نظــر

د مرګ د دلګیو کارونه بشري ضد جنایت دی

لیکوال : نورالحق ن. څلی

د هغه څه بېلوونکو نښو ته په کتو سره ، چې د روان اشغال په کلونو کې د شپنیزو عملیاتو په نوم یادېږي ، په زغرده ویلی شو چې دا نګه « د مرګ د دلګیو » عملیات وو او دي . د مرګ د دلګیو عملیات هغه جنایتونه دي چې په ډله ییزه توګه د سیاسي او وسله والو مخالفینو د ځپنو ، سیاسي وژنو ، زورونو ، نسل وژنې ، تښتونې ، یرغمل نیونې ، تر رواني فشار لاندې ساتلو ، بې موراله کولو او د پاڅون ضد ترور په موخه تر سره کېږي .

له دغه شان عملیاتو سره بشریت پوره آشنایي لري . د امریکا د نظامي او استخباراتي عملیاتو په اډانه کې د مرګ د دلګیو کارونه ښه پېژندل شوې وسله ده . امریکا د دوهمې نړیوالې جګړې نه را په دې خوا د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ګڼ شمېر د مرګ دلګۍ ګمارلې او سمبال کړې دي .

تر اوسه هېڅ داسې امریکایي اشغال نه دی لیدل شوی چې د مرګ دلګۍ نه وي په کې ځلېدلې . خصوصي امنیتي کمپنۍ او بېلا بېلې جنایتکارې ډلې هم د مرګ دلګیو په ګمارلو ، روزلو او سمبالولو کې لوی لاس لري .

د طالبانو او امریکایانو تر منځ روانې مخامخ خبرې اترې د چنې وهلو یوه پروسه ده او هر لوری هڅه کوي چې له خپل سیال څخه امتیازات واخلي . دواړې خواوې خپلې خوږې ګوتې لري . هر لوری خپلو سرو کرښو ته په کتو سره یواځې اټکل کولی شي چې د خبرو اترو پایلې به څه وي ، خو مخکې له مخکې نه هېڅ لوری د وروستیو پایلو په اړه نه پوهېږي .

ښکاره خبره ده چې امریکا نه یواځې ډېر امکانات لري ، پر دې برسېره د دغه شان خبرو اترو ډېرې تجربې هم لري . د روانو مخامخ خبرو له پیل راهیسې ، امریکا په پرلپسې توګه سیاسي مانورونه کوي . مالوماتي جګړه ، بې باوري او تشویش اچونه ، اوازې او ناسم خبرونه خپرول یې ورځنۍ چارې دي . د دې ترڅنګ د امریکا استخباراتي او سیاسي لوبې یادولو ته اړتیا نلري . د بېلګې په توګه امریکایي مرکچي ، یو ځل د دې پر ځای چې له طالبانو سره خبرو ته ورشي د سیمې هېوادونو ته یې په دې موخه سفرونه وکړل چې که هغه پخوانۍ طالب ضد جبهه یو ځل بیا راورغول شي . بل ځل یې خپل د کابل اردلیان دې ته وهڅول چې مصنوعي شور ما شور جوړ کړي او داسې وښیي چې ته وا روانې خبرې د ناکامۍ په لور روانې دي . دا هر څه د دې لپاره وشول او کېږي چې امریکا امتیاز واخلي .

دغه هره شپه د مرګ د دلګیو روان ناتار هم د امریکا د کسات اخیستلو او امتیاز اخیستلو وسله ده . دغه عملیات د بشري ضد جنایتونو په کتار کې راځي او یواځې د انسان وژنې عملیات دي . د دغو عملیاتو قرباني هر څوک اوسېدلی شي . شرط یې دا دی چې مازې د مرګ د دلګۍ لاس ور ورسېږي . د دغه بشري ضد جنایت قربانیان ډېری بېګناه ، له ځانه بې خبره ماشومان ، ښځې او نور ولسي وګړي دي .

د مرګ د دلګۍ د حرفوي قاتلینو لپاره مهمه دا ده چې څو تنه ووژل شي ، دا ورته بېخي ارزښت نلري چې څوک وژل کېږي . له دې چې د وسله والو مخالفینو مهم کسان خپل امنیت ساتي ، نو ځکه د هغوی پر ضد عملیات خامخا تلفات هم لري . همدا وجه ده چې دغه د مرګ دلګۍ د وسله والو مخالفینو پر ځای دغه نرم او بې دفاع هدفونو په نښه کوي .

په دې اړه یوه بل لامل ته هم باید پام وکړو او هغه دا چې هر اشغالګر پر خپلو ګوډاګیانو باندې څومره چې کېدای شي ډېر جنایتونه تر سره کوي . ولې ؟ د دې لپاره چې خپل اولس ته د ورګرځېدو ټولې لارې یې پر مخ وتړل شي . دلته ده چې ګوډاګی اړ کېږي چې تر مرګه د خپل بادار لپاره جنګېږي .

په هر حال ، له نېکه مرغه دمګړۍ زمونږ افغانانو لپاره یو ښه چانس پلاس راغلی دی . له یوه پلوه اشغال ماته خوړلې ده او له بلې خوا د سیمې هېوادونه خپلې ګټې زمونږ د هېواد په سوله کې ویني .

دا هم باید په زغرده ووایو چې د یو څو تنو پردیپالو پرته د افغانانو تر منځ هېڅ ګټونکي او بایلېدونکي نشته . یواځې امریکایي اشغال ته ماته ورکړل شوې ده . له دې نه به د خوښۍ شېبه بله کومه یوه وي چې بهرني ځواکونه ووځي ، زمونږ هېواد یو ځل بیا خپل استقلال ولري ، دغه تپل شوې جګړه پای ته ورسېږي او سوله راشي ؟ هو ! دلته هر وطنپال افغان ګټونکی دی .

د وروستۍ خبرې په توګه راځئ په ګډه ووایو چې د مرګ د دلګیو کارونه بشري ضد جنایت دی او باید سمدلاسه ودرول شي . د هېواد په غمیزې کې ټولې ښکېلې خواوې باید د ملي ګټو خیال وساتي . د اشغال اردلیان باید نور د امریکا په اشاره داسې بې ګټې خبرې او کړنې و نه کړي چې د سولې خنډ وګڼل شي . هره هغه خبره چې د اشغال د دوام ، د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو او جګړې د دوام بوی ورکوي د ډوبېدونکي چیغې دي .

د بشریت ضد جنایتونه کوم دي ؟

له دغو لاندینیو کړنو څخه هره یوه یې چې د نړۍ په هر ګوټ کې په پراخه کچه او یا په سیستماتیکه توګه د اولسي وګړو پر ضد په قصد سره تر سره شي د بشریت پر ضد جنایت ګڼل کېږي : قتل ؛ له منځه وړنه ؛ مریتوب ؛ شړنه ( تبعید ) یا په زوره د خلکو بې ځایه کونه ؛ بندیتوب ( حبس ) ؛ سکنجه کونه ؛ جنسي تېری ( بدلمنۍ ته اړ کول ، په زور شنډونه ، په زور بلاربونه او . . . ) ؛ د سیاسي ، نژادي ، ملیتي ، مذهبي او د جنسیت له امله د انسانانو د یوه ځانګړي ګروپ پر ضد د زورزیاتي کارونه ، نسل وژنه ( جنوساید ) ؛ د انسانانو نابودونه ( ورکېدنه ) ؛ د اپارتاید جنایت او دې ته ورته هغه کړنې چې قصدأ د ډېرو ځورونو ، جسمي یا روحي زیان رسولو په نیت وتپل شي . پاي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x