
له چاودنو وروسته سريلانکا کې پر مخ پټونې بندیز لګېدلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل):سريلانکا کې د مسيحيانو مذهبي اختر«ايسټر» پر مهال له خونړيو چاودنو وروسته په ټول هېواد کې پر مخ پټونې بشپړ بنديز لګېدلی دی.
د سريلانکا ولسمشر ميتريپالا سريسينا ويلي، چې هېواد کې د امنيتي ګواښونو له امله يې په مخ پټولو بنديز لګولی او په وينا يې د امنيتي پېښو د مخنيوي او ملي امنيت د ژغورنې په موخه دې مېرمنې خپل مخونه نه پټوي.
د ولسمشر په فرمان کې د «حجاب» کلمه نه ده کارول شوې، چې مسلمانې مېرمنې يې د خپل مخ پټولو لپاره کاروي.
د يادونې وړ ده، چې د روانې اپرېل مياشتې په ۲۱مه د سريلانکا په پلازمېنې کولمبو په ګډون د هېواد په يو شمېر ښارونو کې اتو خونړيو چاودنو ۲۵۰ کسان وژلي او له څلور سوو زيات ټپيان کړي وو، چې يو شمېر يې بهرنيان هم وو.
د چاودنو ډېری قربانيان د سريلانکا مسيحيان وو، خو ۳۲ بهرنيان هم په کې وژل شوي وو.
په جنوبي اسيا کې سريلانکا يوازېنی هېواد دی، چې پر حجاب بندیز لګوي.
د سريلانکا د پارلمان يوه غړي تېره اونۍ غوښتنه کړې وه، چې د امنيتي ګواښونو له امله دې د مېرمنو پر حجاب بنديز ولګول شي.
د سريلانکا په شل ميليونه نفوس کې يې لس سلنه مسلمانان دي، چې ډېر لږ شمېر مېرمنې په کې مخونه پټوي.