نړۍ

ايا پر اسامه باندی عملیات کامیابه وه، که ناکامه؟

hani_alsibaiد المقریزی څیړونکي اداري مشر دکتور هاني السباعي نن د الجزیري سره په مرکه کي وویل چي د امریکې د اولس مشر له خوا هغه اعلان چي په کښي وویل، چي پر اسامه باندی عملیات په ډیره کامیابي سره تر سره سول، مکمل درواغ وبلل، او وې ویل چي امریکا په دغو عملیاتو کي کامیابه نه بلکي یو بله ناکامي يې په برخه سول.

ځکه چي هغه سړی چي د امریکایانو له قوله په زرګونو قتلو باندی متهم دی، داسي په یوه وار مړ کول، کامیابي نه بلکي ناکامي ده.

امریکایانو خو غوښتل چي اسامه ژوندی ونیسي، او بیا يي محاکمې ته وړاندي کړي، او په نړی کي او په خاصه توګه يې اسلامي نړی ته رسوا کړي، مګر امریکا د لسو کلونو د جګړې وروسته، د ملیاردونو ډالرو دمصرف وروسته، د زرګونو امریکایي فوځیانو د وژل کیدو وروسته صرف په دې وتوانیدل، چي نومړي په یو داسي عملیاتو کي په شهادت ورسوي، چي خپله يي هم په کښي ډیر تاوان ولید.

دکتور هاني وویل چي دا خو د هر مجاهد غوښتنه ده، چي په مخامخ جګړي کي شهادت تر لاسه کړي، او د اسامه هم دا غوښتنه وه، اسامه د دنیا ټوله عیش او عشرت د همدې شهادت لپاره پری ايښي و.

د یادوني وړ ده چي تیره شپه چي امریکایانو د پاکستان په ښار ګوټي ابیټ اباد کي کوم عملیات تر سره کړه، په هغه کي د امریکایانو یوه هلیکوپتره الوتکه هم ولویده، او ډیر ګمان داسي کیږي، چي په کښي سپاره امریکايي فوځیان دي هم په کښي وژل شوي وي.

دکتور هاني وویل چي امریکایان په دې سره خبر نه وه، چي خپله اسامه به دلته وي، هغوی داسي مالومات تر لاسه کړي وه، چي دلته یو مهم هدف سته، مګر دا نه ورته مالومه چي خپله اسامه به وي، ځکه که امریکایان خبر وايي، نو اسامه به يې ژوندی نیولای وای، او بیابه يي په امریکا کي محکمي ته وړاندي کړی وای.

دکتور هاني وویل چي امریکایان باید د سي آی ای مشران، د پنټاګون جنرالان محاکمه کړی، ځکه چي هغوی په دي کي ناکامه سول چي اسامه ونیسي او محکمه يي کړي.

او ځکه چي اسامه په مخامخ جګړه کي وویشتل سو، نو بیا خو د هغه د اتباعو لپاره د یو غټ ویاړ خبره ده، ځکه چي اسامه تسلیم نه سو، او نه يي ځان د بند لپاره وړاندي کړ، بلکي خپل تر اخیري نفسه يي مقابله وکړه، او په مخامخ جګړه کي شهید سو.

نومړي وویل چي دا د هر مسلمان عقیده ده، یوازي د اسامه عقیده نه ده، او هغه دا چي هر مسلمان د شهادت تمنا لري.

دکتور هاني السباعي یو مصری عالم دی، ګمان کیږي چی د القاعده شبکې د غړو سره نيژدې اړیکي به لري، او په مصر کي په ګڼ شمېر جهادي قضیو کي محکمې ته مطلوب دی.

د القاعدې اتباع په ټوله نړی کي دغه شیخ ته ډیر احترام لري، او همیشه يې مقالې، خطبې او نور ویډیوګاني په خپلو سایټونو کي نشروي.

{youtubejw}hKW85WxfuJc{/youtubejw}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x