زلمی خلیلزاد له الیس ویلز سره یو ځای اسلام اباد ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل): پاکستاني رسنۍ د دې هېواد د ملي راډيو په حواله وايي په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې الیس ویلز اسلام اباد ته ور رسېدلي دي.

د سرچینې په وینا هغوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په افغانستان کې د سولې اړوند بحث کړی دی.

خلیلزاد په چین کې له درې اړخیزې غونډې وروسته پاکستان ته کابل ته راغی او بیا اسلام اباد ته ورسید، هغه پخپل تېر سفر کې هم د پاکستان د «همکارۍ له ژمنو» مننه کړې وه.

زلمي خلیلزاد تېره ورځ کابل کې له طلوع‌نیوز سره خبرو کې وویل چې امریکا د جګړې ختمولو ته بېړه لري، خو په وینا يې په «مسؤلانه ډول.»

خلیلزاد وویل دا سمه ده چې متحده ایالات له طالبانو سره د عسکرو د ایستلو مهالوېش تائیدوي خو؛ زموږ عسکر به شرایطو ته په کتو له افغانستانه وځي او که چېرې شرایط برابر شي موږ به کله هم په افغانستان کې پر پاتې کېدلو ټینګار ونه کړو.

ټاکل شوې زلمی خلیلزاد د سولې اړوند همدې سفر کې له طالبانو سره هم خبرې اترې ولري، چې د طالب سرچینو په وینا ډېر تمرکز به يې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

شپه او ورځ په بی وسه افغان ولس باندی چاپی بمبارونه دی څوک یی د پوښتنی نشته؛ کفارو د لا زیاتو دسیسو جوړولو او افغان ولس وژلو لپاره منډی تر ړی وهی؛ افغان ولس یی د سولی په نوم په چل او فریب کی راګیر کړیدی.
آ د افغان ولس ریښتونی استازو ویښ شی دا خاموشی خدانخواسته زوال لوری ته کاږه شو….سوله نهایی کړی او افغان ولس پری خبر کړی چی ایا د پلار او نیکه توری رواخلی، هجرت وکړی یا بله کومه لاره ورته وښایی, له دی سرو کفارو لیوانو خپل ولس وژغوری.

غمی.پښتین.
میلمه
غمی.پښتین.

چیری هجرت وکړو.؟لندن ته درشو که څنګه؟دجال ته موږ هجرت نه ورکوو.ته چه پکی خوشاله یی نوش جان د شه.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

لمړی : فکر کوم د روسی چین او امریکا اخرنی غونډه په ماسکو کی وه چین کی نه وه. دوهم: همدی جمله ( خلیلزاد په چین کې له درې اړخیزې غونډې وروسته پاکستان ته کابل ته راغی او بیا اسلام اباد ته ورسید ) څه نوری غلطی هم شته کی یی سمولی شی، که نه راتلونکی کی یی خیال وساتۍ دریم : خلیلزاد پوخ دیپلومات نه بلکه پوخ او ګوډ شیطان وویل شی، هو هغه په یو وخت کی د هغه فاحشی کانی کوی چه وایی ( ناسته یم د چا سره، زړه می په کندو کی او قربان له… نور لوستل »