خبرونهنړۍ

د پاکستان فوځ: د پښتون ژغورنې غورځنګ وخت نور ختم دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل):د پاکستان فوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته خبرداری ورکړی چې؛ نور یې غوښتنې حل شوې او وخت یې ختم دی.

د پاکستان د فوځ ویاند «اصف غفور» په راولپنډۍ ښار کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو په وخت وویل « څومره چې مناسبه وه د پښتون ژغورنې غورځنګ ته مو هغومره ازادي ورکړه نور؛ ددې غورځنګ وخت ختم شوی».

نوموړي زیاته کړه « دفوځ مشر امر کړی وو څو فوځ د پي ټي اېم له غړو سره نیک سلوک وکړي ځکه هغوی د جنګ ځپلو سیمو خلګ وو کنه؛ له یاد غورځنګ څخه ځان خلاصول کوم ستونزمن کار نه وو».

غفور ادعا وکړه چې؛ د ورکو خلګو د لټون، د ځمکنیو ماینونو دپاکولو او د تالاشۍ د پوستو د لیرې کولو په شمول یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې غوښتنې منلې او په دې تړاو یې یو ځانګړی کمېسیون هم جوړ کړی چې تر ډېره یې یادې ستونزې حل کړې خو له دې سره، سره هغوی له مخالفته لاس نه اخلي .

نوموړي په دې سربېره  د پښتون ژغورنې غورځنګ د افغانستان او هند په استخباراتو پورې تړلۍ وباله او ادعا یې وکړه چې د اسلام اباد او نورو سیمو په لاریونونو کې ورته د یادو هیوادونو استخباراتو پیسې لېږلې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې اوس یې په پاکستاني پښتنو کې د پام وړ نفوذ پیدا کړی،  د پښتنو د حقوقو تر نامه لاندې مبارزه کوي او ډېر وخت د «لر او بر یو افغان» غږ کوي.

د یاد غورځنګ غړي په هر لاریون کې د پاکستان فوځ د «دهشتګر» په نوم یادوي او هغه تورنوی چې؛ د پښتنو سیمو ته یې جنګ راوړی، د هغوی په سیمو کې یې زرګونه خلګ وژلي او په همدې اندازه یې په پټو زندانونو کې ساتلي.

د پاکستان فوځ په بیا، بیا یاد غورځنګ ته خبرداری ورکړی چې که له فوځ سره له مخالفته لاس وانخلي دوی به یې په وړاندې ودرېږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هارون

په سیمه کې ټولې ترخګرې ډلې د تور مخي پوځ په لاس جوړې شوي او بیا وروسته د هېواد پالو پښتنو پر ضد کارول شوې دي. د پنجاب استعماري او کرایي پوځ غواړي چې د پښتنو په ځپلو سره د هغوی په شتمنیو خېټه واچوي او د بلې خوا څخه د هغوی د ازادۍ غوښتنې احساس او مبارزه شنډه کړي. د ډیورنډ کرغېړنه کرښه بل عامل دی چې پنجابی استعمار ترېنه بېرېږي. دا پوځ د پښتنو او افغانانو ازلي او ابدي دښمن دی. االله(ج) به یې ژر تباه او په شرمو وشرموي. کله چې امریکایان د افغانستان څخه پښې سپکې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x