نظــر

دا له انسانیت څخه ایستل او ابلیس کول د څه لپاره ؟

لیکوال : نورالحق ن. څلی

لومړی باید ووایو چې له انسانیت څخه ایستنه او ابلیس کول کابو یو شی دي . د کنجکاو لوستونکي لپاره باید ووایو چې دلته یواځې او یواځې یو توپير شته . ابلیس کونه تور لګوي او بدنامول کوي خو له انسانیت څخه ایستنه بیا انځورول او ښودل کوي .

اوس به راشو دې ته چې دا له انسانیت څخه ایستنه ( شړنه ) څه شی ده ؟ دا هغې سایکولوژیکي پروسې ته وایي چې یوه په نښه شوې ډله ( ګروپ ، سازمان ، اولس ، ایدیالوژي او یا دولت ) د انساني چلند وړ او ښایسته و نه ګڼل شي . په بله وینا له انسان څخه یو څه ټيټ ( بې انسانیته ) او یا لږ کم وښودل شي . پایله یې د په نښه شوې ډلې رټل او اخلاقي ردونه وي . دغه په نښه شوې ډله ټيټه ، لوېدلې ، بده ، شر اچوونکې او جاني رنګ کېږي .

له انسانیت څخه شړنه په حقیقت کې یو ډېر پخوانی تبلیغاتي تکنیک دی چې د دښمن او یا د په نښه شوي ډلې پر ضد کرکه او داسې ټولنیز ذهنیت راپیدا کوي چې دغه ډله بدې او وژونکې موخې لري . دغه ولې کېږي او څه ګټې لري ؟ دا د دې لپاره کېږي چې دښمن او یا په نښه شوې ډله بې موراله کړي او په آسانۍ سره وځپل شي . ګټه یې دا ده چې په آسانۍ سره متحدین او ملاتړي پیدا شي . یا دا چې خپل سیاست پر ځای او د خپلو آن شیطاني کړنو موخې سپېڅلې وښيي .

دا هغه میکانیزم دی چې د په نښه شوې ډلې پر ضد د هر ډول ناتار او وحشت تر سره کولو ته لار پرانیزي . دا داسې یو میکانیزم دی چې آن د په نښه شوې ډلې د غړو د ډله ییزو وژنو په اړه آن اخلاقي اندېښنه ( خرخښه ) لرل له منځه وړي . په دغې پروسې کې ، په نښه شوې ډله په عام ذهنیت کې دومره رټل شوې وي چې د هغې د غړو سیستماتیکې وژنې هم د چا لپاره پوښتنه نه راپیدا کوي . ته وا چې همدا اساسي چاره ده . دغه وژنې باید هم وشي .
د اشغال په بهیر کې اشغالګر هغه ځواکونه له انسانیت څخه شړي او ابلیس کوي یې چې مقاومت کوي . له بل اړخه دا د اشغالګرو سخت مجبوریت هم دی چې دغه کار وکړي ، تر څو خپل ګوډاګیان او اردلیان په یوه ځواک بدل کړي .

داهغه ناولی میکانیزم دی چې د ټولنې یوه برخه او یا ډېر کسان د انسان وژنې په وړاندې بې اعتنا کوي . له ویلو پرته روښانه ده چې د انسان وژنې په وړاندې بې اعتنا کېدل پخپله له انسانیت څخه وتل دي او د ابلیس کار ګڼل کېږي .

د دې لپاره چې خبرې را لنډې کړو ، زما په خیال د دغې موضوع راسپړنه همدومره بسنه کوي . اوس هیله من یم چې ګران لوستونکی پخپله وکولی شي ، د هېواد وروستۍ څلور لسیزې راوسپړي او وګوري چې پردیو د ابلیس کونې کومې هڅې کړې دي او پایلې یې څه وې .

راځۍ دلته دا تېرو ۱۷ کلونو ته ځير شو . روان اشغال له هماغه پیل څخه د طالبانو ابلیس کونه پیل کړه . سره له دې چې د طالبانو دولت ړنګ ، ځواکونه یې تارومار او پخپله هم د تودې هوا په شان والوتل او هېڅ څرک یې نه لګېده ، خو بیا هم د هر افغان څېره به چې د اشغال او د اشغال د اردلیانو خوښه نه شوه ، نو سمدلاسه به یې د طالب ټاپه ورباندې ووهله . وړاندې هغه څه کېدل چې د اشغال او د هغه د اردلیانو له مزاج سره برابر راتلل .
ښایي له چا سره دا پوښتنه پیدا شي چې ولې داسې کېدل ؟ دا د دې لپاره کېدل چې که چېرې مقاومت نه وای ، نه به دغه ناولی امنیتي تړون ، نه دغه بې هویته اردلیان ، نه دا پوځې اډې ، نه دا د نشه یې توکو سوداګري او نه به زمونږ خاوره تر دوامداره امریکایي اشغال لاندې وه . د اشغال د تلپاتې کېدو لپاره د وسله وال مقاومت پیدا کېدل پخپله د اشغال اړتیا وه .

درې ، څلور کاله وروسته وسله وال مقاومت راوټوکېده او ورو ورو لا پراخ شو . په دې پړاو کې د طالب په نوم سلامت کلي نابود شول . طالب چې ځواکمن شو ، هغه هم د عسکرو ابلیس کونه پیل کړه . دلته د یوه اولس په توګه خپله غمیزه ښه لیدلی شو .ګورئ دلته د همدې وطن بچي په بېلابېلو نومونو وژل کېږي ، خو د همدې وطن یو بل بچی د یوه په مرګ خوشحاله کېږي او د بل لپاره له لوی څښتن څخه جنتونه غواړي .

د وروستي مطلب په توګه ، دا هم باید هېر نه کړو ، چې له انسانیت څخه شړنه پکار ده ، د « بېل یې کړه ، اېل یې کړه » سیاست په اډانه کې وڅېړل شي ، ځکه دا د هغه شیطاني سیاست یوه مرستندویه او بشپړه کوونکې برخه ده . دوهمه خبره چې باید هېره یې نه کړو هغه دا ده چې په نړیوال سیاست هم بهرني اولسونو او یا مشران د ابلیس په شان انځور کېږي . استعماري هېوادونه هم د جګړې د پیلو لپاره تل لومړی په نښه شوی هېواد د ابلیس په بڼه انځوروي .

د وروستۍ خبرې په توګه باید ووایو چې که چېرې خپل ملي هویت او د خپل هېواد استقلال درته ګران وي نو په اوسنۍ نړۍ کې ژوند کول آسانه خبره نه ده او کش شوي ماغزه غواړي . نن زمونږ افغانانو په شان ، په هر اولس کې د سیاست او ټوپک ډېر مینه وال شته . له بده مرغه د سیاست او ټوپک د دغو مینه والو غوښنه برخه داسې مفت اجیران دي چې ډوډۍ هم له ځانه خوري . سیاستوال یې په دې نه پوهېږي چې څوک یې خوځوي او ټوپک والا یې په دې نه پوهېږي چې دا ټوپک چا د دوی پر اوږو ایښی دی .

هو! دا د دې زمانې داسې تریخ واقعیت دی چې انکار ورڅخه نشي کېدای .
پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x