آلمان: افغانستان کې مو تر اټکل زیات مصرف کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل): د المان دفاع وزارت پخپل کلني راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د «پريکنده ملاتړ» ماموريت تر چتر لاندي، یې د ۱۰۸۵ عسکرو لګښت ترحد زیات دی.

راپور ویلي چې جرمني د نړۍ په نورو برخو کې هم خپل عسکري ماموریتونه لري، چې کلنی مصرف یې کابو یو میلیارد یورو کیږي، د راپور په وینا، مګر ترټولو زیات لګښت یې په افغانستان کې کیږي چې تقریباً ۳۳۹ میلیونه یورو ته رسیږي.

راپور زیاتوي، چې تر افغانستان وروسته لګښت یې په افریقايي هیواد مالي کې زیات دی چې پر ۹۷۵ عسکرو د کال ۲۸۶ میلیونه یورو مصرف راځي.

په راپور کې راغلي، د آلمان د پوځ پر بهرنيو ماموريتونو په تير یوه کال کې تر هغي اندازې؛ چې په نظر کې نيول شوې وه؛ شاوخوا ۲۰۰ میلیونه یورو اضافي لګښت شوی دی.

باید وویل شي چې په امریکا کې هم پرخپل پوځ دا نیوکي مخ پر زیاتیدو دي چې په افغانستان کې لګښتونه یې تر حد زیات دي.

سره له دې چې امريکا د سلګونو زرو پرځای د ځواکونو شمېر زرګونو ته را ټیټ کړی، خو بیا هم دوی ویلي چې په افغانستان کې هرکال تر ۴۵ میلیارد ډالرو زیات لګښت یې کیږي.

د کتونکو په اند که چیري دا حالت همداسي دوام وکړي، ښایی چې خپل ولسونه یې د حکومتونو په وړاندي زغم له لاسه ورکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د