نظــر

د افغانستان د څلوېښت کلن بحران پیل له کومه وخته او له چا څخه؟

عبدالله احمدي
د نړۍ په نقشه کې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د تاریخ په اوږدو کې له بېلا بیلو حالتونو سره مخ شوی، ډیرې خوږې او ترخې یې څکلې، د یرغلونو په وړاندې یې نمونې او مثالونه دنیاوالو ته پرې ایښي چې د نړیوالو تر منځ په هغه هیواد مشهور دی چې د امپراطوریو د برم، شان او شوکت بیړۍ بکې غرقې شوې او له منځه تللې دي.

یو له همدې ترخو ورځو څخه د افغانستان په تاریخ کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور میاشتې د ۷ ورځې کمونیسټي کودتا او د لږکیو کسانو چې د اتحاد جماهیر شوري لخوا سفوټ کېدل د پاڅون ورځ ده.

دا ورځ د دې ملت په حافظه کې د ننیو شته ناخوالو، دربدریو، بحرانونو، ورانیو او قتلونو د تهداب او تورې ورځې په نوم ثبت ده. غواړم په دې لیکنه تاسو لوستونکو ته په هغو عللو او عواملو باندې څو الفاظ او حقیقتونه نویشته کړم چې څنګه په دې مسلمانه جامعه کې په الحاد او له الهي حاکمیت نه منکر کمونیسټي افکار او نظریات خواره او شائع شول چې په نتېجه کې یې همدا بحرانونه او ناورینونه وزېږول.  ان شاء الله

علتونه او سببونه ډیر دي خو زه به هغه اساسي او اصلي علتونه تاسو ته په څو کرښو کې بیان کړم:

۱ــ د هغه وخت د علماؤ او حکومتونو غفلت. یعني څه مانا؟ هغوی له خپلو تعلیمي ادارو څخه په ناخبرتیا کې مبتلاء او ګیر وو.
د دې هم دوه وجې کېدای شي: لومړی: همدا امراء او علماء خبر نه ول او د دوی په نا خبرتیا کې دښمنان وتوانېدل په تعلیمي ځایونو کې خپل کسان ځای پر ځای کړي.

دویم:  یا امراء او هم علماء کرام خبر وو خو امراء په همدې راضي وو او علماؤ یې د بندولو توان او طاقت نه لره. خو که په لنډ ډول ووایم هغه کسان چې په رأس د نظام کې واقع ول هغوی د بیان آزادۍ تر عنوان لاندې هر ډول تعلیم او تدریس ته اجازه ورکړې وه ځکه همدا د ډیموکراسۍ لسیزه وه.

علماء کرام په عموم کې ور څخه په غفلت کې وو او څوک چې خبر ول هغوی لږ او کمزوري ول نو ځکه کمونیسټان د کمونیزم د خوراوي په لار کې له خنډ سره مواجه نشول.

په داسې حال کې چې په هغه وخت کې په تعلیمي ځایونو لکه: مکتب او پوهنتون کې د کمونیسټۍ، الحاد او بې دینۍ درس او ښوونه شاګردانو ته د ترقۍ،  نوښت او انسان جدید په نوم ورکول کېدل او هغوی په خپلو کورونو او محلو کې همدا درسونه شائع کول.

اخبار، جرائد، مجلې، کتابونه، او ورځپاڼې چې له الله، پیغمبر او وحی نه په انکار ولاړ عقاید ور کې ځای په ځای شوي وو ځوانانو ته په غولوونکو او جذابو نومونو وړاندې کېدل او چاپېدل او بیا په ولس کې خپرېدل خلکو ته د الحاد الهام ورکول کېدی.

۲ــ د هغه وخت د حکومتونو لخوا څخه په تعلیمي برسونو کې د یو شمېر هغه ځوانانو او نجونو چې هغوی له خپل دین، عقېدې او ثقافت نه ناخبره وو یا خبر وو خو په دومره انداز نه وو چې د باطل دلائلو ته ځواب ووایې لېږل د دې باعث شول چې د همدې لوستې څېرو په راتګ سره کمونیستي مفکوره هم زموږ ولس ته را انتقال شوه، ځکه دا ځوانان له خپل وطن څخه خالی الذهنه تللي و له خپلو مقدساتو او ارزښتونو څخه ناخبره ول نو هلته په خارج کې په لومړیو کې هغوی ته د فکر او عقېدې په اړوند درسونه وړاندې شول داچې هغوی خپل څه په دلائلو استوار نه درلودل نو په فوري توګه یې د استادانو لخوا کمونیزم مفکور واخستله او په زهن کې یې د عقېدې په نوم خپله کړه او دا وعده یې وکړه چې همدا افکار به په خپلو ټولنو کې په تمامه مانا خپروي څو موږ هم ستاسو په څېر پر مخ تللی ژوند او هیواد ولرو دا ځکه دوی ته ویل شوي وو چې د اتحاد جماهیر شوروي د ترقۍ او بر لاسۍ راز د کمونیزم وروستې مفکورې په خپلولو کې دی.

۳ــ کله چې همدا لوستې ځوانان خپل هیواد ته راستانه شول دوی ځانونه لوړ او روشنفکره معرفي کول چې موږ لوړ تحصیلات کړي، وطنونه مو لیدلي دي (زما په نظر حق یې هم وو ځکه زحمتونه او ستړیاوې یې کړې وې) او خلک هم یو ډول ورته په احترام قائله وو، له خبرو او کړو وړو څخه یې متأثره کېدل ځکه ټولنه یو مخ جامده پاته شوې وه نو همدا ځوانان د نظام لخوا په لوړو او مهمو کلیدي بستونو باندې مقرر شول، دوی دننه په ادارو کې د کمونیسټي مفکورې د خورولو لپاره لستو ڼي راټول کړل بالاخره په تعلیمي او ټولو دولتي ادارو کې کمونیسټانو رسوخ وکړ چې په نتيجه کې یې د نظام ډېره برخه کسان د ځان ملګري کړل آن د هغه وخت واکمن محمد دواد خان یې تر تأثیر لاندې را ووست چې بیا د وخت په تېرېدو سره په دې وتوانېدل چې د کمونیزم په مفکوره ولاړ نظام تأسیس کړي او د نظام له لارې د لېلن کمونیسټي فکر په عامو افغانانو کې د برچې په زور خور کړي هغه وو چې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور میاشتې په ۷ ورځ د شپې لخوا یې د محمد داود خان په حکومت د روسانو په رسمي غوښتنه مرموزه کودتا وکړه او تر سهاره یې ناترسه بمباري او د کودتا مخالف اشخاص په شمول د دواد خان او د ټولې کورنۍ سره ووژل او د کمونیسټي حکومت اعلان یې وکړ.

په حقېقت کې دا کودتا د روسانو د راتګ او یرغل لپاره مقدمه او سریزه وو ځکه یرغلګر هیمشه مخکې له دې چې یو ځای اشغال کړي هلته لومړی خپل فکر لیږي او په دې فکر باندې د خپلې بقاء او خپلو اهدافو ته د رسېدلو لپاره اشخاص روزي هغوی بیا په سر د اقتدار راولي او د پردې تر شا ټول دستورات او حکمونه د یرغلګرو چلیږي نو روسانو هم ورته لار انتخاب کړه لومړی یې دلته یو شمېر افغاني کسان په کمونیسټي فکر او عقېده وروزل روسي فرهنګ یې ورته د ارزښت وړ معرفي کړ او دغه کمونیسټان یې واک ته ورسول او بیا دوی ورپسې راغلل.

ځکه یرغلګر غواړي د فکري جګړې له لارې خپل عقېده، فکر، فرهنګ رسوخ مخکې تر نظامې جګړې رسوي څو یې په وړاندې تر ډېره حده چلنجونه کم شوي وي.

یادونه: د دې لپاره چې بیا خدای مه کړه موږ له یو بل داسي بحران سره مخ نشو نو علماء د اسلامي فکر او قلم خاوندان د اسلامي حاکمیت لپاره هلې ځلې کوونکې او د ننیو یرغلګرو په وړاندې مبارزه کوونکې جهتونه باید د تعلیمي ادارو نصاب او د دې نصاب تدریس کوونکو ته جدي پاملرنه وکړي چې هسې نه یو څوک په همدې ځایونو کې د سیکولریزم، کمونیزم، هیومنیزم، ډیموکراسي او نورو کفري او الحادي نظریاتو ته ترویج کوونکې داخل نشي که چیري وي باید وایستل شي او په مقابل کې یې باید شاګردان د اسلامي فکر او عقېدې څخه خبر او د دې فکر او عقېدې نواقض ورته بیان کړل شي کنه یو ځل بیا به دلته غربي لادینه افکار د لادینه کسانو لخوا تدریس کیږي او یو بل ناورین به رامنځته کیږي.

یقیناً د ثور ۷ زموږ په تاریخ کې یو عظیم بحران او غم دی چې په افغانانو باندې راغی او تر ننه پوري چې څومره انسانان وژل شوي، زخمیان شوي، بندیان شوي، مهاجر شوي، په تکلیف شوي او څومره ورانی او تخریب چې شوی عمده لامل یې همدا د غوایي ۷ د غوایانو غوبل وو.

له همدې ورځې څخه بیا افغانانو ارامه ورځ او د خپلې ارادې له ممثل اسلامي نظام څخه په ارمه فضاء کې نه دي برخمن شوي.

د کمونیزم د ناورین له ختمېدلو سره سم د ډیموکراسۍ او سیکولریزم تر یرغل او هجوم لاندې یو بل ناورین راغی او تر نن تاریخ پوري ور سره لاس او ګرېوان دي.

خو افغانانو په تیرو ۴۱ کالو کې دوه ځلې ډېر مهم او با ارزښته چانسونه له لاسه ورکړل د تأسف ځای دادی چې دواړه ځلې د هغو کسانو لخوا دا کار وشو چې یو وخت یې د سختو ګردابونو او موجونو به منځ کې د افغانانو کمزورې بیړۍ کفتاني کوله.

د کمونیسټانو د کودتا او روسانو د یرغل په وړاندې افغان ولس د جهاد او قربانۍ ډګر ته وړاندې شو په پوره مېړانه او لوړ عزم سره یې د کمزورو او ناچیزه وسایلو په لرلو سره د روسي بلاک او افغاني کمونیسټانو خلاف مقابله وکړه، د ۱۴ کاله کامیابې مجاهدې وروسته افغانانو په ۱۳۷۱لمریز کال د ثور میاشتې په ۸ نېټه هغه روسي ځواک په ګونډو کړ چې د دنیاوالو په منځ کې په نه ماتېدونکې قوت سره مشهور وو.

۸ د ثور د مجاهدینو د بریا او کمونیزم د ماتې ورځ ده. 

دا ورځ چې افغانانو یې د راتګ لپاره یونیم میلیون شهیدان، دوه میلیونه زخمیان د شپږ میلیونه په شاوخوا کې مهاجر او بندیان ورکړل، ښارونه او وطنونه یې وران شول، کورونه او کلي یې بمبار شول، عقاید او مقدسات یې مسخره شول، دیني او ملي ارزښتونه یې د روسي او افغاني داړه مارانو لخوا څخه پایمال شول دا هر څه افغانانو د هیواد د آزادۍ،استقلال او د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کولو لپاره وکړل.

یقینا دا یو فرصت وو چې مجاهدینو او د جهاد مشرانو ته په لاس ورغی.

په ډېر تأسف سره باید ووایو کله چې مجاهدین په فاتحانه ډول کابل ته ننوتل هغه د جهاد مقاصد او د ملت غوښتنې یې هیري کړې د قدرت او منصب تر لاس کولو لپاره یو بل ته د کابل په داخل کې په مورچه کې کېناستل او هیواد له یو بل بحران سره چې تر لومړي یې اضرار ډېر لوی ول مخ شو.

د مجاهدینو مشرانو هغه د جهاد ویاړ او د کمونیزم د شکست افتخار بدنام کړ هغه ویاړ او افتخار چې جهاد پکې کامیاب او کمونیزم پکې سرکوب شو د خپلو شخصي منفعتونو قرباني کړ!  الله جل جلاله دې له دوی سره حساب وکړي!

هغه د شریعت یا شهادت شعار کابل ته په ننوتلو سره د ارګ یا مرګ په شعار تبدیل شو نر هغه وو چې ډېر ورانی وکړي او زیاته سیمه خپله کړي.

داسې حالت قائم شو چې تېر تاریخ یې له ځان سره نمونه نه درلوده د روسانو په شتون کې چا د داسې ظلمونو صحنه نه ولېدلې خو د هغه خلکو په حاکمیت کې چې یو وخت د جهاد مشران او سپیڅلي یادېدل عادي کار بلل کېده. یقینا اعمال تر خاتمې پوري تړاوو لري.

الله دې موږ او زموږ امیرانو ته ښه خاتمه ورکړي!

په همدې دنیاوي قیامت کې یو ځل بیا الله جل جلاله افغانان د خپل رحمت مستحقین و ګڼل د طالبانو په نوم یو خوځښت د مدرسو او حجرو څخه د فسادونو، ظلمونو او ناخوالو د ورکاوي لپاره راپورته شو.

دې حرکت په ډېر لنډ وخت کې د پاټکسالارۍ، انارشیزم، تورتم او فساد لمن د هیواد له ۹۵ سلنې خاورې څخه ورټوله کړه او په ۱۳۷۵ لمریز کال کابل ته ننوتل او په هیواد کې یې اسلامي شرعي نظام اعلان او د تطبیق هڅې پیل کړلې.

یوه خبره باید وکړو چې تېروتنې، اشتباهات او خطاګانې هرڅوک کوي خو کامیاب هغوی دې چې د تکرار مخه یې ونیسي.
نو څنکه چې طالبان نظامي خلک وو د سیاست سره یې په لومړیو کې خاصه تجربه نه درلود یو دم پرته له تیاري څخه میدان ته را شوه شول  نو له ځینو اشتباهاتو سره مخ شول خو هغه اشتباهات هیڅکله دومره نه ول لکه څومره چې دوی دې وطن او خلکو ته فایدې او ګټې ورسولې لکه امن او انارشیزم څخه خلاصون.

د دې پر ځای چې جهادي مشرانو خپل تېر جنایات جبران کړي وای، د دې تحریک سره یې یو ځای د افغانانو د هوساینې او اسلامي نظام د پایښت لپاره په اخلاص کار کړی وای خو دوی یو ځل بیا خپله خصمانه او د قدرت طلبۍ څېره بربنډه کړه په خپلو غلطو تبلیغاتو یې نړیوالو نه طالبان وحشیان او ترهګر معرفي کړل چې دا خلک افغانستان او نړۍ ته ګواښ دي.

د طالبانو په وړاندې یې د نړیوالو د اشر او مرستو غوښتنې کولې څو دا شړل شوي منفور اشخاص د نړیوالو په مرسته د بیا لپاره د واک پر ګدۍ کیني او کېناستل.

زه وایم کاش د بن کنفرانس تفاهم د دې منفورو اشخاصو پر ځای له طالبانو سره شوی وای. نن ورځ چې نړیوال کوم فکر د طالبانو په هکله لري کاش چې دایې ۱۸ کاله وړاندې کړی وای! چې بیا به نه افغانان کړېدل او نه به هم امریکایان په یوه اوږده ناکامه جګړه کې ښکېل کېدل. بس خو دا د الله جل جلاله فیصله وه چې خپل بندګان وازمایی ښه او بد یې معلوم کړي کنه امریکایانو کولی شوای چې د خبرو او تفاهم له لارې را ولاړه شوې لانجه حل کړي خو نه یې غوښتل ځکه دوی د روسانو په څېر خپلو ګوډاګیانو غولولي او خطایستلي وو او دا راز دوی په هغه وخت کې د زور په نیلي سپاره ول پرته له جګړې نه یې بله لار نه لېده هغه وو چې افغانستان باندې یې یرغل وکړ.

لله الحمد دا یرغل هم په ختمېدلو او شرمېدلو  دی فقط یو څو شېبې یې پاتې دي او وبه وینو چې امریکایي شړۍ هم د افغانستان په سکروټو وسیځي او اېرې یې لویه امریکا په مختلفو برخو وویشي.  ان شاء الله!

خو الله جل جلاله دې د افغانانو د ازمایښت موده نوره په روښانه سبا تعبیر کړي!

یو عبرت باید افغانان واخلي چې استعمار هیڅکله د مستعمره هیواد د ښېرازۍ پلان نلري او نه هم د استعمار په غیږ کې روزل شوي، د هغوی لخوا واک ته رسول شوي او د دوی لخوا سفوټ شوي وګړي او حکومتونه د ملت د هوساینې، پرمختګ او امنیت په غم کې نه دي بلکې همدا غلام حکومتونه او اشخاص استعمارګر د خپل قدرت د بقاء او اهدافو د تحقق لپاره د الې په څیر استعمالوي او بس او دوی یعني همدا ایجنټې څېرې د خپلو شخصي منفعتونو په خاطر کله د یو یرغلګر او کله د بل یرغلګر په غیږ کې ناڅې او خپلې شوړې وهي.

نتېجه: لکه څنګه چې د کمونیزم او شرقي بلاک بیړۍ او څادر په افغانستان کې و سوځېد همداسې به د لغړې او بد اخلاقې ډیموکراسي پتلون سوځول کیږي او شکست به خوري.
د دښمن د بریا راز د هغوی په فکري ډګر کې دی موږ باید د دښمن د فکري شکست لپاره د خپل ځوان او نوي نسل د فکري ارتقاء لپاره منظم پلانونه او طرحې ولرو او تطبیق یې کړو ځکه د فکر ماتول په فکر سره کیږي نه په تبر.

باطل چې هر څومره د شان، دبدبې، وسائلو او زور خاوند وي بیا یې هم ماته او شکست په برخه ده.

موږ باید د کمونیزم او ډیموکراسي د داسې ختماوي لپاره لاس په کار شو چې د تاریخ یو باب وګرځي او خلک یې د عبرت په خاطر خپلو نسلونو ته تعبیر بیا وکړي لکه د ایران، روم او عربو د جاهلیت افسانې.

افغانان نور باید د زغم او خپلولو سیاست خپل کړي، ټول باید د روانو مذاکراتو د کامیابۍ لپاره لاس په کار شي! نور باید حقیقتونه ومنل شي د هغه حرکت او خوځښت نه باید خپل ملاتړ اعلان کړل شي چې هغوی په واقعي توګه په هره عرصه کې په وزن پوره ختلي دي او په ریښتیې توګه د هیواد د ناخوالو، آزادۍ او استقلال په غم کې دي.

سبحانک اللهم وبحمدک و اشهد الا لا اله الا انت استغفرک واتوب الیه.

۱۳۹۸ لمریز کال د ثور میاشتې ۷ تاریخ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x