راشد خان په هند غوره لیګ کې «۵۰» ویکټې بشپړې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ غوایي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه او منلي توپ اچونکي راشد خان په هند غوره لیګ (IPL) کې پنځوس ویکټې بشپړې کړې.

د پنجاب لوبډلې پر وړاندې راشد خان له اوږدې مودې وروسته په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په خپلو ۴ اورونو کې یې یوازې ۲۱ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.

راشد خان په دغه لوبه کې د میانک اګروال په ویکټې اخیستلو خپلې ۵۰ او وروسته د ډیویډ میلر او اشوین په سوځولو په هند غوره لیګ کې ۵۲ ویکټې ترلاسه کړې، نوموړي تر دې دمه په یاد لیګ کې ۴۳ سیالۍ ترسره کړي دي.

دغه لوبه د کینګز الیون پنجاب او سنرایزز حیدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې درې افغان لوبغاړي (مجیب الرحمن، محمد نبي او راشد خان په کې ولوبېدل، د راشد لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د مجیب لوبډلې ته د ۲۱۳ منډو هدف وټاکه.

ډیويډ وارنر ۸۱، منیش پانډی ۳۶ او محمد نبي چټکې شل منډې جوړې کړې، په توپ اچونه کې د پنجاب لخوا مجیب ځدران په یوازې ۴ اورونو کې ۶۶ زیاتې منډې ورکړې، پر نوموړي ۴ شپږیزې او ۵ څلوریزې ولګېدې، په دې لړ کې محمد نبي هم پر مجیب ۲ شپږیزې ووهلې.

دا د مجیب الرحمن لپاره په شل اوریزو سیالیو کې تر ټولو زیاتې منډې ورکول وو، همدا ډول نوموړي د روان آی پي ایل تر ټولو زیاتې منډې ورکوونکی توپ اچونکی شو.

په ځواب کې کریس ګیل په لومړي سر کې ویکټ له لاسه ورکړه خو د کی ایل راهول توپوهنې ونشو کړای د راشد خان پر جادويي توپ اچونه شپږیزې ووهي چې په پای کې یې لوبه د ۴۵ منډو په توپیر وبایلله.

راشد خان د هند غوره لیګ په روان پړاو کې ۱۲ سیالۍ ترسره کړي چې ټولې یې ۱۴ ویکټې اخیستې دي، نوموړي په ټول آی پي ایل کې په (۴۳) سیالیو کې (۵۲) ویکټې اخیستې دي، دده سربېره محمد نبي په ټول آی پي ایل کې ۱۰ سیالۍ ترسره کړي او ۱۰ یې ویکټې اخیستې چې له برخې یې (۷) ویکټې په روان لیګ کې دي.