افغانستانخبرونه

عمران خان: افغانستان په جدي ډول سولې ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل):د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وايي؛ په افغانستان کې له څلورو لسیزو جنګ او وینو توئیدلو وروسته نور افغانستان په جدي ډول سولې ته اړتیا لري.

عمران خان چې د چین له لوري د پیل کېدونکې سترې پروژې «globe belt and road» پرانستغونډې ته یې خبرې کولې وویل «د افغانستان امن ددې پروژې لپاره تر هر څه زیات اړین دی، که چېرې هلته امن راشي افغانان به له دې پروژې ګټه واخلي مګر که تشدد زیاتوالی ومومي پایلې به یې په دې پروژه  منفي اغېز ولري».

نوموړي زیاته کړه «افغانان له څلورو لسیزو جنګ او جګړو وروسته سولې ته شدیده اړتیا لري هلته د سولې په راتګ سره به د منځنۍ اسیا هیوادونه سره وتړل شي او د پاکستان او چین په شمول به ټول له دې ګټه واخلې».

د خان په وینا؛ وروسته له ۱۷ کلونو په لومړي ځل افغانانو ته د سولې زمینه برابره شوې او پاکستان په دې برخه کې خپل رول لوبوي څو افغان حکومت او طالبان یو له بل سره خبرو ته کېنوي.

یاده دې وي چې؛ خان داسې مهال په افغانستان کې د سولې د راتګ خبره کوي چې؛ همدا  اونۍ «چین، روسیه او امریکا  د افغان سولې په پار سره جرګه شول او د یوې مشترکې اعلامیې په خپرولو سره یې د افغانستان په ګاونډیانو غږ وکړ څو د افغان سولې په برخه کې مثبت رول ولوبوي او په دې برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x