ورزش

پنځه استعداد لرونکي لوبغاړي چې په لومړي وار به نړیوال جام کې لوبیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ غوایي، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام لپاره د افغانستان په ګډون لس لوبډلو د خپلو لوبغاړو پنځلس کسیز نوملړ تېره اوونۍ اعلان کړی دی.

د یادو لوبډلو څخه دلته د پنځه داسې استعداد لرونکو لوبغاړو ذکر کوو چې په لومړي وار نړیوال جام کې لوبیږي او د غوره کارکردګۍ تمه ترې کیږي.

راشد خان (افغانستان)

د افغانستان ملي لوبډلې تکړه ۲۰ کلن سوکه توپ اچونکی راشد خان به په لومړي وار په نړیوال جام کې لوبیږي چې تر دې دمه د خپلې لوبډلې ټولو مهم لوبغاړی ګڼل کیږي، راشد خان که څه هم په عمر کم دی خو په ډيرو لیګونو کې لوبېدو او په ځانګړي استعداد سره یې په نړیواله کچه ستر شهرت وموند. راشد خان په نړیوال جام کې د زیاتو ویکټو ترلاسه کولو وړتیا لرلی شي، نوموړي تر دې دمه په ۵۷ یو ورځنیو سیالیو کې په ۱۵ غوره اوسط سره ۱۲۳ ویکټې ترلاسه کړې دي، یوازې دا نه بلکې راشد خان اوسمهال د یو ورځنیو لوبو په آلراونډرانو جدول کې هم لومړی مقام لري.

جاسپریټ بومرا (هندوستان)

Jasprit Bumrah is at the top of the MRF Tyres ICC ODI Bowling Rankings

جاسپریټ بومرا هندی غوره چټک توپ اچونکی دی چې په ۲۰۱۶م کال کې یې یو ورځنۍ سیالۍ پېل کړې چې اوسمهال په توپ اچونکو کې لومړی مقام لري، ۲۵ کلن بومرا په ۱۵ نورو ویکټو اخیستلو سره کولای شي د هند لخوا تر ټولو چټکې ۱۰۰ ویکټې بشپړې کړي، د نوموړي ځانګړتیا داده چې هر مهال لوبډلې لپاره د ویکټې اخیستلو وړتیا لري.

شیمرون هیټمیار (ویسټ انډیز)

Image result for shimron hetmyer

ویسټ انډیز لوبډلې له اوږدې مودې وروسته په منځني لوبغاړو کې غوره توپوهونکی موندلی، شیمرون هیټمیار په ۴۰.۸۶ اوسط سره په ۲۵ سیالیو کې ۹۰۰ منډې جوړې کړې دي،  هغه نه دا چې لوبډله یې د ۱۹ کلنو نړیوال جام اتلوله کړه بلکې په غوراوي سیالیو کې یې د لوبډلې لپاره ځانګړی رول ولوباوه، نوموړي یوازې په ۲۰۱۸م کال کې په ۱۸ لوبو کې ۷۲۷ منډې جوړې کړې او په ویسټ انډیز کرابین لیګ کې زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی هم و، د ویسټ انډیز په مډل آرډر توپوهونکو کې تر ټولو مهم وي.

جای ریچارډسن (استرالیا)

Image result for jhye richardson

د استرالیا لوبډلې چټک توپ اچونکی جای ریچارډسن چې د توپ اچونې سرعت یې تر ۱۴۰ کیلو میتر زیات دی یوازې ۱۲ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي چې په کې یې د نړۍ لومړی مقام لرونکی توپوهونکی «ویرات کوهلي» یې ۴ واره سوځولی دی، (درې واره یې په استرالیا کې د یو ورځنیو سیریز پرمهال او یو وار په هند کې)، ریچارډسن په یوازې ۱۲ سیالیو کې ۲۴ ویکټې اخیستې دي او د میچل سټارک سره به یوځای توپ اچونه کوي.

بابر اعظم (پاکستان)

Related image

پاکستان هم له اوږدې مودې راهیسې داسې منځنی لوبغاړی موندلی چې په تېره نږدې کې یې په زړه پورې کارکردګي ترسره کړې ده، بابر اعظم په ۲۰۱۵م کال کې یو ورځنۍ سیالۍ پېل کړې چې تر دې دمه یې په ۵۹ سیالیو کې په ۵۱.۲۹ غوره اوسط سره نږدې ۲۵۰۰ منډې جوړې کړي دي، اوسمهال په یو ورځنیو لوبو کې اووم مقام لري، بابر اعظم لومړی لوبغاړی دی چې په درې پرلپسې یو ورځنیو لوبو کې یې سلیزې وهلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x