برازیل: پولیسو د خبر ورکولو په جرم «طوطي» بندي کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ غوایي، ۱۳۹۸ل): د برازیل هېواد پولیسو هغه مهال یو طوطي ونیو چې په مخدره توکو پلورلو کې ښکار کس یې د پولیسو پر راتلو خبر کړی و.

د نړیوال خبري اژانس راپور له مخې د برازیل پولیسو د یوه داسې کس پر کور چاپه ووهله چې د مخدره توکو پلور یې کاوه، د پولیسو د رسیدو سره سم د کور طوطي په پورته اواز پر خپل مالک غږ وکړ چې «ماما؛ پولیس راغلل» (Mum, the police) خو مالک ونشو کړای د طوطي غږ سربېره هم وتښتي چې په پای کې دغه کس پولیسو ونیوه.

پولیس په دولتي کارونو کې د مداخلت او د مجرم د تيښتې په جرم کې طوطي هم ونیو، خو بالعکس د څارویو د هوساینې لپاره کاري سازمانونو د پولیسو په یاد حرکت سختې نیوکې کړي او د طوطي د پریښودلو غوښتنه یې کړې ده.

خو له پلوه پولیسو ادعا کړې ده چې د طوطي مالک نه دا چې طوطي ته د پولیس د راتلو سره سم د خبر ورکولو تربیت ورکړی بلکې د پرتګالي ژبې څو لفظونه یې هم ورښودلي کوم چې د پولیس راتلو پرمهال طوطي خپل مالک ته په دغه ژبه د پولیس راتلو خبر ورکړو.

د پولیسو یوه مشر چې ددغه عملیاتو پرمهال موجود و وویل: څومره چې پولیس دغه ځای ته نږدې کیدل دغه روزل شوي طوطي خپل مالک خبراوه، د نوموړي په وینا چې اوس طوطي د پولیسو سره هیڅ مرسته نه کوي او له نیولو وروسته بیخي خاموشه دی.

پولیسو یاد طوطي یوه ځایي ژوبڼ کې بند کړی تر څو په سمه توګه الوتنه زده کړي او له درې میاشتو بند وروسته به خوشې کړل شي.