نظــر

د سولې مشورتي جرګې ته له اسلامي لیدلوري کتنه

لیکوال: جعفر عمریار

افغان حکومت د هېواد روانو ترینګليو حالاتو ته په نه کتلو سره کابل کې د سولې په نوم د مشورتي لویې جرګې چمتوالۍ بشپړ کړی، له ولایتونو څخه ډېری ګډونوال کابل ته رسېدلي، د پلان له مخې ښایي سبا ورځ د ثور په نهمه نېټه نوموړې جرګه پیل شي.

په لومړي سر کې د دغه جرګې ټولټال مصرف تر پنځو ملیونو ډالرو پورې اټکل شوی وو. په جرګه کې تر سره کېدونکې پرېکړې کړې ښایې له طالب مجاهدینو سره د اوسني سېکولر رژیم له لوري د سولې او جګړې د څرنګوالي بحث وي.

دا چې اوسمهال د سولې، جرګې او جګړې بحثونه ډېر ګرم دی، ډېر نا لوستي او هغه لوستي کسان چې شرعي علم نه لري، په شریعت کې د تشریع او تقنین (قانون ګذارۍ) په برخه کې مالومات نه لري نوموړې جرګې ته په پوره تقدس قایل دي، د دوی په اند به نوموړې جرګه یا هره بله جرګه هرڅه ګل او ګلزار کړي، روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او ولس به د آرام ساه واخلي. له دې سره یو ځای دوی ګمان کوي چې په لویو جرګو کې شوې پرېکړې قانوني حیثیت لري او په پر ولس یې منل او غاړه ورته اېښودل واجب دي. البته په جرګه کې د ګډون او فیصلو ته یې مشروعیت ورکول په دې کې نه دي چې کوم لوري نوموړې جرګه مني او کوم لوري یې نه مني، ډېری یې په اړه څه فکر کوي یا هم لږکي یې په اړه څه نظر لري؛ بلکې د جرګو اسلامي مشروعیت په دې کې دی چې آیا جرګه په اسلام کې اصل لري؟ په اسلام کې د حکم له څلوګونو مراجعو سره څه تړاو لري؟ د نوموړو جرګو دندې څه دي؟ او په حقوقي او تاریخي لحاظ د کومو موخو لپاره رابلل شوې دي؟ له اسلامي شوری سره یې تفاوتونه څه دي؟

ما هم په دغه څېړنیزه لیکنه کې له کره سرچینو په ګټه اخیستنې د عنعنوي جرګو تاریخي شالید، لغوي او اصطلاحي تعریفونه، د اسلام له راتګه وروسته د نوموړو جرګو شرعي حیثیت له اسلامي شورا سره یې توپیر، په نوموړو جرګو کې ګډون او نور اړونده مسائلو ته کتنه کړې ده، هیله ده چې د موضوع د پوره روښانتیا لپاره لیکنه تر پایه ولولئ

د جرګې تعریف

دا چې د جرګې لفظ پښتو دی که فارسي، په دې اړه فارسي ژبپوهانو او تاریخ پوهانو هڅه کړې چې دغه لفظ فارسي وښیي، همدارنګه پښتو ژبپوهانو او تاریخ پوهانو هڅه کړې چې نوموړی لفظ پښتو ثابت کړي، خو په هر حال که چېرې نوموړی د فارسي ژبې لفظ شي نو (جرګه) له دو برخو تشکیل شوي اوله یې (جر) چې د جر او بحث په مانا دی او (ګه) د (ګاه) یعني ځای په مانا دی، یعني د جر او بحث ځای. چې د مکې مشرکینو به هم همدغې ځای ته (دار الندوة) ویل چې (دار) د ځای او (ندوة)د بحث په ما نا ده.

دپښتو ژبې مشهور لیکوال او تاریخ لیکونکی حبیب الله رفیع په خپله لیکنه کې جرګه داسې راپېژني: جرګه د پښتو لرغونی لغت دی، چې د (ج) په زور کې او د (ر) په سکون ویله کېږي. ځینې پښتانه یې په سپکه (ی) او سپک (واو) جېرګه او جورګه هم وایي: معنی د یوه هدف، سلا او مشورې لپاره د څو کسانو یا ګڼو کسانو راغونډېدل، ناسته او یوځای کېدل دي.

یا هم جرګه له اصطلاحي اړخه په دوه ډول کاریږي لومړی عامه مانا چې عام ډول د جوړجاړي په موخه د قوم هر ډول ناستې ته جرګه ویل کيږي، اما په خاصه مانا جرګه د پرېکنده پرېکړوترسره کولو، سیاسي زعامت ټاکلواو قانون جوړولو وروستنۍ مرجع ته جرګه ویل کیږي، چې دلته یې مانا بیا ځانګړې کیږي او دقانون جوړونې دری ګونې مراجع لویه جرګه ، ولسي جرګه او د مشرانو جرګه ورځنې منظور ده.

تاریخي شالید

په دودیز او تاریخي ډول جرګه له اسلام څخه مخکې افغانستان سره اړیکه لري، آریایانو به هغه ځای ته چې جرګه به یې پکې کوله (سبها) ویل. افغانستان ته د اسلام له راتګه د مخه ددې خاروې اوسېدونکو به خپلې فردي، قومي اوټولنیزې چارې، روا او ناروا، ښه او بد، خیر او شر د جرګې له لارې ټاکل. له
کله نه چې د اسلام مبارک دین د افغانستان خاروې ته راغي نو د مجوسیانو او زردشتیانو دغه اصل او ورڅخه استفاده په کلکه بنده شوه، بلکې د مجوسي جرګې په نوم له کوم تقنیني تشکیل څخه د اسلام په لومړیو هغو دورو کې چې افغانستان د مرکزي اسلامي خلافت یوه برخه وواستفاده نه ده شوې، او نه هم له کله نه چې په افغانستان کې خپلواک یا له اسلامي خلافت سره تړلي سلطنتونه رامنځ ته شوي د قانون جوړونې په موخه له جرګې څخه استفاده شوې او کوم تاریخ سند هم وجود نه لري؛ بلکې یواځې په جګړه ییزو او اضطراري شرایطو کې لویې غونډې رابلل شوې، چې اوسنیو سېکولر تاریخ لیکونکو ورته د جرګې نوم ورکړي، یا هم د دغه جرګو په ترڅ کې د ولس لپاره زعیم ټاکل شوی؛ د بېلګې په توګه د میرویس خان نیکه لویه جرګه چې په ۱۰۸۸ هـ ش کې را بلل شوې وه د مشروع موخې یعنې ګورګین ځپلو او آزادي ګټلو په موخه رابلل شوې وه. د قندهار د شیر سرخ زیارت لویه جرګه چې په ۱۱۲۶ کال کې رابلل شوې وه تر مسلسلو اتو ورځو بې پایلې وه چې په نهمه ورځ د مشهور صوفي صابرشاه ملنګ په منځګړيتوب پای ته ورسېده او احمد شاه بابا یې د مشر په توګه وټاکه. دې ته ورته ټولې جرګې یواځې د جرګې په عام مفهوم سره رابلل شوې وې، بلکې د قانون جوړولو، ردولو، تصیبولو یو څه ته د مشروعیت ورکولو په موخه نه وې رابلل شوې.

دا چې له تاریخي لحاظه ټولې څومره جرګې تر سره شوې، تاریخ لیکونکي په دې اړه هم سره یوه خوله نه دي، ځینو تاریخ لیکونکو د مشهورو جرګو شمېر لسګونه بللی، ځینو هم بیا اولس ښولی دی؛ اما دا چې جرګه د اصلي موخې یعنې قانون جوړونې لپاره لومړی د امان الله خان په وخت کې رابلل شوې ده، چې ډېری تاریخ لیکونکي په اصلي بڼه همدغه د جرګې د پیلېدلو تاریخ بولي.

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته چې په اسلامي امت کوم لوي ناورینونه راغلل، د استعمار له لویو طرحو څخه یوه يې هم د (سایکس پیکو) په نوم د انګلستان او فرانسې ګډ تړون وو چې له مخې یې اسلامي امت له پنځوسو ډېرو هېوادونو سره ووېشل شو، چې له دې سره جوخت په ترکیه کې د انګلستان یو پخوانی روزل شوی اجنټ (خورد ضابط مصطفی کمال اتاترک) د یوې پلان شوې کودتا په ترڅ کې واک ته رسیږي، هغه خلافت ړنګوي او په ترکیه کې نوی سېکولارېزم رامنځ ته کوي او اسلام د ژوند له فردي اوټولنیزو چارو بلکل وباسي. عربي ژبه له تعلیمي نصابه وباسي او د ترکیې قوانینو ته ټول قبل الاسلام دودونه او قوانین بېرته د ننه کوي، لیکدود له عربي څخه لاتین ته اړوي …

د مصطفی کمال اتاترک واک ته رسېدلو سره هم مهاله په افغانستان کې امان الله خان واک ته رسیږي. امان الله خان چې مصطفی کمال اتاترک له همفکره یارانو ګڼل کیږي، دی هم په افغانستان کې د سېکولرېزم(لادینیت) د بنسټیزه کولو لپاره ډېرې هڅې کوي چې تفصیل یې دلیکنې د بحث موضوع نه ده. د امان الله له نوښتونو څخه یو هم د حکم او قانون له برخې د اسلام ايستلو او په وړاندې یې د افغانستان حکومتي چوکاټ ته د قانون جوړونې په موخه د لویې جرګې په نوم د تشکیلاتو بېرته را د ننه کول وو. نو ویلی شو چې د افغانستان تاریخ ته د لومړي ځل لپاره د جرګې په داسې کیفیت د ننه کول چې د اسلامي قواننیو په ځای پکې وضعي قانون جوړ، تصویب یا رد شو. د امان الله خان د پاچاهۍ په وخت کې تر سره شوي. حبیب الله رفیع په دې اړه وایي: «په۱۳۰۱ کال کې د افغانستان د لومړني اساسي قانون د جوړېدو، په ۱۳۰۳ کال او ۱۳۰۷ کې د اساسي قانون د بیا کتنې لويي جرګې شوي دي، دا په اماني دوره کې وې.»

دجرګو مشهور او منظم ډولونه

د افغانستان په تېرو قوانینو کې د لویو پرېکړو د وروستیو مراجعو له اړخه دری ډوله جرګې پېژدل شوې:لویه جرګه، ولسي جرګه (مجلس سفلی) او د مشرانو جرګه (مجلس علیا)، چې ولسي جرګه او د مشرانو جرګه په ترکیبي ډول د پارلمان په نوم سره هم یادیږي، البته د لیکنې د بحث موضوع یواځې لویه جرګه ده .
جرګه د آریایانو او دارالندوه د قریشو د قانون جوړونې سرچینې
له اسلامه د مخه قریشو هم هغه ځای ته چې قوانین به کې جوړېدل، تصوبېدل، یا یوڅه ته به روا او ناروا ویل کېدل، یا به د سولې او جګړې نورې فیصلې پکې کېدلې دارالندوة ویله. در سول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې د مبارزې ټولې خطرناکې فیصلې په همدې دارالندوة کې تر سره کېدلې او د هغه صلی الله علیه وسلم د مرګ فیصله هم همدلته وشوه. آریایانو به همداسې ځای او مجلس ته جرګه ویله او هغه محل ته چې جرګه به پکې کېده (سبها) ویل، چې جرګه د همدغه دارالندوې افغاني بدیل کېدلی شي.

(سبها) چې د آریایانو کوچنۍ جرګه وه، په هرکلي کې یې یوه خونه ورته ځانګړې کړې وه، چې د اړتیا پر وخت به دې خونې ته را غونډېدل او ټولو خلکو به بې له خاص امتیازه ګډون پکې کاوه او خپلې شخړې به یې پکې فیصله کولې، له دې خونو نه د ځینې لوبو له پاره هم کار اخیستل کېده، ښځو او نارینه و به ګډه غونډه پکې کوله، چې د دې جرګو ژوندۍ بڼه اوس هم زموږ په قبایلو کې شته او دوی خپلې کلېوالي شخړې پکې فیصله کوي.

د افغانستان موجوده اساسي قانون لویه جرګه د پرېکړو، ارادو او قانون جوړولو وروستۍ او لوړه مرجع بللې ده او دجرګې فیصلې اومصوبات یې په ټول ملت فرض عین ګڼلي « لويه جرگه د افغانستان د خلکو د ارادو د ښکارندویۍ ترټولو لوړه مرجع ده) .

په دودیزو لویو جرګو کې وروستنۍ پرېکړې، د خیر او شر، حلال او حرام، دوستي او دښمني د اسلام له مخې نه بلکې د جرګې د اکثریت غړو د غوښتنې له مځې ټاکل کیږي، د افغانستان اساسي قانون په دې اړه داسې صراحت لري:د لویې جرګې نصاب د رایې اخیستو په وخت کې غریتو په اکثریت سره بشپړیږي.د لویې جرګې تصمیمونه له هغو مواردو پرته چې په اساسي قانون کې صریحا ذکر شوي، د ټولو غریود رایو په اکثریت نیول کیږي.

جرګه قبیلوي پارلمان

ډیری قانون پوهان په دې اند دی چې جرګه یوه قبیلوي پارلمان دی چې اصلي دنده یې د قانون، جوړول، پاس کول، ردول او تصویبول دي، په دې اړه د شمال غرب سرحدي صوبې پخوانی انګرېز ګورنر سرالف کیرو لیکي: “دا رښتیا ده چې د جرګو روایات دا دي چې د جمع کېدو په دوران کې دې نظم او ثبت وساتل شي. او جرګه اکثراً د یو پارلمان د وقار او لارو چارو په هکله نکتې لیکلی شي.”

خو ادوارد نومی بریتانوي چې په تېره پېړۍ کې یې په پېښور کې ژوند کاوه او نوم یې ډېر اشنا دی، د پښتنو د جرګو د ثبات او اعتبار په اړوند لیکي: “ملکانو په پښتو خبرې کولې. په ډېر سنجیده انداز کې چې هر چا خپله رایه پیش کوله، په کومو تشریحي حرکاتو چې دوی خپلې رایې ته زور ورکاوه، په کومه بامروته خاموشۍ چې دوی د یو بل خبرې اورېدلې. دا هر څه د یوې سنجیده اسمبلۍ له‌پاره معیاري نمونه ده.”

تقنین او تشریع د الله سبحانه و تعالی حق دی نه د جرګې او دارالندوې

دا چې د آریانا زردشتیانو د قانون جوړونې، ردولو او تصویبولو لپاره البته په کلاسیکه او لرغونې بڼه له جرګې څخه استفاده کوله، همدغه جرګې د خلکو ترمنځ فیصلې کولې، همدغه جرګې حلال او حرام یا په اصطلاح روا او نا روا بیانول. همدې ته ورته د مکې مشرکینو هم په مکه کې د خپلو چارو پرمخ بېولو، ښه او بد تعینولو او قانون اېښودنې لپاره د دارالندوې څخه استفاده کوله. عزیز اسلام په خپل راتګ سره بشریت د بشریت له غلامۍ څخه آزاد کړ، په اسلام کې حکم، د خلکو لپاره د حلالو او حرامو تعینول او د ژوند هر اړخیزه نظام ټاکل په الله سبحانه و تعالې پورې اړه لري نه په جرګه پورې، الله سبحانه وتعالی فرمايي إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ … حکم پرته له الله نه بل چا لره نه دی. همدارنګه الله تعالی فرمایي وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ… ژباړه: او (تاته وایم اې پیغمبره چې) د دوی ترمنځ په هغه څه حکم وکړه چې الله نازل کړي دي. همدارنګه الله سبحانه تعالی د هغه کسانو، حکومتونو، ډلو یا نورو حکمي شخصیتونو په اړه چې د الله په حکم سره حکم نه کوي کافر، فاسق او ظلم ویلی دی: …ومَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ . ژباړه: او هغه څوک چې د الله په نازل کړو سره حکم نه کوي کافر دي، همدې ته ورته د نوموړي سورت په ۴۵ او ۴۷ ګڼه آیتونو کې یې ورته د ظالم او فاسق خطاب کړی دی، چې البته د کفر په اړه یې زمونږ علماوو له احتیاطه کار اخیستي دی او په ظلم او فسق کې یې کوم شک نشته او د نوموړو آیتونو بل ډول تأویل هم شونی نه دی.

همدې ته ورته په لسګونو نور صحیح دلیلونه په قرآن او سنتو کې شته چې له مخې یې د بنده او مکلف لپاره په ټولو فردي او اجتماعي چارو، عباداتو، معاملاتو او اخلاقو کې د شرعې وضع کول یواځې په الله سبحانه و تعالې پورې اړه لري او بس او یواځنی مقنن او شارع الله سبحانه و تعالی دی. که هرڅوک د حکم او الوهیت په دغه ګدۍ کښېني او دغه حق ځان ته ورکړي؛ علماوو ورته د طاغوت اصطلاح کارولې ده چې په وروستیو لیکنو کې به پرې تفصیلي بحث وشي. البته د طاغوت او هغه کسانو چې د نوموړي طاغوت پیروي کوي یعني (عباد طواغیت) د تکفیر( کافر ګڼلو) بحث د دغه لیکنې موضوع نه ده او په علماوو پورې اړه لري.

جرګه او دار الندوة د اسلامي حاکمیت په وړاندې د خطرناکو فیصلو مرکزونه

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت سره هم مهاله مشرکینو د هغه د دعوت د مخنیوي، تعذیبولو حتی د رسول الله د وژلوپه شمول ټولې خطرناکې پرکړې د دارالندوې له آدرسه قانوني او پاس کړې. همدې ته ورته د افغانستان په معاصر تاریخ کې د امان الله خان له لوري د سېکولر او په دین نه ولاړ نظام رامنځ ته کول، دغه نظام ته د اسلام په مخالفت د سېکولر اساسي قانون جوړول او وروستیو واکمنانو د ډېموکراسۍ د راوستلو، قوانینو تعدیلولو او خپل واک غځولو ټولې پرېکړې د دویزه لویو جرګو له لارې ترسره شوې دي.

د امریکا او اسلامي غدارانو په لاس د طالبانو د اسلامي حکومت له لنډ مهاله راپرځولو ورسته اوسنۍ هغه یې شپږمه لویه جرګه ده چې ټولې یې اسلامي نظام او قوانینو ته د بدیل نظام اوقانون جوړولو لپاره رابلل شوې دي، ټولې دغه ډول جرګې د اسلام ضد خطرناکه پرېکړو د وروستي کولو لپاره ترسره شوې چې په ترتیب سره یې په لنډ ډول یادونه کووم:

۱- د امریکایې ښکېلاک تر سیورې لاندې لومړنۍ لویه جرګه د اضطراري لویې جرګې په نوم وه، په ۲۰۰۱ مېلادي کال کې تر سره شوه چې په ترڅ کې یې حامد کرزی واکمن او د هغه غیر اسلامي اداره د هېواد لپاره واکمنه انتقالي اداره ونوموله شوه؛ ورسره خوا کې د افغانستان د نوي نظام لپاره بنسټیز چوکاټ هم تصویب شو.

۲- ورپسې بله لویه جرګه د اساسي قانون په نوم لویه جرګه په ۲۰۰۳ مېلادي کال کې دایره شوه چې په ترڅ کې یې د ۵۰۰۰ ګډونوالو په رایو د قوانینو مور یعني په دین نه ولاړاساسي قانون تصویب شو، دا چې د نوموړي قانون ډېری مادې خپل منځ کې سره ټکر او دېری نورې یې له اسلامي قوانینو سره ښکاره ټکر لري او ځینې یې مرموزې او مبهمې دي چې د بلې لیکنې په ترڅ کې به ان شاء الله پوره کتنه ورته وکړم.

۳-په ۱۳۸۶ هـ ل کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې مشورتي جرګه د ۶۱۰ غړو په ګډون تر سره شوه چې اصلي موخه یې د دواړو هېوادنو په کچه د امریکایي ښکېلاک ضد وسله وال جهاد په وړاندې د منفي روحیې رامنځ ته کول وو.

۴- د سولې په نوم د کابل د ملي مشورتي جرګه چې په ۲۰۱۰م کال کې دایره شوه د معاصر طاغوت یوه بله حیله وه چې پایله یې نه درلوده.

۵-د کابل دودیزه لویه جرګه چې په ۲۰۱۱م کال کې د وخت د واکمن حامد کرزي له خوا له امریکا سره د ننګین ستراتیژیک تړون د سند د وروستي کولو اولاسلیک کولو په موخه را وبلل شوه، چې نوموړې جرګې د خپلو ډېری غړو په تایید او تصویب له حامد کرزي وغوښتل ترڅو له امریکا سره دغه له تاریخي له شرمه ډک سند لاسلیک کړي. د جرګې په وروستي مجلس کې صبغت الله مجددي حامد کرزي ته کوتڅنډنه هم وکړه؛ که له امریکا سره دغه سند لاسلیک نه کړې نو زه به هجرت درڅخه وکړم!

۶-اوسنۍ مشورتي جرګه: نوموړې لویه جرګه به سبا ورځ د ثورمیاشتې په نهمه نېټه پیلږي؛ چې د جرګې پټې موخې په دې ښول شوې دي: ولس د حکم جوړونې او الوهیت په ګډۍ کښېنول، د امریکایي ښکېلاک په وړاندې د روان جهاد کم رنګه کول، د ځان په ګټه د اشرف غني ټاکنیز کمپاین.

جرګه او اربکیان

د قبل الاسلام قوانینو او اصطلاحاتو په مټ د اسلامي اصطلاحاتو لرې کول او نوموړي اصطلاحات په قانوني متنونو کې د اسلام بدیل ګرځول د اسلام په وړاندې د غرب دفکري جګړې یوه لویه برخه تشکیلوي؛ لکه جرګه، اربکیان، بوتان او نور غیر مشروع تاریخي اثار.

پخوانیو آریایانو د خپلې مقننې قوې د پرېکړو د پرځای کولو او پلي کولو لپاره د اربکي په نوم له نظامي تشکیل څخه استفاده کوله، حبیب الله رفیع په دې اړه پخپله لیکنه کې داسې وایي:
اربکيان د یوه لرغوني قبیلوي عرف له بقایا وو څخه دي. په آریایي قبیلو کې به د غسې قبیلوي سپایي د جګړې په وخت کې په قبیلوي جګړو کې د جنګي ټولګیو مشر و او په عادي حال کې به یې د قوم د امنیت ساتل پر غاړه وو.

همدا اربکیان د جرګې د پرېکړو تر اعلانولو وروسته د هغو د تطبیق لپاره ګمارل کېږي او حتی هغه سزاګانې، چې جرګې ټاکلې د هغه مرتکبینو ته ورکوي، که څوک د جرګې له پرېکړو څخه غاړه وغړوي دوی کولای شي، چې پر کور یې اور پورې کړي او ان چې د مرګ سزا ورکړي.

اسلامي شوری

کهچېرې د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ د سېکولر رژیمونو د پارلمانونو لوحو، دېوالونو او نورو قوانینو ته ځیر شو نو دوی خپل دغه غټ کفري اقدام ته د اسلامي بڼې ورکولو او توجیه کولو لپاره د قرآنکریم او نبوي سنتو هغه آیتونه او احادیث تأویل کړي او پرې استدلال یې کړی دی؛ کوم چې د اسلامي شوری په اړه پکې یادونه شوې په داسې حا ل کې چې د اسلامي شوری او طاغوتي پارلمان، یا دودیزې لویې جرګې ترمنځ له سره کوم ورته والی نشته. د شوری، اسلامي شوری او جرګې ترمنځ د تړاو، یو ګڼلو د مشهورې مغالطې او سوء تفاهم د له منځه وړلو او پوهېدلو لپاره باید تر هرڅه د مخه د شوری او اسلامي شورا لفظونه وپېژندل شي.

د شوری د لفظ مانا په معجم المقاییس کې داسې راغلې ( شین، واو او راء له حروفو جوړ لفظ چې په دوه ماناوو راغلی اول یې د یوڅه ښکاره کول، پیلول او د خرڅلاو لپاره وړاندې کول دوهمه مانا یې رانیول د یوڅه، لومړی مثال: کله چې څوک اوښه د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي نو وایي شرت دابة شوراً، اذا عرضتها. او هغه ځای ته چې اوښه پکې د خرڅلاو لپاره بېول کیږي ( مشوار) ویل کیږي، بل مثال: کله چې وایې عسل مې راویستل نو وایي: شرت العسل. له لومړني بابه ځینې ژبپوهان وایي: شاورت فلانا فی امري: له فلاني سره مې پخپل کار کې مشوره وکړه، یا د شور العسل یعني شات ایستلو له بابه: لکه چې مشوره اخیستونکی هم خپله رایه له بل چا را اخلي.
په لسان العرب کې راځي: شار العسل: یعني شات یې له سوري راویستل.
په اصطلاح کې شوری عبارت ده له خپل لاس لاندې کسانو نه د رایې اخیستلو څخه په خپله اړونده امورو کې، نو ویلی شو چې شوری یو عربي لفظ دی چې لکه څرنګه چې له نوم څخه یې مالومیږي، چې شورا د مشورې اخیستلو لپاره را بلل کیږي او پکې امیر له خپل لاس لاندې کسانو په خپله اړونده چارو کې مشوره اخلي. د نصوصو په رڼا کې شوری یو مشروع عمل دی چې ځینې علماوو فرض ګڼلې او ځینو بیا احسنه او افضله بللې، اما دا چې شوری په کومو امورو کې رابلل کیږي؟ ډېری علماء په دې اند دي چې شورا په مباح او د جګړې په هغه امورو کې رابلل کیږي چې پکې د شارع خطاب او حکم نه وي موجود.
داچې په اسلام کې مشوره یواځې په اداري او مباح چارو کې رابلل کیږي نو باید یوې خبرې ته پاملرنه وشي چې شوری د مشورې اخیستلو لپاره رابلل کیږي نه د قانون جوړولو، تصویبولو یا هم ردولو لپاره.

د (مشورتي جرګې) په لفظي ترکیب کې تناقض او ټکر

په دغه مکرجن لفظي ترکیب کې دوه ضد کلمې سره ترکیب شوې؛ مشورتي او جرګه، چې د (مشورتي) لفظ له شورا څخه اخیستل شوی او مشتق شوی لفظ دی، د مشورې اخیستنې او مشورې ورکونې ته یې نسبت ورکول کیږي؛ اما د جرګې لفظ د قانون جوړولو او وضع کولو لپاره کاریږي یعني جرګه او پرېکړې یې د اساسي قانون د ۱۱۰ مادې له مخې د قطعي ارادې او قانون په مانا دي او ردول او نفی کول یې شونې نه دي، اما د مشورې په اړه واکمن او امیر اختیار لري چې د ګډونوالو مشوره رد کړي یا یې هم قبوله.

د پورتني ټکر په نظر کې نیولو سره ویلی شو چې پورتنی لفظي ترکیب د اسلام ضد فکري کړیو او قانون جوړونکو له خوا په دې سبب رامنځ ته شوی دی ترڅو د جرګې لفظ مبهم یا هم پوښل شوی پاتې شي او پرې مسلمانانو ته ګول او فرېب ورکړل شي؛ همدا لامل دی چې ډېری علماء هم پرې تېر وتلي دي.

اسلامي شورا او عنعنوي جرګې ترمنځ ښکاره توپیرونه

لکه څرنګه مو چې مخکې هم وویل چې جرګه که هغه لویه جرګه ، ولسي جرګه، مشرانو جرګه وي د تقنین یا قانون جوړونې دری ګونې مراجع پېژندل شوې دي، په داسې حال کې چې اسلامي شورا یوه مشورتي مرجع ده نه تقنیني؛ یعني په افغاني جرګو کې تقنین کیږي اما په اسلامي شورا کې یواځې مشوره اخیستل کیږي هغه هم په اداري او مباحو چارو کې، په اسلام کې تقنین یا قانون جوړونه د الله سبحانه و تعالی حق دی چې په اسلام کې پرته له الله سبحانه و تعالی څخه هېڅوک حق نه لري چې د حکم په ګدۍ کښېني او خلکو ته قوانین جوړ کړي. غواړم په ترتیب سره د شوری او جرګې ځینې توپیرونه بیان کړم:

• اسلامي شورا د امیر او اسلامي دولت لپاره مشورتي بڼه لري، اما جرګه له اسلامه د مخکنیو خلکو تقنیني سرچینه وه، چې د ژوند ټولو چارو ته شاملیږي.

• د اسلامي شوری پرېکړې یواځې مشورتي بڼه لري او وروستۍ پرېکړه په امیر پورې اړه لري، اما د افغانستان د اساسي قانون له مخې جرګه د ارادې نیولو او قانون جوړولو وروستنۍ سرچینه ده چې پرېکړې یې پرټولو فرض ګڼل شوې.

• اسلامي شورای له اسلامي مختاړيو او وروستاړیو پرته هم اسلامي ده، اما له جرګې سره که هرڅو د اسلامي، یا مشورتي مختاړي یا وروستاړي وتړل شي بیا هم نه اسلامي کیږي ځکه په اسلام کې قانون جوړوونکي او شارع یواځې الله دی نه جرګه.

• اسلامي شورا له دیني او فقهي علماوو پرته هم اسلامي ده، ځکه امیر کولای شي چې په اړونده چارو کې له متخصیصینو او خبره کسانو څخه مشوره واخلي، اما جرګه د درباري ملایانو، ګمراه فقهاوو او د سلاطینو د علماوو په ګډون سربېره بیا هم نه اسلامي کیږي ځکه، شرعه وضع کول او پاس کول له الله پرته د هېچا کار نه دی.

• اسلامي شورا په مباح یا هم د جګړې په هغه امورو کې رابلل کیږي چېرې د شارع (الله سبحانه تعالی) له خوا ورته خطاب نه وي موجود اما جرګه د ډېموکرات او سېکولر رژیم لپاره ټول کاري چوکاټ، حلال او حرام، خیر اوشر، دوست او دښمن، درګونې قواوې او ددوی صلاحیتونه ټاکي.

• اسلامي شوری د اسلامي دولت له فضایلو او ښېګڼو څخه بلل شوې، اما جرګه د سېکولر رژیم بنسټ، شتون او نشتون تضمینوي.

• اسلامي شورا د امیر له خوا په امورو کې د ثواب او خیر په نیت رابلل کیږي، اما جرګه بیا په اسلامي دولت کې ځای نه لري، ترسره کول یې حرام ، پکې ګډون او په فیصلو یې باور درلودل د الله سبحانه و تعالی د الوهیت او حکم له توحیدونو سره منافي ګڼل شوي.

• د شوری لفظ په مراتبو په نصوصو کې ذکر شوی، ښېګڼې یې پکې بیان شوې، رسول الله ته په مشورې اخیستلو امر شوی، اما جرګه یو نا آشنا لفظ دی چې نه په اسلامي ټرمینالوژۍ کې ځای لري او نه هم په داسې کوم لفظ ژباړل کېدلی شي چې په اسلام کې مشروعیت او اباحت ولري.

• د شوری لفظ، دندې او مانا تحریف او تأویل نه قبلوي، اما د جرګې له لفظ څخه منحرف، ګمراه او غلط تعبیرونه شونتیا لري، الله سبحانه و تعالی رسول الله او مسلمانان د )راعنا (د کلمې له کارولو ځکه منعه کړل چې یهودیانو به تحریفوله او غلط تعبیرونه به یې ځنې کول او په مسلمانانو به یې ملنډې وهلې: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقُولُواْ رَاعِنَا وَقُولُواْ انظُرْنَا وَاسْمَعُوا وَلِلكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ ‏. اې هغو کسانو چې اېمان مو راوړی ! ( کله چې له پیغمبره د قرآني آیتونو د حفظ او اخیستلو په منظور د ډېرې پاملرنې غوښتنه کوئ) مه وایئ « رَاعِنَا » : ( زمونږ رعایت وکړه ! بلكه نورې ورته کلیمې وکاروئ ترڅو یهودیان او مشرکان یې سوء استفاده او تحریف نه کړي او د بد مفهوم او ښکنځلو په مانا یې تعبیر نه کړي ) او « أُنظُرْنَا » ووایاست ( پر مونږ نظر وکړه ، مونږ ته وګوره) او واورئ او ( لکه دوی غوندې ملنډې وهونکو) کافرانو لپاره دردوونکی عذاب دی .

_——–

د لیکنې لیکوال
حبیب الله رفیع، لویه جرګه د تاریخ، قانون، حقوقو او ټولنپوهنې په رڼا کې، د هېواد ورځپاڼې وېبسایټ
مخکنی ماخد
مرآة الحرمین، ج1 ، ص9 و 187
حبی حبیب الله رفیع، لویه جرګه د تاریخ، قانون، حقوقو او ټولنپوهنې په رڼا کې.
د افغانستان اساسي قانون، شپږم فصل، ۱۱۱ ماده.
د افغانستان اساسي قانون، شپږم فصل، ۱۱۳ ماده.
Fida younas Afghanistan Jirgahs and Loya jirgas the Afghan Tradition (977a, D to 1992 A.D)
داکتر اکبر ایس احمد. میلینیم او کرزما دسوات په پښتو کې، پښتو اکاډمي پېښور یونیورسټي. پېښور پاکسان: ۱۳۱ مخ
سوة انعام، ۵۷ګڼه آیت.
سورة مائده، ۴۹ ګڼه ایت.
سورة مائده، ۴۴ګڼه آیت.
حبیب الله رفیع، لویه جرګه د تاریخ، قانون، حقوقو او ټولنپوهنې په رڼا کې، د هېواد ورځپاڼې وېبسایټ
مخکنۍ سرچینه
ابن فارس، معجم مقاييس الغة، تحقيق عبد السلام هارون، دار إحياء الكتب العربية، القاهرة، 1366 هـ
كتاب الشين، باب الشين والواو وما یثلثهما مادة: شور.
ابن المنظو، لسان العرب
سورة بقره، ۱۰۴ ګڼه آیت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x