طالبان: فرمایشي جرګې؛ افغان ولس نه‌شي غولولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل): طالبانو په کابل کې د مشورتي لويې جرګې په نوم روانه غونډه، فرمایشي جرګه بللې او یاده کړې يې ده چې ولس پر دې ډول غونډو نه غولېږي.

دا جرګه چې نن پیل شوه، له امله يې ښار تړل شوی او د کورنیو چارو وزارت په وینا د روانې اوونۍ تر پایه به د موټرو تګ راتګ بند او د خدماتي دفترو تر څنګ به ګڼ روغتيايي مرکزونه هم تړلي وي، چې خلکو يې په اړه سره له اوس نه شکایتونه شروع کړي دي.

طالبانو د ورځې خبره، تر سرلیک لاندې خپره کړې تبصره کې اشرف غني ته ور یاده کړې چې د روسي ښکېلاک پاتې ملګري ډاکټر نجیب هم د واک په وروستیو کې ورته هڅې کولې، خو په درد يې ونه خوړل شوې.

«ډاکټر نجیب هم په هغو شیبو کې چې رژیم یې د کوما او سقوط په حالت کې و د ملي پخلایني په نامه لویه جرګه جوړه کړه ؛ خو کوم درد یې پرې دوا او ځان یې له نسکوریدو ورباندي ونه شو ژغورلای.»

طالبانو دا د اشرف غني د واک د دوام ناکامه هڅه یاده کړې، خو ضمناً يې هغه تورن کړی چې لا هم د زرګونو ځوانانو ککرۍ رغړولو ته تیار دی، خو چې واک يې له ګوتو نه وځي.

«داسې برېښي چې اشرف غني په خپله ټنده ټولو خجالتونو او شرمونو منلو او ګاللو ته چمتو دی او څومره نور افغانان چې د هغه د اجرتي قاتلانو او وحشي ملیشو په توسط وژل کېږي، کورونه یې ړنګېږي او د عفت جنازي یې پورته کیږي ورته پوره امادګي لري خو د خپل نامنهاده قدرت او چوکۍ پرېښودلو ته په هیڅ بیه نه تیاریږي.»

طالبانو تر دې وړاندې پر ولس او سیاسي جریانونو غږ کړی و، چې دا جرګه تحریم کړي او وښيي چې په دې ډول جرګو باید د سولې د روانو هڅو مخه ډب نه کړای شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم تر جرګې یوه ورځ وړاندې پر اشرف غني غږ کړی و، چې د سولې د تیارې شوې فضا په خاطر دا جرګه وځنډوي.

شاوخا دوولسو ټاکنیزو ټیمونو، لسګونو سیاسي څېرو او ګڼو سیاسي ګوندونو دا جرګه، فرمایشي، د اشرف غني د ټاکنیز کمپاین او واک غځونې هڅه بللې، چې له همدې امله يې تحریم کړې هم ده؛ خو یاده کړې يې ده چې دا ډول فرمایشي اقدامات د سولې له پروسې سره مرسته نه‌شي کولی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انجینر بختور منګل
میلمه
انجینر بختور منګل

ښی چاری.
رښتیا به سره وایو.اشرف غنی خو به یی په جرګی شل نه کړی،خو طالیب یی هم په جنګ نشی شل کولای.
هسی ولس ته مو ټګی جوړه،قسم په خدای چه هم دولت. او هم طالیب. دواړه قاتلین دی