شعـــــرونه

د جهاد او مجاهدينو خاين رهبر!

عبيداالله علم

هغه خلک زمونږ هيواد کې واکمنان شول
څوک چې زمونږ د تن په وينو رهبران شول

ټول مخلص مجاهدين ورنه هير شوي
څوک د خلق څوک د پرچمو پلویان شول

د یتیم او د شهید ارمان یی خښ کړو
د غدارو بچيانو واړه عياشان شول

زه يې نوم له شرمه نشم اخيستلی
د انسانه په نوم ښکاره تور شيطانان شول

دوی نشه کې د قدرت په ځان پوه نشول
بې ضميره اوس د نورو غلامان شول

زه علم په دې حالاتو ځکه ژاړم
چې زما د څنګ ملګري شهيدان شول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فردا

وروره دا خلق او پرچم چې درپورې نه لګېږي ولی ځان پسې یې هڅوي؟.تاسو دواړه د یوې سکې دوه مخه یاست.سره جوړ شئ.

Hidayat shinwaray

وروه اوبه د سره خڔی دی او دا لاندی صرف په شعارنو غولیڗی.
که هر څومره شکایت وکڕو خبزه مو څوک نه اوری تر څو چی په ټول ملت کی اگاهی را نشی.
د انگریزانو لویه لوبه ده، لمڔی افغانستان یی دوه نیمه کڔو او بیا قبایل یی د پاکستان سره ادغام کڔو او اوس غواڔی چی د افغانستان څخه د پاکستان یوه صوبه جوڔه کڕی.
که چیرته جگڔه 5 کاله نور هم دوام وکڕی د پرنگیانو دا خوب به هم پوره شی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x