يې د سولې اړوند واحد دریځ رامنځته نه کړای شو.

نوموړی که څه هم دوه ورځې وړاندې د عبدرب الرسول سیاف کورته هم ورغلی و او له هغه يې غوښتي و، چې د دې جرګې مشري وکړي، خو د هو او نه ځواب يې نه و تر لاسه کړی.

عمر داودزي هم پخپلو خبرو کې وویل چې جرګه لا هم مشر نه لري، خو پخپله به يې اشرف غني همدلته وټاکي، ښاغلي غني څو شېبې وړاندې پر استاد سیاف د مشرۍ غږ وکړ او سټیج ته يې ور وغوښت.

ښاغلي سیاف پخپلو خبرو کې وویل، څوک چې جرګې ته نه دي راغلي هم؛ د سولې خلاف نه دي بلکې ځینې ستونزې به يې درلودلې.

هغه وویل د دوی «سرې کرښې» پر دې مانا نه دي چې ګواکې د طالب د راتګ پر وړاندې خنډ شي، بلکې د سولې راوستلو لپاره دي.

دا جرګه به درې ورځې دوام ولري، نن يې د پیل ورځ، له غرمې وروسته او سبا ټوله ورځ به د ټاکلو کمېټو کسان له رسنیو پټ سره کېني او بله ورځ به وروستۍ پرېکړه اورول کېږي.

دا جرګه له دې امله چې د سولې پر وړاندې د خنډ جوړولو او ټاکنیز کمپاین تور پرې پورې دی، د لسګونو سیاسي څېرو او ګڼو سیاسي ګوندونو له لوري تحریم شوې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

کم وخت چه خلکیان اوپرچمیان قدرت ته نه وورسیدلی دکندهاردشیدانوپرچوک یی په مظاهره کښی خوږی اوخطایستونکی خبری کولی نوزموږبیعلمه دنیاپرستوتاجرا نوویل داهلکانوښی خبری کولی ماورته وویل چه داکافران دی ټول درواغ وایی کم وخت چه قدرت ته ورسیږی بیابه تاسوته معلوم سی نوهغه ووچه دثورکودتادر وسیی په زورکامیابه سوه چه نتجه یی ترننه په افغانستان کی وینی تویول مسلمانان ځوانان شهیدول کونډی اویتیمان دی داداشرفغنی اودکرزی شورا هغه دثور دکودتا کړۍ ده مګردوی احمقان دی دشوروی په قدرت نسول کامیاب اوس به څنګه کامیاب سی افغان غیورملت ټول دجهنم وکندی ته ورواچول شوروی یی ټوټی ټوټی که چه دهمیشه دپاره… نور لوستل »