نظــر

لویه جرګه که د واک غځونې بهانه

 ابو حامد

جرګه په لغت کې د غېږ نیولو کړۍ، کړۍ جوړول او د خلکو او څارویو کتار کېدلو ته وایې، او په اصطلاح کې د افغانانو هغې تاریخي عنعنوي موسسې او غونډې ته وایي، چې د اوږدو زمانو په بهیر کې یې زموږ د اولس ټولې ټولنیزې قومي او ملي، سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، کلتوري او حتی مذهبي شخړې، ستونزې، ناندرۍ، تاوتریخوالی او خنډونه له منځه وړي او حل کړي او په دې برخه کې یې غوڅې پرېکړې او فیصلې کړي او کوټلي تصمیمونه یې نیولي دي. خو مرکه تر جرګې وړه حلقه ده، چې د کلي کور واړه موضوعات او شخړې حل کوي او جرګه د لویو او مهمو مسایلو د حل له پاره جوړیږي.

کله چې جرګې ته وړاندې کېدونکې موضوع د اهمیت او کیفیت له مخې لویه او پراخه وي له جرګې سره سم د لویه کلمه زیاتېږي او لویه جرګه یې بولي، زموږ په تاریخ کې د لویوجرګو شمېره زیاته ده او په سلهاو جرګې شته، چې مهمې تاریخي پرېکړې یې کړي او تاریخي ارزښت یې خوندي شوی دی.

د جرګې همدا اهمیت او ټولنیز ارزښت دی، چې افغاني حکومتونو (خصوصاٌ تر خپلواکۍ وروسته) لویه جرګه د ملت د ارادې په توګه په رسمیت ومنله او د راغوښتو ټاکلي وختونه یې ورته وټاکل، تر دې چې د ۱۳۴۳ کال په اساسي قانون کې لویې جرګې ته یو ځانګړی څپرکی پرانستل شو. په دې ډول جرګه په رسمي توګه له اولس سره د تړلیو ټولو انتخابي بهیرونو له پاره وکاروله شوه.

د افغانستان اوسني اساسي قانون شپږم فصل يوسلو لسمه او یوولسمو مادو کې لویه جرګه داسې تعریف شوې ده: “لويه جرګه د افغانستان د خلكو د ارادې تر ټولو ستر مظهر دى. لويه جرګه، ۱: د ملي شورى له غړيو، ۲: د ولايتونو او ولسواليو د جرګو له رئيسانو جوړېږي. وزيران، د سترې محكمې رئيس او غړي كولاى شي  د لويې جرګې په غونډو كې بې له دې چې د رايې وركولو حق ولري، ګډون وكړي. يو سلو يوولسمه ماده: لويه جرګه په لاندينيو حالاتو كې دايرييږي. ۱: د هېواد د خپلواكۍ، ملي حاكميت، ځمكنۍ بشپړتيا او په سترو مصلحتونو پورې د مربوطو چارو په باب تصميم نيول. ۲: ددې اساسي قانون د حكمونو تعديل. ۳: ددې اساسي قانون د (نهه شپېتمې) مادې له مخې د جمهور رئيس محاكمه كول. يوسلو دولسمه ماده: لويه جرګه په لومړۍ غونډه كې، د غړيو له منځه يو تن د رئيس، يو تن د مرستيال او دوه تنه د منشى او دمنشي د نايب په توګه ټاكي”.

وروسته تر هغه چې په ۱۳۴۳ کال جرګه په اساسي قانون کې ځای کړای شوه، دغه توری ډېر پراخ شو. ملي او سیمه ییزو ناستو او غونډو ته هم “جرګه” وویل شول ملي شورا ته هم “ولسي جرګه” وویل شوه او “مشرانو جرګه” وټاکل شوه او د ولایت د سلا مشورې ناسته هم “د ولایت جرګه” ونومول شوه.

له پورتني بحث څخه دا ثابته شوه چې لویه جرګه یو هغه دروند او با صلاحیته افغاني ارزښت دی چې په اصل کې د افغاني حکومتونو بستر دی او د افغانۍ خاورې په باره کې ټول مهم او قاطع تصامیم په همدې با ارزښته او قیمتې منبع کې نیول کیده او تر اوسه پورې لا نیول کیږي، او ټول افغانان د لويې جرګې پریکړي په داسې توګه مني چې بلکل لکه د یو دیني حکم په اساس چې مطرح شوي وي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د حکومت او د طالبانو تر مینځ د سولې د خبرو میزونه تاوده شوي دي او تر اوسه پورې په ډیرو ځایونو کې د طالبانو استازي او د امریکایانو استازو لیده کاته سره کړي دي. خو د طالبانو او د حکومت تر مینځ مخامخ بین الافغاني ډیالوګ لپاره د حکومت په ظاهره داسې ښکاري چې افغان حکومت هم هڅه کوي چې د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې پیل کړي خو د طالبانو لخوا رد شوې دې، نو د افغان حکومت نوی ابتکار هغه د لویې جرګې راغوښتل و، او دادی لویه جرګه يې را وغوښتله او د کابل ښار یو ځل بیا د حکومت په خوښه د لویې جرګې کوربه دی. خو سوال دادی چې رېښتیا دا لویه جرګه ده؟ رېښتیا د اوسنۍ لویې جرګې موضوع دومره لویه ده چې باید دا تصمیم ورته نیول شوای وای؟ آیا رېښتیا د لویې جرګې د دایرولو مناسب وخت همدا دی؟ آیا په رېښتیا په دې لویه جرګه افغاني سپین روبي سره را یو ځای شوي دي؟ آیا دا لویه جرګه به قاطعه وې او که فقط یو نمایش او یو سمبولیکه او د نورو اهدافو لپاره به وکارول شي؟ آیا دا لویه جرګه په رېښتیا د افغان ولس څخه نماینده ګې کولای شي؟

راځم دلته لیږ وضاحت ورکوم: دا چې رېښتیا لویه جرګه ده او کنه؟ نو زه وایم لویه جرګه دوه مهم رکنونه لري یو یې د افغان ولس واقعي او ولسي نمایندګان، دویم یې دادی چې باید موضوع لويه وې. نو که موږ وګورو د لویې جرګې اوسني ګډون کوونکي ټول د ارګ خپل په خوښه میلمانه او د ارګ د پالیسو په مخه وړونکي خلک دي، د ولس نماینده ګان ورته ویل دروغ دي او د ولس په سترګو کې خاورې اچول دي.

او بل دا چې ددې لویې جرګې موضوع لویه نه ده، بلکې ددې لویې جرګې ټوله خبره داده چې آیا له طالبانو سره سوله وکړو او کنه؟ او دا خو له شریعت نه را وروسته، نړیوال قوانین، ملي قوانین، بشري حقوق، خپله ټول افغان ولس، بلکې خارجي قوتونه چې په افغانستان کې میشت دي ټول په جهر وایې چې سوله باید وشي بلکې هغوی ټول وایې چې زر تر زره بې قیده او بې شرطه بین الافغاني سوله وشي او نور دې څلویښت کلن ناورین ته د پای ټکی کیښودل شي. نو د لويې جرګې لپاره یې موضوع هم لویه نه ده، بلکې فقط د هو او د یا خبره ده. او که څوک ووایې چې موږ له طالبانو سره د سولې په شرایطو او یا نورو غوښتنو بحث کوو، نو زه به ووایم چې دا هلته ممکن و، چې کله حکومت او طالبان یو وار په یو میز سره کښیناستلي وای. اما تر اوسه د طالبانو له لوري حکومت ته حتی یو شین څراغ هم لا نه دی ورکول شوی، پاتې شو د شرایطو او غوښتنو خبره هغه خو بیخې لا د چا په فکر کې هم نشته دی.

او بله خبره چې آیا په دې لویه جرګه کې رېښتیا افغاني مشران او ددې خاوري د خلکو نمایندګانو ګډون کړی او کنه؟ نو دا خو تر لمر واضحه ده چې جواب منفي دی. حکومت به هیڅکله هم ددې خاورې له اصلي نمایندګانو څخه د دوی خبره وا نه وري، ځکه ولسي نمایندګان خو د ولس درد بیانوي او د ولس درد حکومت نه اوري بلکي د ولس تر ۳۰۰ زیاتو مخور او مشهور شخصیتونه، نه دا چې په دې جرګه کې به ګډون نه کوي بلکې هغوی پخپله د همدې لویې جرګې دایرول تحریم کړل، چې دا د افغانستان په معاصر تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د لویې جرګې په تاریخ باندې ور اضافه شوو، چې موږ داسې لویې جرګې هم درلودې چې د ولس ټولو نمایندګانو د جرګې دایرول تحریم کړی و، ګډون خو یې بیخې ورپکې کړی نه و، خو بیا هم د حکومت لخوا ورته لویه مشورتې جرګه ویل شوې وه، د ۵ میلیونو ډالرو په مصرف یې دایره کړې وه.

پاتې شو دا چې آیا دا جرګه به قاطع ګام پورته کړې او که هسي نمایشي رنګ به ولري؟ نو دا خو واضح دی چې کله د جرګې موضوع لویه نه وې، مخالف لوری ( طالبان) د حکومت سره بلکل له خبرو کولو څخه منکر دي او بل خوا هیڅ یو ولسي مشر په دې جرګه کې ګډون نلري، بلکې ټول د ارګ فرمایشي او را غوښتل شوي خلک دي، دا په رېښتیا یو نمایش دی، یو وخت تیریدل دي، او لیري نه دی چې ارګ مشر دي ددې لویې جرګې څخه د خپلو ټاکنو لپاره یو کمپاین وکړي چې ډیری د چارو پوهان همدا وایې او په دې کې شک هم نشته دی ځکه یو څوک چې د خپلې ښځې په لاس د پنځه سوه افغانیو په بدل کې له افغانو میرمنو څخه د هغوی پیژندپاڼې را ټوله وي چې ارګ مشر بیا ټاکنې وګټې، نو لویه جرګه کې خو دا کار په اسانه توګه کیدای شي. که چیري حکومت رېښتیا هم د سولې په غم کې وای سږ کال به یې تر طالبانو مخکې د خالد په نوم د عملیاتو اعلان نه کول.

د حکومت موجوده له فریبه ډک حالت ته په کتو سره په ډاګه ویلای شو چې دا لویه جرګه د ولس لویه جرګه نه ده بلکې دا د ارګ لویه جرګه ده او ولس ورپکې ګډون نه کوي، حکومت د ولس په ۵ میلیونه ډالرو خپل راتلونکي لپاره کمپاین کوي او د خلکو سترګو ته خاورې ورشیندي.

په دې لویه جرګه کې خپله د اشرف غني هدف دادی چې هغه لکه د اساسي قانون ارزښت تر پښو لاندې کړ، او په اساسي قانون یې له اولې ورځې معامله وکړه، اوس غواړي چې زموږ یو بل ملي ارزښت چې لویه جرګه ده هغه هم راته بې ارزښته کړې او دا ملي ارزښت هم د خپلو ګټو لپاره وکاروي. خو دی دې په دې پوه شي چې ولس نور بیدار دی او هر څه ته یې پام دی. لکه چې تنها شو، همداسې تنها به پاتې وي. ملت او د ملت رېښتني نماینده ګان به د ملي ارزښتونو د ساتلو په پار له هر څه نه پرده پورته کوي او د اشرف غني غوندي د هر معامله ګر، معامله او فریب به رسوا کوي او د هغه مخه به نیسي.

د یو له ارزښتونو څخه د ډک افغانستان په هیله….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hidayat shinwaray

که افغانانو د الله ج قران یی منلی وی نو لویه جرگه به هم منی. د افغانانو اساس پر جوش باندی ایښودل شوی ده او ټول د مخی جوشیان وه او دی. دوی تر هغه وخته پوری مسلمانان او افغانان دی چی شنی ډالری نه وی لیدلی خو کله چی د شنو ډالرو امتحان پری وشی بیا هیڅه هم نه دی یعنی خس او خاشاک دی او سپک خلک دی. پذی 18 کلونو کی چه ملک اشغال دی د صهونیستی او صلیبی سرمایداران لخوا د ډالرو باران بی وقفی پر بی غیرته مشرانو باندی را اوری نو ټول ملت یو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x