افغانستانخبرونه

روسیه: افغان حکومت د «بین الافغاني ناستې» د ځنډ لامل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل):د روسیې هیواد د قطر د بین الافغاني ناستې په لغوه کېدو خواشینې ښودلې او ګډ حکومت یې تورن کړی چې؛ د یادې ناستې د لغوه کېدو لامل شو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماریا» په دې اړه رسنیو ته وویل « موږ د قطر د بین الافغاني ناستې په لغوه کېدو خواشيني یو دا ډول ناستې کولای شي په افغانستان کې په مختلفو سیاسي جهتونو سربېره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اړیکو جوړېدلو ته لاره هواره کړي ».

نوموړې د افغان حکومت د مشرانو ناسم رول د قطر د لغوې کېدو لامل وباله او زیاته یې کړه چې « د افغان حکومت مشرانو قطر ته د داسې استازو په لیږلو ټینګار کاوه چې له غونډې سره مناسب نه وو چې په پایله کې یې د غونډې د ګډونوالو تر منځ اختلاف راپورته شو او ناسته وځنډيده».

د «ماریا» په اند؛ «د مسکو تېره بین الافغاني ناسته ډېره ګټوره چې؛ زموږ له مداخلې پرته  طالبان او افغان پېژندل شوي سیاسیون یو له بل سره وغږېدل او د افغانستان د راتلونکې په اړه یې خبرې وکړې».

یاده دې وي چې؛ د قطر بین الافغاني ناسته چې تمه وه د روانې میلادي میاشتې په ۲۰ نېټه ترسره شي د ګډ حکومت له لوري د لېږل کېدونکو استازو په سر اختلاف وځنډوله چې؛ په افغان سیاسیونو سربېره ګڼو بهرنیو او کورنیو چارواکو ورباندې خواشینې وښوده او د ګډ حکومت دا ګام یې د سولې په برخه کې منفي اغېز پرېښودونکی وباله.

طالبانو د یادې ناستې د ځنډېدو پړه په ګډ حکومت ورواچوه او حکومت یې تورن کړ چې هڅه یې کوله له بین الافغاني ناستې د «رسمي مذاکراتو» ناسته جوړه کړي خو؛ ګډ حکومت بیا د غونډې د کوربنو له لوري ورلېږل شوی لست «غیرمتوازن» او د غونډې د ځنډ سبب وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x