نظــر

د ډاکټر غيرت بهير په ناکامۍ کې د مسلميار منافقت؛ لنډ وضاحت!

ليکوال: د افغانستان يو زړه خوږی سناتور

د ګران هيواد دوه وتلې څيرې «ډاکټر غيرت بهير» او «فضل هادي مسلميار» په دې نږدې وختونو کې يو بل ته ورنږدې شول او د ملګرتيا لاسونه يې سره ورکړل. ډاکټر غيرت بهير، چې د تېر کال سنبلې پر ۲۵ مه د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې انتصابي سناتور وګومارل شو او مشرانو جرګې ته يې تشريف راوړ، عمومي تصور دا وو، چې ښايې د اوولسمې تقنيني دورې د رياست د مقام لپاره به هم ځان نوماند کړي. دا هغه ټکی وو، چې فضل هادي مسلميار يې په تشويشونو کې ډوب کړی وو.

هماغه وو، چې مسلميار د ډاکټر غيرت بهير د پرځولو په موخه د منافقت رنګارنګ جالونه وغځول او بالاخره يې په شاتو کې زهر ورکړل!!

لمړی خو يې په ډير مهارت او مداريتوب د مشرانو جرګې د رياست مقام لپاره له کانديداتورۍ منصرف کړ او بيا يې ورباندې خپل خطرناک حريف ( داکتر باختر امين زی) تخريب کړ (( باختر امين زی د حزب اسلامي د سياسي کمېټې رئيس دی، چې ډاکټر غيرت بهير سره يو ځای انتصابي سناتور ټاکل شوی وو، هغه هم غوښتل چې ځان د مسلميار سره د رياست مقابلې ته چمتو کړي، چې بيا بالاخره د مسلميار په منافقت د رئيس جمهور له لورې عزل شو)).

په همدې دوران کې ډاکټر غيرت بهير ځان دوهم معاونيت ته نوماند کړ، مخکې له دې چې ټاکنې ترسره شي، تر نهه نويمې دقيقې پورې ورسره مسلميار په ښکاره نره خو په اصل کې منافقه ملګرتيا وکړه، حتی په وار وار به يې ورته ويل، چې ته تشويش مکوه زه درسره د سر او وينې په قيمت ولاړ يم. ډاکټر بهير چې په زړه پاک او سوچه انسان دی، د مسلميار په منافقت يې باور وکړ او په همدې تمه او هوډ ورسره کلک ودريد، تر دې چې مسلميار يې د رياست تر چوکۍ ورساوه.

کله چې مسلميار د رياست په چوکۍ کيناست نو همدا يې له غيرت بهير سره د ملګرتيا وروستنۍ لحظې وې، خپل بارز منافقت يې ولوباوه او بالاخره ښاغلی غيرت بهير يې د خپل مداريتوب او مکارتوب په ترڅ کې له ناکامۍ سر مخ کړ.

زما به دا صحنه کله هم هېره نه شي، چې کله د هيواد وتلې او مشهوره څېره، عالم او مجاهد شخصيت د مسلميار د منافقت په پايله کې له ناکامۍ سره مخامخ کيږي.

هغه شېبه مې اوس هم سترګو سترګو ته کيږي، چې د غيرت بهير رايې کمې شوې، مقابل رايه لوړه شوه او دی ناکام اعلان شو ـ باور وکړئ تالار کې د خفګان خاموشه څپه خپره شوه!! هغوی چې د خپل ايمان او ضمير سره يې جفا کړې وه، له ورايه ښکاريدل چې رنګونه يې الوتي وو.

نور وضاحت بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

اوه سناتور صاحب ما چي ويل د مسلميار د منافقت له امله غيرت بهير د اسلام يا هيواد او خلکو لپاره د مبارزې او کوم ښه کار د تر سره کولو په لار کي ناکامه سوی دی. د دې چوکۍ زوی دي ومري دغو خلکو ته څومره مهمه او ارزښتناکه ده. دې دنيوي او نفساني شهوتونو او امتيازونو دا خلک څومره زيات غولولي دي. د دوی ټول هم او غم په دغو بې ارزښتو خبرو کي دی. دې مشر اشرف غني لا لا ته يې بيا وګوره چي څه کش يې جوړ کړی دی. د قدرت او مقام لپاره يې… نور لوستل »

مجاهد

لمړی: غیرت بهیر ( د انجینر ګلبدین حکمتیا په شان چه د انجینری له دوهم ټولګی ته رسیدلی وو) د طب له لمړی ټولګی څخه فارغ شوی داکتر هغه ته ویل کیږی چه د طب له پوهنځی وروسته یی د ستاج دوره هم پوره کړی وی زه یی له نزدی پیژنم .
دوهم : مسلمیار یواځی منافق نه بلکه د منافقانو ( د سناتورانو ) او غلام مشر دی د ریس او عادی سناتورانو تر منځ معاشونو او تداراکاتو او قراردادونو کی توپیر دی او بس اصلا دوی ته د سناتور کارول د سناتور کلیمی ته توهین دی

Karwan

وروره تاسو هم عجيبه ليکني کوي، دالري مسلميار منافق خو ټولو ته معلوم دي، چه د نامشروع فاصدو امريکائي غلامانو سره کار کوي او خپل دالر پيداکوي. اول خو ګوري حکومت هيځ وجود نلري، نه قانون شته، نه عدالت. که حکومت، قانون او عدالت وي، بيا به زموږ اولسي خلک دداخلي غلامانو او اشغالګرولخوا دشپي اوورځي نه قتليدلي. دغه ټول د ملت اصلي دوښمنان او قاتلين دي، دوي ټول بايد چه د عدالت په رڼا کي محاکمه شي. نو زما غټه ګيله د حزب او د بهير صاحب څخه ده، دوي ولي پاک ځان ددغو خاينانو سره الوده کړ. دوي… نور لوستل »

غ.حضرت

مسلمیار هم د یو منافق جریان ( سیافیزم) منافقه څېره ده. قواره ئې هم داعش ته سوېده.

حکیمي

سلامونه بهیرصیب تاسو په دې مه خفه کېږۍ چي چادرسره بې وفایي وکړه دالله ج په نوم تردې ذلت چي نن پکې واقع یاست هغه دباګرام زندان مو ښه وو تاسوله جهادسره غدروکړ دزرګونوشهیدانووینې موخرڅې کړې که تراوسه مو زغم کړی وای نن به تاسوهم دبل په مټو دفاتحینو مجاهدینو په حیث راتلۍ خوتاسو لکه چي داهرڅه د حکمتیازصیب په وینا داقتدار لپاره وکړل په غلامۍ کې هم چي ښه بې شرفه غلام نه وي لویه چوکئ نه ورکوي بې غمه اوسه اوس یې هم دخپلې غلامۍ په اندازه چوکۍ درکړې ده کله چي تر مسلمیار لوی خاین شوې خدای… نور لوستل »

جميل

د دی لعنتی نظام چلوونکی داسی دی لکه دوږخيان ټوله يو بل ته بد وايی . سناتور صيب چی مسلميار منافق ، مداری او مکار بولی او غيرت بهير ورته په زړه پاک او سوچه ښکاری بيا دا هم وايی چی : او بيايی ورباندی خپل خطرناک حريف تخريب کړ . سناتوره ! په چا يی تخريب کړ ، په زړه پاک او سوچه خو داسی تخريبی کار نکوی . ته اوس مسلميار تخريبوی خو په ځان نه يی خبر چی مسلميار به تا تخريبوی تاسی ټوله يوبل تخريبوی ، ستاسو له تخريبکاريو ټوله ملک تخريب شو . الله(ج) ته… نور لوستل »

توکل

د حزبیانو په ناکامیو سر شوی لخیره، حزب ته پدی منافقانه سیاست نور ذلت هم غواړی. حزبیان حکمتیار! ستاسی ناکامی په ازل که نوشته ده.هغه د سیافیان خو خپل مسیره معلوم دی!!.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x