خبرونهنړۍ

د داعش مشر پنځه کاله وروسته د رسنیو په مخ راڅرګند شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل):د اسلامي دولت ډلې یا «داعش» مشر؛ ابوبکر البغدادي له پنځه کلن ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره په یوه ويډیو کلیپ کې راڅرګند شوی.

ابوبکر البغدادي چې اصل نوم یې ابراهیم البدري دی، په عراق کې زېږېدلی او د اسلامي دولت ډلې یا «داعش» مشري په غاړه لري چې؛ په وروستي ځل د ۲۰۱۴ م کال په جولای میاشت کې د موصل په یوه جومات کې د خلافت تر خطبې لوستلو وروسته د رسنیو له سترګو ورک شوی وو.

نوموړی چې څو ځله یې په هوايي بریدونو کې د وژل کېدو راپورونه هم نشر شول په وروستي ځل یې په تېر اګست میاشت کې غږ د یوه غږیږ پیغام له لارې واورېدل شوخو؛ اوس تازه ددې ډلې د همکارانو له لوري نوموړي ته منسوب ویډیويي کلیپ خپور شوی .

یاده ویډیو چې په روانه میلادي میاشت کې یې د ثبت ادعا شوې؛ ابوبکر البغدادي پکې له خپلو ملګرو سره ناست ښکاري.

نوموړی چې تور څادر یې په سر اچولی او په نکریزو د رنګېدلې ږیرې ځینې برخې یې سپینې ښکاري خپلو ملګرو ته د داعش ډلې د وروستي وضعیت په اړه مالومات ورکوي او د لاسه وتلو سیمو د بدل اخستلو هوډ څرګندوي.

نوموړی خپلو ملګرو ته په «باغوز» نومي سیمه کې چې د داعش وروستۍ قوي سنګر بلل کېدی او تېره میاشت کرد وسلوالو لاندې کړ؛ د جګړې د پای ته رسولو خبر ورکوي خو زیاتوي « ډېر څه لا هم پاتې دي».

بغدادي همدا راز په سریلانکا کې د عیسویانو په دیني مراسمو کې د چاودنو په اړه غږېږي او ادعا کوي چې؛ د خپلو شامي وروڼو یې په ۸ هیوادونو کې ۹۲ عملیات پلان کړي.

داعش ډله په کوم مؤقف کې ده؟

اسلامي دولت یا داعش ډله چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ م کال کې د زیات نفوذ د پیدا کولو او د ستر مساحت د لاندې کولو له امله د رسنیو د پام وړ وګرځېده، د سوریې او عراق د سرحدونو تر منځ یې په څه باندې ۸۸۰۰۰ کیلومټره ځمکه باندې راج چلاوه او ویې کولای شوای تر څه کم دوو کلونو پورې په یاده خاوره منګولې ټينګې کړې او په ځايي اوسېدونکو سربېره په اروپا مېشتو مسلمانو ځوانانو کې ستر نفوذ پیدا کړي.

خو دې واکمنۍ کمه موده دوام وکړ؛ په ۲۰۱۶ میلادې کال کې د داعش ډلې د «زوال» دوره پیل کېږي او په لومړي ځل د موصل ښار چېرې چې د داعش د خلافت بنسټ اېښودل شوی وو؛ د کرد وسلوالو سره په جګړه کې له لاسه ورکوي.

داعش ډله د خپل مرکز تر بایللو وروسته ورو، ورو د ایتلافي ځواکونو او کرد وسلوالو په وړاندې ناتوانه کېږي او ورځ تر بلې خپلې سیمې هغوی ته پرېږدي تر دې چې؛ په تېره میلادي میاشت کې خپل وروستۍ سنګر «باغوز» هم له لاسه ورکوي او په دې توګه سره کردي ځواکونه د «خلافت» د ړنګولو او د داعش ډلې د له منځه تللو ادعا خپروي.

داعش په افغانستان کې:

داعش ډلې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۵م کال په جنوري میاشت کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هیوادونو لپاره د «خراسان» شاخ اعلان کړ او په افغانستان کې یې خپل فعالیتونه پیل کړل، دوی په طالبانو باندې د «مرتدینو» نومونه کېښودل او له خپلو جنګیالیو یې وغوښتل څو په هغوی باندې رحم ونکړي.

داعش ډلې په څو میاشتو کې دننه د ننګرهار ولایت ځینې سیمې لاندې کړې او هلته یې خپل مرکزونه جوړ کړل؛ دوی ستر تعداد ځايي خلګ له خدای ج سره د «شرک» په تور ووژل ، زیارتونه یې په بمونه ونړول او خلګ یې اړ ایستل څو د ژوند مېنې دوی ته د اوسېدلو لپاره پرېږدي خو؛ دا راج ډېر لږ وخت وچلېد او په وړاندې یې طالبانو مقاومت پیل کړ چې؛ د ولسي ملاتړ په مټ یې وکولای شوای په لږه موده کې داعش له لوړ مؤقف څخه راوغورځوي او دا لړۍ تر ننه روانه وساتي.

داعش ډله چې په افغانستان کې یې له نامه اورېدو سره سم د خلګو ذهن ته د «حنیف اتمر پروژه» وریادېږي  که څه هم امریکا او ګاونډي هیوادونه یې د ځان لپاره خطر بولي خو؛ د ګډ حکومت پارلمان او ځینې چارواکو په بیا، بیا منلې چې داعش ډله د امریکا او ګډ حکومت یوه پروژه وه چې؛ د طالبانو په وړاندې یې د پورته کولو هڅې وشوې خو د تمې خلاف کومه ستره پایله یې نه درلوده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

تاسو ددې سړی په څېره کې د مشقت نښې نښانې وینی؟ سور شین مخ او پلن کېناستو څخه یې داسې مالومیژي چې د امریکایانو تر امنیت لاندې ژوند تیروي. د تصویر څټسیوری یې په خونه کې د متعددو ال-اې-ډي څراغونو ګواهي ورکوي،،، د دېوال پلسټر وایي چې دا ځای کلی او د وولسي خلکو منځ نه دی بلکه په دې خونه کې بالښت او توشکه اسیران دي. زه یې په نړیواله اجنډا کار نلرم،، خو دا خپل حق ګڼم چې د افغانستان په تړاو یې سل په سلو کې وغندم ځکه زمونږ په هیواد کې د امریکایانو او د دوی… نور لوستل »

غمی.پښتین.

جوړ تازه.
غوربندی ته.
متل دی وایی چه سل په لیله لاړی د لس یی د بنګړو.په افغان ولس هر چا زړه سوړ کړ.له روسانو څخه ونیسه تر امریکایانو .پنجابیانو.عربانو پوری.
د طالیب ،امریکا.څخه داعش هم ظالم نه دی،پریږده چه دا هم په ولس زړه سوړ کړی .چه ارمان یی پاتی نه شی،

غوربندي

خدای دې تا د سنټکام متقاعد اربکی ته د نيکو هدايت وکړي.

غ.حضرت

دا یو ماهر خاخام دی چي فقط نوم ئې عربی دی.

مجاهد

غوربندی صاحب ! تاسی ښو ټکو ته اشاره کړی، امریکایانو داعشیان د البغدادی په رهبری د النصر ( القاعدی ) له بدنی را جلا او بیا یی د سعودی د سلطنتی غلامی کورنی د سلفیانو به واسطه تمویل، تجهیز او قومانده ورکړه، په افغانستان کی یی د روسانو له ماتی وروسته د خپل منځی جنګو به رامنځته کولو غوشتل چه اسلام ، جهاد، مجاهدین او الهی نظام د خلکو په ذهنیتو کی کم راولی تر څو د راتلونکی سکولریزم او دموکراسی د تطبیق د پاره یی زمینه سازی کړی وی . ورته کار یی پ منځنی ختیز کی د اسلام… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x